د مازيګر بنډار شپږ ويشتمه ناسته وکړه

ګزارش/ نصرت ارمان
[pukhto]
د مارچ په پنځه لسمه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې نورالحق حداد په هندي سبک د د مازيګر بنډار ملګرو ته لکچر ورکړ.
نوموړي اول د مشهورو فارسي سبکونو نومونه واخيستل چې مخکې له هندي سبک نه عام وو. ( خراساني، عراقي، بازګشتي) … په پښتو ژبه کې له هندي سبک نه وړاندې د پير روښان تصوفي سبک، د خوشحال خان حماسي سبک او د عبدالرحمان تصوفي سبکونه موجود وو .
(سبک: د سرو زرو ويلي کول او قالب کې اچولو ته وايي چې بيا ترې هر څه جوړېدای شي. سبک قالب دی، تګلاره، طريقه او نقشه هم ورته ويل کېږي. اروپايان ورته سټايل وايي).
دا چې هندي سبک څنګه رامنځ ته شو؟ شاليد يې ښاغلي حداد داسې بيان کړ:
(دا ايرانيانو رامنځ ته کړ، هغه وخت چې د صفويانو سلطنت شروع شو، د خراساني سبک شاعرانو قصيدې ويلې نو د عراقي سبک شاعرانو غزل ته مخه کړه، چې همدلته تصوف او عرفان هم رامنځ ته شول. دا چې د صفويانو په دربار کې په ترکي ژبه خبرې کېدې نو فارسي ژبي شاعران په دې کار مايوس شول او هجرت يې وکړ.
دغه وخت په هند کې د مغلو سلطنت و او د اکبر باچا په دربار کې په فارسي ژبه خبرې کېدې، هغه خپل دربار کې ۵۱ مهاجر شويو شاعرانو ته ځای ورکړ. چې ورسره سم دغه شاعران د کلاسيک شاعرۍ له عنعنو نه ووتل او يو نوی سبک يې رامنځ ته کړ چې هندي سبک ونومول شو).
حداد وويل چې فارسي ادب ته د اصفهان له دربار نه د ډيلي دربار ډېر خدمت کړی.
د هندي سبک مخکښ شاعران:
څه تاريخ پوهان وايي چې د هندي سبک امام بابا فغاني شيرازي دی، ميرزا عالب د فعاني انداز خپل کړی، عطيه بيګم په خپل کتاب اقبال کې دا څرګنده کړې چې د اقبال هم فغاني زيات خوښ و.
سيد جمال الدين عرفي شيرازي، ميرزا محمد علي صايب تبريزي، ناصر علي سرهندي، حسين نظيري، ملا غني کشميری او نورو په هندي سبک کې کار وکړ.
د هندي سبک ځانګړنې:
• له ژونده شکايت
• تشبيهات، استعارو، کنايو او تازګۍ ته پام
• تورو الفاظو ته کړکېچ ورکول.
• په کلام کې ظاهري ښکلا او بديع فن ته ارزښت ورکول
• د مانا او عبارت په لحاظ نوې باريکۍ راوړل
• اختصار ته ځانګړې توجو کول
• په غزل کې معامله بندي (د عاشقۍ د راز او نياز خبرې) يا د ټولو معاملو بيان.
• مضمون افريني، نوی مضمون پيدا کول
• دقت پسندي (شعر د تورو، مانا او خيال له پلوره مشکل وړاندې کول)
• په هر شعر کې نوې، تازه او زړه راښکونکی مضمون
• متلونه او ګړنې کارول
• غزل کې مينه
• مبالغه
کله چې هندي سبک وځليد نورو ژبو ته يې هم لاره وکړه، پښتو کې هغه وخت د پير روښان تصوفي سبک، د خوشحال خان حماسي سبک او د عبدالرحمان تصوفي سبکونه وو. په لومړي ځل حميد مومند پښتو کې په هندي سبک کار وکړ، د ده د ژوند په اړه ډېر معلومات نشته، د ژوند حالت يې ګونګ دي، ده ته د هندي سبک ملا امام هم ويل شوی دی.
د ده د ژوند معلومات محققين د ځينو بيتونو له مخې کوي.
چې د ښکلو د درګاه ګدايي مومي
های توبه د محمد شاه له سلطنته
په ۱۱۲۲ کال کې يوه واقعه شوې وه، هغه وخت په کابل کې د مغلو والي ناصر خان و، ده جمال ته اربابي ورکړې وه او جمال له واک نه په ګټه اخيستو سره د عيسی خان کور لوټلی و.
وروسته کله چې د ناصر خان نه واک لاړ، نو عيسی خان د جمال د زوی د واده په شپه د هغوی په کور حمله وکړه او اور يې ورته واچوه، داسې ويل کېږي چې په دې پېښه کې نېژدې اتيا کسه وسوزېدل چې حميد مومند هم ترې په شاعرۍ کې ياده کړې.
هر سردار چې د خپل قام د بدو خيال کا
ائينه دې د خپل ځان حال د جمال کا
چې تر خپله حده پښې غزوي وړاندې
زمانه به يې جمال غوندې پايمال کا
د حميد کتابونه:
په ۱۱۴۸ هـ کې حميد مومند د شرعة الاسلام کتاب وژباړه. د حميد خپل ديوان در او مرجان نومېږي، نيرنګ عشق د ګجرات مولانا محمد اکرام په فارسي ليکلی او حميد پښتو کړی.
شاه او ګداه د بدر الدين هلالي چغتايي فارسي مثنوي ده، چې دا هم حميد پښتو ته ژباړلی اثر دی.
په لکچر کې په حميد مومند د پوهانو او شاعرانو ليکل شوي نظرونه هم وويل شوو.
نور الحق حداد وويل چې حميد د حسن او عشق شاعر دی، په ښکلا مړ دی، که څه هم په شاعرۍ کې يې د فارسي شاعرۍ اغېز زيات دی خو بيا هم په هندي سبک کې ده له فارسي شاعرانو سره سيالي وکړه او هغوی يې ځان ته ګوته په غاښ کړل.
فارسيبانو د خيرت ګوتې په غاښ کړې
چې حميد سحن سازي کړي په پښتو کې
دا چې د حميد د شاعرۍ مضامين څه و؟ نور الحق حداد ترې داسې ياده وکړه: ( د حميد په شاعرۍ کې رخسار، زلفې، چشمان، لبان، موسکا، رقيب، زاهد او خط او خال مضامين زيات دي).
څوک به څه اخلي بوسه د هغه مخه
چې رخسار يې په نسيم د سحر خوږ شي
***
شوخې سترګې نرګس کوز ګوري له شرمه
چې د باغ په لوری واړوي چشمان شوخ
د حميد د کلام نه دا هم څرګنديږي چې اشنا يې چرته لرې په سفر هندوستان ته تللی ترې، د هغه په هجران کې سوزېدلی، دردېدلی او د هغه لپاره يې هم ډېره شاعري کړې ده.
د هجران د لاسه ناست يم وير ژړلی
لکه بت په غټو سترګو دم ختلی
دا چې په هندي سبک کې د ښځو پر ځای د هلکانو ياده زياته شوې او د حميد په شاعرۍ کې هم داسې ډېرې بېلګې شته، نو خلکو دا په هلک مئين ښودلی او د ده اشنا يې برات نومولی.
کله به راشې د هند براته
کله به کښينې ما ته مخ راته
څو ته رادرومي په کې ډيوې ږدې
غم به کا خونه د حميد ميراته
دا چې حميد په احاديثو او قران کې ډېره مطالعه کړې وه نو په شاعرۍ کې يې زيات حديثونه او ايتونه هم کارولي، د ډېرو ښارونو نومونه يې هم په شاعرۍ کې ياد شوي.
حميد ته موشګاف ويل شوی او د ده په شاعرۍ کې کولای شو ټول ادبي صنعتونه هم پيدا کړو.
په پښتو کې له حميد نه وروسته کاظم خان شيدا په هندي سبک کې ډېر کار وکړ او هغه څه چې له حميد نه پاتې وو ده تکميل کړ.
د نورالحق حداد له لکچر وروسته ميوند شينواري لنډې خبرې وکړې، هغه وويل چې دغه سبک ته تر معاصرې دورې پورې کار شوی، محمد صديق پسرلي هم په دغه سبک کې ډېر کار کړی او په ژونديو شاعرانو کې ممتاز افغان اورکزی په دغه سبک کې مخکې روان دی.
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې بازمحمد عابد، يار محمد پردېس، اياز محمود ميشواڼي، ميوند شينواري، نصرت ارمان او عزت ځواب په کې خپل شعرونه واورول.
د راتلونکې ناستې لپاره زاهد الله احمد ژمنه وکړه چې په اداري کلتور به لکچر ته تياری ونيسي.
ياده دې وي چې په دې ناسته کې مبارک شاه داودزي، طيب الله، حزب الله شهباز، حسن جان، نور عمر، هوسۍ، رحيم الله رومان او عطاء الله ځواب هم ګډون کړی و.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي