د مازيګر بنډار شپږمه ناسته وکړه

ګزارش/ نصرت ارمان
[pukhto]
ياده ناسته د اکتوبر په ۲۶ سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې پيل شوه.
د بنډار په لومړۍ برخه کې نور عمر په ملګرو ملتونو تيار کړی لېکچر ملګرو ته واوروه:
( سازمان؛ د دولتونو داوطلبانه يووالي ته وايي، چې د ګډو موخو، متقابلې همکارۍ او دنړۍ والې سولې د امنيت د ټينګښت په پار د يو نړيوال تړون په اساس رامنځ ته کېږي.
د لېکچر شروع کې په لومړي بين الدولي (دولتي) سازمان (جامعه ملل) باندې خبرې وشوې، ورپسې يې د ياد سازمان د سقوط عوامل په ګوته کړل.
د مقتدرو هېوادونو وتل، په جنګ کې د غالبو هېوادونو زيات رول، د المان پر خلاف د غالبو هېوادونو رويه…… د المان مستعمرې وويشل شوې، دوه ټاپوګان يې فرانسې ته ورکړل شو، چې د يادو ټاپو ګانو د خلکو ژبه او نژاد هم الماني و او له المان نه د جګړې تاوان چې ۲۵ ميليادره فرانکه کېدل هم وغوښتل شو.
همدارنګه له المان نه وغوښتل شو چې خپل پوځ دې يولک ته رامحدود کړي. ياد محدوديتونه المان ونه منل، له ايټاليې سره يې د مخورو هېوادونو په نامه تړون لاسليک کړ. دغه وخت هيټلر د المان واکمن و، له دغه تړون نه وروسته سم دستي المان په هېوادونو حملې شروع کړې او دوهم نړېوال جنګ رامنځ ته شو او همدغه وخت د جامعه ملل سازمان له منځه لاړ.
له دې وروسته يو بل سازمان ته لاره هواره شوه چې ملګري ملتونه نومېږي. د دغه سازمان په ځانګړنو هم په لېکچر کې ياده وشوه.
يواځې دولتونه په دغه سازمان کې غړيتوب اخيستی شي، دولتونو په کورنيو چارو کې نه لاس وهنه، خو که ستونزه نړېواله جنبه ولري، نو بيا ياد سازمان لاس وهنه کولای شي او د هېوادونو ملي حاکميت ته احترام او د ټولو هېوادونو د رايو د حق برابري.
د دغه سازمان موخې:
د نړېوالې سولې او د امنيت ټينګښت. د سيمه اييزو جګړو مخنيوی.
په کونړ چې راکټونه ورېږي، دغه سازمان پرې سترګې پټې کړي، چې دا هم يوه سيمه اييزه مسله ده.
غړو هېوادونو ته د همغږۍ د مرکز موجوديت.
منشور د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته د قانون حيثيت لري. ټول په ۱۱۱ مادو او ۱۹ څپرکو کې برابر شوی.
ملګري متلونه ۲۰۴ غړي لري او د منشور بدلېدنه سازمان بدلوي.
د ملګرو ملتونو بنسټګر د سان فرانسسکو په ناسته کې ګډونوال دي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو په بوديجه بحث وشو. چې ياده بوديجه عمومي اسمبله د هېوادونو اقتصادي ځواک په کتو سره ټاکي.
هر غړی هېواد به کلنۍ بوديجه سازمان ته ورکوي.
هر غړی هېواد چې د منشور له پرېکړو سرغړاوی وکړي، د سازمان نه ويستل کېږي او همدارنګه کله چې امنيت شورا د کوم هېواد په وړاندې قهري تدابير ونيسي نو غړيتوب يې ځنډوي.
د ملګرو ملتونو د سازمان اوسنی مشر انتينيو ګوتيروس دی.
د ملګرو ملتونو په اصلي څانګو هم خبرې وشوې، چې په سر کې يې د امنيت شورا راځي.
امنيت شورا د نړېوالۍ سولې او د امنيت ټينګښت دنده پر غاړه لري.
دغه شورا د دوه ډوله غړو نه جوړه ده، چې دايمي او غيرې دايمي غړي دي.
دايمي غړي امريکا، انګلستان، فرانسه، چين او روسيه دي. چې نوموړي هېوادونه د ممتاز حق يانې ويټو نه برخمن دي.
امنيت شورا خپلې دندې ته د دوه لارو نه رسيده ګي کوي. چې يوه د اختلافونو سوله اييز حل دی او دوهم د اختلافونو تنبيهي يا قهري اقدامات دي.
ويټو لاتيني کليمه ده چې د نه منلو په مانا ده، په اصطلاح کې د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک د تصويب په مهال د دايمي غړو د منفي رايو کارولو څخه عبارت دی.
اوس ځينو هېوادونو په دغه سازمان کې د دايمي غړيتوب لپاره بډې راوهلي چې د هغوی له جملې نه، المان، جاپان، هند او برازيل دي چې د څلورمې ډلې يا G4 په نامه يادېږي.
څرنګه چې ياده موضوع اوږده وه، نو د وخت د کمي له وجهې د ملګرو ملتونو په ډېرو خواو لنډې خبرې وشوې).
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې نورستان شينواري، زاهد افغان، جاويد شينا، ذاکرالله احساس، هارون راعون، محمد حنيف قلميار، صادق الله صادق، حبيب الله سمسور، نصرت ارمان او عزت الله ځواب خپل شعرونه واورول. همدارنګه زاهد اديب د صاحب شا صابر انتخاب کړی غزل د بنډار ملګرو سره شريک کړ او غلام سخي روغانيوال ترنم وکړ. وړې هوسۍ د ماشومانو شعر؛ نری، نری باران دی… وويلو ، راتلونکې بنډار کې به ډاکټر نورستان شينواری د مور د شېدو په ارزښت لېکچر وړاندې کوي .
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي