د مازيګر بنډار ۲۴مه ناسته وکړه!

ګزارش: نصرت ارمان
[pukhto]
د مارچ په لومړۍ سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې انجينر مسعود خان د انرژۍ پر ارزښت او ډولونو لکچر وړاندې کړ.
که څه هم ټاکل شوې وه چې زبير ودان به پر واکسينو خبرې کوي، خو دا چې مسعود خان کله کله راځي؛ نو ملګرو ترې هيله وکړه چې موږ ته انرژي راوپېژني.
انجينر مسعود وويل : ( انسانان چې کله له يخنۍ سره مخ شول، نو دا فکر ورسره پيدا شو چې څنګه تودوخه رامنځ ته کړي؟
بيا انسانانو د کورونو جوړولو تکل وکړ نو د لويو تيږو د وړلو وخت کې له نوې ستونزې سره مخ شو، انسانان بيا په سوچ کې شول چې دغه سوچ ته science وايي. انسانانو د لويو ډبرو د انتقال لپاره يوه لرګينه وسيله جوړه کړه او د انرژۍ پيل له همدغه ځايه وشو.
د انرژۍ ډولونه: 1- kinetic energy – working energy 2- potential energy – stored energy دا دوه فزيکي انرژيانې دي، د فزيک قانون پر همدې انرژيانو جوړ دی.
د انرژۍ دوه نور ډولونه چې عبارت دي له: Primary energy او secondary energy چې پرايمري انرژي په طبعيت کې شتون لري او سيکنډري انرژۍ د تجربو له مخې پيدا کېږي.
په سيکنډري انرژۍ کې ګاسولين، هايدروجن او اليکټريسي انرژۍ شاملې دي. Primary energy په دوه ډولو ویشل کیږي.Renewable energy او Nonrenewable energy ورته ويل کېږي.
چې لومړی ډول يې چاپيريال ته هېڅ تاوان نه رسوي او دوهم ډول يې ضرر رسوونکې انرژي ده.
په renewable انرژۍ کې کې بيا مختلفې انرژۍ دي چې په لاندې ډول ترې ياده وشوه
: 1- Solar energy له لمر نه اخيستل شوې انرژي نه بريښنه تولیديږي.
دا چې د سولري برېښنا د جوړولو لارې چارې کومې دي؟
انجينر مسعود په عملي ډول په تخته وښودې.
نوموړي وويل چې په افغانستان کې اکثره علاقو کې د کال ۳۰۰ ورځې لمر وي او موږ کولای شو له دې ل نه ۳ لکه ميګا واټه انرژي تر لاسه کړو، خو د هغې لپاره پياوړي اقتصاد ته اړتيا ده.
. 2- Wind energy بادي بريښنا: په امريکا کې تر ې زياته ګټه اخيستل کېږي، موږ کولای شو د هېواد په غريزو سيمو کې د بادي برېښنا د لاسته راوړو لپاره فارمونه جوړ کړو او ۶۰ زره ميګا واټه برېښنا تر لاسه کړو.
. 3- Geothermal energy د ځمکې له تل نه د ګرمش اخيستو له لارې د انرژۍ لاسته راوړل: دا د انرژۍ لاس ته راوړلو عصري لار ده او په پرمختللو هېوادونو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، ضرري نه ده
. 4- Biodiesel energy د سبزيجاتو او د نباتاتو له غوړيو نه د انرژۍ تر لاسه کول
. 5- Hydro energy د ډيمونو انرژي: دا تر ټولو قوي انرژي ده او چاپيريال ته يې هېڅ ډول تاوان نه رسي، د ډيمونو ګټې زياتې دي، زراعتي پرمختګ ورسره راځي، د سيلابونو مخنيوی کېږي، د ډيمونو جوړول يو هېواد په پښو دروي او اقتصاد پياوړی کوي.
افغانستان کولاۍ شي څې26 زره ميګا واټه برېښنا له خپلو اوبو تر لاسه کړي.
د انرژۍ بل ډول چې Nonrenewable فضا چټلوي او ژونديو ته په ضرر تماميږي.
د دې انرژۍ ډولونه بيا پطرول، د ډبرو سکروانرژي او ګاز دي، چې ټول فضا ککړوي. Nuclear energy هستوي انرژي
چې په دې کې راډيو اکټيو پلوټونيم، يورانيم څخه بریښنا تولیديږي.
انجينر مسعود د ځينو هېوادونو د انرژۍ د لاس ته راوړلو بېلګې وويلې چې لومړۍ بېلګه د برازيل د هېواد وه، دوی له ګنيو نه شربت باسي او yeast (خمبيره) په کې اچوي او په هغې کې Ethanol اچوي او له دې لارې نه ۴۰ ٪ انرژي لاس ته راوړي.
بله بېلګه د انرژۍ د ذخيره کولو وه، اوس هغه هېوادونه چې له اړتيا زياته انرژي توليدوي او خرڅوی يې هم نه شي نو هغوی د انرژۍ د ذخيره کولو په فکر کې دي.
په جرمني کې هم د برېښنا توليد زيات دی، نو دوی غواړي اضافه انرژي ذخيره کړي، دوی د Energy storage په نامه سيستم باندې کار کوي او راتلونکي کې به ټول کار په همدې انرژۍ تر سره کېږي.
د لکچر په پای کې انجينر مسعود د افغانستان په ماسټر پلان کې چې کوم ډيمونه ياد شوي هغه يو يو د هغوی له ظرفيت سره په ګوته کړل.
وروسته مشاعره وشوه چې اکمل نيکمل، عزت الله پرهر، احمد جمال جمال، ارمان مشواڼي، ذاکر احساس، صادق الله صادق، نصرت ارمان، انيس بشير، هارون راعون، عزت الله ځواب او هوسۍ په کې شعرونه وويل.
د بلې ناستې لپاره محمد خان ذهين په ځان جوړونه باندې د لکچر وړاندې کولو ژمنه وکړه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي