د مازيګر بنډار پنځمه ناسته وکړه

ګزارش/ نصرت ارمان
[pukhto]
په حجره کې فرق د خان او نوکر نشته
هر سړی د سړي ورور دی په حجره کې
د ميزان په ۲۷مه په مازيګر کتاب پلورځي کې د مازيګر بنډار پنځمه ناسته وشوه، د بنډار پيل نورالحق حداد په خپل لېکچر وکړ، چې د حجرې په اړه و.
نوموړي وويل چې حجره د پښتون فرهنګ يو پخوانی ارزښت دی، هغه وخت اريایانو د ګوترا په نوم ځای لره، دلته به نران راټولېدل، جرګې، مجلسونه او پرېکړې به کېدلې، يما هم په ګوترا کې د باچا په توګه ومنل شو.
کله چې اسلام راغی نو جومات هم رامنځ ته شو او حجره او جومات سره دوه سمبولونه شول. په حجره کې مېلمه پالنه کېږي، د کوربنو له خوا مېلمه ته ستړي مشي کېږي. د کندهار خلک مېلمنو ته ښه راغلاست وايي – خدای مو راوله، د جنوب ختيځ خلک ورته ستړي مشي وايي، د مومندو او باجوړ خلک ورته ښې چارې، په خير راغلې وايي او داسې د هر قوم خلک خپلو مېلمنو ته په خپله ژبه ستړي مشي کوي.
ښاغلي حداد وويل چې مولوي عبدالمجيد په خپل کتاب کې ليکلي چې، په افغانستان کې مسافر او لاروي هېڅ لګښتونو ته اړتيا نه لري، بلکې د هرې حجرې دروازه يې مخ ته خلاصه ده.
د حجرو لرونکي د خپل توان په اندازه مېلمه پالنه کوي، پښتانه په مېلمه خوشالېږي او ډکه حجره يې خوښه وي. مېلمه ته کټ اچوي، بالښت ورته ږدي، يا ورته ليمڅی خوروي، د پښتنو په حجره کې مېلمه د پرديتوب احساس نه کوي، کومه همدردي او ورورولي چې په حجره کې شته په هېڅ ځای کې نشته.
د مشهورو حجرو يادونه يې هم وکړه، د خوګياڼو په ماماخېلو کې د ملک قيس حجره، په چارسده کې د باچاخان حجره، د ارسلا خان حجره چې دا په سخي ارسلاخان مشهور و، ده به خلکو سره مرستې کولې او مسافر يې مړول.
په ننګرهار کې د مومندو او شينوارو خلک ډېرې حجرې لري، مهمانخانه او بېټک له حجرې سره توپير لري، حجره پراخه وي، کټونه لري… د شينوارو خلک که مېلمه وي که نه حجرې ته راټولېږي، اوس فرهنګونو کې تغير راغلی.
کوټ کې د نائب خان يوه حجره وه، ده په حجره کې د سرو زرو چلم لره.
د لواړګي خلک د هډو د پيسو ويش په حجرو تقسيموي، حمزه شينواری خوږه خېل دی او خوږه خېل په لواړګي کې ۱۷۲ حجرې لري. مختارخېل ۲۱ حجرې لري، غني خېل ۲۵ حجرې لري… خو په ټولو کې شينواري په مېلمه پالنه کې شهرت لري.
حجره د پښتنو ګډ ميراث دی، د پښتون طبعيت دی، پښتون او حجره سره نه بېلېدونکي دي، هغوی چې غيرت لري اول د حجرې غم خوري.
د پښتنو په هر کلي کې به حجره وي، حجره لکه د سرای مثال هم لري، خلک ورته په ازادانه ډول ورځي، حجره د غم ښادۍ ځای هم دی، دلته ډېرې پرېکړې کېږي او د يو پارلمان حيثيت لري چې په مختلفو موضوعاتو پکې بحث کېږي.
د حجرې د ارزښت په اړه حبيبي صيب ليکلي: پښتونولي په کور او صحرا باندې زده کېږي.
حجره کې واړه، زاړه، خان او غريب سره يو ځای کېږي. ځينې لوبې هم په حجرو کې کېدلې، چې نښه وېشتل، شمشير بازي، د مړزانو او سپيو جنګول. د پښتونخوا په حجرو کې به پهلواني او کبډي هم کېدله.
ټنګ ټکور هم د حجرې برخه ده، چې تر نيمو شپو د حجرې مجلسونه ګرم ساتي.
زموږ مجلس تر نيمې شپې دی
چا ته چې مور نارې وهي هغه دې ځينه
…
پخوا به په حجره کې ډول وهل کېده، خلک به اشرونو ته راټولېدل .
که د مرغۍ وزر زما وی
نو د حجرې نه به چاپېره ګرځېدمه
چلم هم د حجرې جز دی.
زما نه ته ښه يې چلمه
جانان مې خوله درباندې ږدي دواړه لاسونه
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې زاهد افغان، عزت الله ځواب، احمد جمال جمال، افتخار جانان، ذاکر احساس، نصرت ارمان او ميوند شينواري په کې خپل شعرونه واورول. غلام سخي روغانيوال ترنم وکړ او نور عمر د سعيد شينواري شعر ولوست.
په ياده ناسته کې نجيب اکرامي، طارق نجيب، حزب الله شهباز، زاهد اديب، واحد اتل، او عطاالله ځواب هم برخه لرله. د راتلونکي بنډار لپاره نور عمر ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د سازمان په اړه به لېکچر وړاندې کړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي