د مازيګر بنډار څوارلسمه ناسته وکړه

ګزارش: نصرت ارمان
[pukhto]
د مازيګر بنډار څوارلسمه ناسته د ليندۍ په ۳۰ مه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې ترسره شوه.
د بنډار په لومړۍ برخه کې افتخار جانان په عرفان او تصوف باندې تيار کړی ليکچر ګډونوالو ته وړاندې کړ.
افتخار جانان وويل چې عرفان او تصوف يوازې په ظاهري مانا سره توپير لري، په معنوي لحاظ د عرفان او تصوف تر منځ توپير نشته.
د عرفان کليمه په عربي ژبه کې د پېژندنې مانا ورکوي، په اصطلاح کې عرفان هغه لاره ده چې اهل الله يې د خدای ج د پېژندنې او قرب لپاره خوښوي.
د عرفان او تصوف موخه يوه ده. تصوف د ټولو نفسي يانې ناروا خويونو څخه د لاس اخيستلو نوم دی.
د تصوف په اړه نظرونه او تعريفونه مختلف دي.
تصوف د پوهانو له نظره:
حضرت داتا ګنج نجش علي هجويري رح وايي: تصوف په اسلام کې دومره ارزښت لري، لکه په بدن کې چې د روح کچه وي.
د نړۍ په ډېرو اديانو کې تصوف شته .
په تصوف کې تر ټولوسخته موضوع وجود او شهود ده.
وجودي صوفيان وايي: همه اوست، يانې ټول دی دی.
وجوديان په هر څه کې د خدای شتون مني، دوی بيا وجود هم په دوه برخو ويشي چې ظاهري او باطني دی. د هر څه په باطن کې د خدای راز شته، وجودي صوفيان دا نظر لري.
شهوديان وايي: همه از اوست، هر څه د الله ج څخه دي.
رحمان بابا وايي:
زه د يار مينې په يار باندې شيدا کړم
که څوک ما ګڼي، زه نه يم واړه دی دی
سماع، موسيقي او وجود:
اکثره صوفيان سماع رد کوي، خو ځينې ډلې يې موسيقي روا بولي، دوی د موسيقۍ لپاره خپل حدود ټاکلي.
سماع د عربي ژبې د سمع له کليمې څخه اخيستل شوې چې مانا يې اورېدل، ښه اواز، سرود او د غزلو ويل دي.
امام عزالي رح د سماع په باره کې وايي: په کوم زړه کې چې د عشق الهي اور بل وي، د هغه لپاره سماع ضروري ده چې دغه اور زيات تازه شي او کوم زړه چې د غلط ډول محبت ښکار وي د هغه لپاره سماع حرامه ده.
شيخ هجويري رح په خپل کتاب (کشف المحجوب) کې سماع په درې برخو ويشلې.
حرامه: کله چې يې د دنيا په مينه اورو.
مباح: کله چې موسيقي د جنت په مينه اورو.
لازمه: د الله په مينه يې اورېدل لازم دي.
د سماع يا موسيقۍ اورېدلو اداب:
وخت: کله چې په بل کار کې مصروف يې د سماع اورېدل سم نه دي.
مکان: بايد د ظالم کور نه وي، لار نه وي او عامه ځايونه نه وي.
د حاضرينو مجلس: داسې خلکو سره يې نه اورېدل چې د سماع يا موسيقۍ په ارزښت نه پوهېږي.
افتخار جانان په ليکچر کې په پير، شيخ يا مرشد هم خبرې وکړي. په تصوف کې هغه اشخاص چې په شريعت او طريقت کې کاملې مرتبې ته رسېدلی وي، شيخ يا مرشد دی. بې له مرشده په تصوف کې مخکې تلل ناشوني دي.
تصوف په پوړيو مخکې تلل دي او لارښوونکي ته اړتيا لري.
مريد: د طريقت سالک ته مريد وايي، د مريد کار لټونه او اخيستنه ده او پير لارښونه کوي.
د تصوف له مخې مريد پير ته بشپړ تسليم شوي کس ته وايي.
هر څه چې پير يې وايي مريد به يې کوي، پير ته به په ډېر احترام قايل وي.
په ليکچر کې په مشهورو تصوفي ښوونځيو هم خبرې وکړې، چې د هغوی له جملې نه يې قادريه، رفاعيه، احمديه، سوقيه، ابريه، شاذليه، مولويه، نقشبنديه او چشتيه طريقو باندې هم لنډه رڼا واچوله.
د پښتو ادب صوفيانه شاعران يې په ګوته کړل، چې په لرغوني دوره کې شيخ متي بابا، په منځنۍ دوره کې بايزيد روښان، عبدالرحمان بابا، عبدالقادر خان خټک… د معاصرې دورې تصوفي شاعر حمزه بابا…
افتخار جانان خپل ليکچر د حمزه بابا په دې بيت پای ته ورساوه.
تا چې سبا وکړ، سبا نه راځي
راشي په هر چا خو په ما نه راځي
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه، چې زاهد افغان، عزت الله ځواب، غيرت مل، نورستان شينواري، صادق الله صادق، لعل قدر تسل، سهار ګل احساس، عزت الله پرهر، خان اغا درياب، نصرت ارمان، زلمي زايل، افتخار جانان او توفيق سهاک شعرونه واورول.
ياده دې وي چې ډاکټر تسکين، حزب الله شهباز، باتور سهاک، ثنا الله ځواب او عطاءالله ځواب هم په ياد بنډار کې برخه اخيستې وه.
د بلې ناستې لپاره شريف خان په سيکولرزيم باندې ليکچر واخيست.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي