د مازيګر بنډار ۳۱مه ناسته وکړه

ګزارش: عزت الله ځواب
[pukhto]
د اپريل په ۱۹مه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې رضاءالله مالکزي پر ويکتور هوګو لکچر وړاندې کړ.
رضاءالله مالکزی وويل: (ویکټورهوګو یو داسې څوک دی، چې د نړۍ زیات خلک یې له نوم سره اشنایي لري. نوموړی په نولسمه پېړۍ کې د فرانسې او په مجموع کې د ټولې نړۍ هغه اوچت لیکوال، شاعر، د رومانتېزم د ادبي مکتب سرلاری او ټولنیزفیلسوف دی، په نړۍ کې به کمې داسې ژبې وي، چې دده کوم اثر، کوم نظر او کوم فکر دې پکې ژباړل شوی نه وي.
د نوموړي ادبي او علمي مقام ته په ټوله نړۍ کې د قدر په سترګه کتل کېږي او په زیاتو پرمختللیو هېوادونو لکه فرانسه، انګلستان، سویس، بلژیک، ایټالیا، المان او نورو کې دده په نوم ګڼ سیمینارونه، غونډې او لمانځغونډې جوړې شوې او لاجوړېږي.
هوګو د خپل ۸۳ کلن ژوند په اوږدو کې د شعر، تیاتر، رومان، تاریخ، فلسفې او نورو په برخو کې د «۸۰» په شاوخوا کې اثار لیکلي دي او تر ده راوروسته د فرانسې ګڼو ادیبانو او متفکرینو یاد کړی او ستایلی دی.
یو فرانسوی شاعر «کاتول ماندس» د هوګو په اړه وايي:«هوګو باید په غوڅ نظر د خپلې پېړۍ لارښود وبولو… هوګو زموږ پلار دی او موږ هرڅه له خپل پلار څخه زده کړي دي.»
نړیوال سمبولېسټ شاعر«شارل بودلر» لیکي:«ویکټورهوګو د بشر له پیدایښت څخه تر اوسه پورې یو له هغو لویو انسانانو څخه دی، چې د شعر په وسیله د ژوند د اسرارو د تشریح او توضیح لپاره پیداشوی دی.»
ویل کېږي، کله چې پخپله له ویکټورهوګو څخه وپوښتل شول، چې د فرانسې ترټولو سترمعاصر لیکوال څوک دی؟ ده په ځواب کې ورته وویل:«له بدمرغه ویکټورهوګو!»
ویکټورهوګو نه یوازې دده د مینه والو له خوا یو سترنابغه، بااحساسه انسان بلل شوی دی، بلکې ددې ترڅنګ دده ځینو مخالفانو ورته د قارجن، له غروره ډک، ډېر ګټه غوښتونکي او په سیاست کې د ښه تدبیر نه لرونکي خطاب هم کړی دی.
بشپړ نوم يې ویکټورماري هوګو په ۱۸۰۲م کال د فبرورۍ په ۲۶ نېټه د فرانسې ختیځ ښار «بزانسون» کې زيږېدلی دی.پلار يې «جوزف لیوپولډسیژیسبرهوګو» نومېده او د فرانسې په پوځ کې لوړ رتبه جنرال ؤ. د هوګو نیکه د یوه داسې بزګر زوی ؤ، چې د «نانسي» په ښار کې یې ترکاڼي هم کوله. هغه د خپل پلار له کسب او کار څخه ډډه وکړه او د «ران» او «وانده» په لښکرو کې شامل شو، چې بیا یې زوی یعنې د ویکټورهوګو پلار هم همدغې دندې ته مټې راونغښتې او د ناپلیون بناپارت په پوځ کې تر جنرالۍ ورسېد.
مور يې «مادام سوفیه» نومېده، هغه د یوه کښتۍ جوړوونکي لور وه. کله چې ویکټورهوګو وزیږېد، نو ډېر کمزوری او بې ځانه و او هېچا هم دا هیله نه لرله، چې ماشوم ویکټور دې ژوندی پاتې شي، خو هغه ژوندی شو او داسې ژوندی چې تر اوسه ژوندی دی. دا هغه وختونه وو، چې د فرانسې واګې ددغه هېواد د مقتدر واکمن«ناپلیون بناپارت» په لاس کې وې؛ هغه فرانسه په یوه لویه امپراطورۍ بدله کړې وه، چې د اسپانیې له ماډریډ څخه د روسیې تر مسکوه پورې د فرانسې بیرغونه رپېدل.
د هوګو دوه نور مشران ورونه هم وو چې نومونه يې آبل او اوژن نومېده.
هوګو چې کله شپږکلن شو، نو مور یې ورته یو تقاعد شوی تجربه کار کشیش، چې نوم یې «مسیولاریوید» و، د خصوصي ښوونکي په توګه ونیو. دغه ښوونکي هوګو او دده وروڼو ته لیک او لوست او د لاتیني ژبې اصول وروښودل.
په ۱۸۱۱م کال د هوګو پلار، چې د اسپانیې په ماډریډ کې یې دنده ترسره کوله اړ شو، خپله کورنۍ ځانته وروغواړي، همغه وو، چې کورنۍ یې ماډریډ ته کډه شوه، هلته یې هوګو او د هغه بل ورور «اوژن» د «لوړزاتو یا نجیبانو» په ښوونځي کې داخل کړل، خو مشر ورور یې «آبل» چې دغه وخت ۱۶ کلن ؤ، د شاه په دربار کې په دنده وګماره. ویکټورهوګو په دغه وخت کې ۱۰ کلنۍ ته نږدې و او له فرانسې څخه اسپانیې ته تګ او دلته اوسېدلو یې په اروا او دماغ ژور اغېز وکړ. هوګو په لومړي ځل د همدغه سفر یادښتونه ولیکل.
کله چې په ۱۸۱۴ م کال کې ناپليون بناپارت په خپلو جګړو کې ماتې وخوړه او اتلسم لويي پاچا شو، په دغه وختونو کې د هوګو کورنۍ تر درې کاله مهاجرت وروسته بېرته فرانسې ته راغله او د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې یې استوګنه غوره کړه.
همدغه وختونه وو، چې د اتلسم لويي پروړاندې د خلکو خواره واره بغاوتونه پیل شول، تردې چې ناپلیون په پټه فرانسې ته راغی، له پوځ سره یې لاس یو کړ، بېرته یې د فرانسې واک ترلاسه او اتلسم لويي یې وتښتاوه.
دا ځلې د ناپلیون واکمني یوازې سل ورځې وه، دغه ادلون بدلون د ویکټورهوګو په پلار چې نظامي جنرال و او دده په کورنۍ باندې اغېز وکړ. د هوګو پلار په پاریس کې ولیدل چې زامن یې له درس څخه ووتل، نو ډېر ژر یې «هوګو» او «اوژن» د «شپې ښوونځي» کې داخل کړل، ترڅو چې «دارالفنون» ته د تللو لپاره تیاری ونیسي.
له دې وروسته د خپل پلار له پلان سره سم دواړو وروڼو دارالفنون ته لاره پیداکړه. دلته د ریاضي او نورو علومو په زده کړه بوخت شول، خو ویکټورهوګو تربل هر درس نه له شعر سره زیاته مینه ښکاره کوله، ده په همدغه ښوونځي کې خپل لومړني شعرونه وویل، په دغه وخت کې یې عمر کم ؤ، خو په شعر کې یې د ښوونځي جایزه وګټله. په همدغو شعرونو او په همدغو ښوونځي کې د فرانسې د هغه وخت یو بل ستر شاعر او لیکوال «شاتوبریان» هوګو ته د یوه عالي ماشوم نوم ورکړ.
ویکټورهوګو د خپل ادبي ژوند په پیل کې تر هرچا زیات له شاتوبریان څخه اغېزمن شو. شاتوبریان چې له ۱۷۶۸م څخه تر۱۸۴۸م کال پورې یې ۸۰ کاله ژوند کړی، د فرانسې د ادبیاتو په تاریخ کې یو ستر نوم دی، نوموړی له یوې مشهورې کورنۍ څخه ؤ، ده د نورو زده کړو ترڅنګ دیني او مذهبي زده کړې هم کړې وې، په پوځ کې یې دنده ترسره کړې وه، د فرانسې د علومو اکاډمۍ غړی پاتې شوی و.
دده مشهور کتابونه«له مرګ وروسته مناظرې، مینه او عزت، د مسیحیت نبوغ او بیت المقدس ته سفر» نومېږي.
ویل کېږي کوم وخت چې ویکټورهوګو ته شاتوبریان د عالي ماشوم نوم ورکړ، په همدغه وختونو کې هوګو ته د شاتوبریان یو اثر «د مسیحیت نبوغ» په لاس ورغی. هوګو دغه کتاب ولوست، سخت اغېز یې ورباندې وکړ او بیخي پرې مین شو، تردې چې د خپل یادښت پر دفتر یې ولیکل:«غواړم یا شاتوبریان شم او یا هېڅ!»
د هوګو یو بل عادت دا و چې څه به يې ذهن کې راګرځېدل هغه به یې لیکل. او د شپې به یې د تېرې ورځې ټول یادښتونه له ځانه سره لیکل، دغه یادښتونو ته یې سرلیک ټاکلی ؤ:«غواړم یا شاتوبریان شم او یا هېڅ!»
ویکټورهوګو په يوه نجلۍ باندې مئين شو دا نجلۍ ادل فوشه نومېده. هغه مهال چې ویکټورهوګو او آدل فوشې یو او بل د واده کولو لپاره سره خوښ کړل، نو خپلې کورنۍ یې سره په جریان کې کړې. نو په دې لړ کې د هوګو مور دغه خبره ورسره ونه منله او مخالفت یې وښود؛ مګر هوګو په خپل دغه انتخاب ټینګار کاوه.
کله چې د ویکټورهوګو مور مړه شوه، دغه مخالفت هم پای ته ورسره ورسېد او هوګو وتوانېد چې په ۱۸۲۲م کال د اکټوبر په ۱۴نېټه له آدل فوشې سره واده وکړي. له دغې مېرمنې څخه د هوګو څلور اولادونه پیدا شول، دوه زامن او دوې لوڼې.
په ۱۸۱۹م کال هغه مهال چې هوګو ۱۷ کلن ؤ، د خپلو وروڼو په ملګرتیا یې یوه پنځلس ورځنۍ مجله راوایستله، په دغې مجلې کې چې تر۱۸۲۱م کال پورې یې دوام وکړ، د هوګو استعداد لاپه غوړېدو شو، په خپلو او مستعارو نومونو یې پکې بېلابېلې مقالې خپرې کړې او د همدې مجلې له لارې یې د فرانسې له نورو لیکوالانو سره اړیکې پیداشوې، چې دده په شهرت او نوم خپرولو کې يې ستر رول درلود.
هوګو په همدغو وختونو کې خپل یو اثر د «هغه حماقتونه چې ما له زیږېدا مخکې کول» تر نامه لاندې د خپلو هغو شعرونو او لیکنو له مجموعې څخه جوړ کړ، چې له څوارلس کلنۍ څخه تر اولس کلنۍ پورې یې کړې وې.
په ۱۸۱۹م کال ځوان هوګو ته د ادبي هلو ځلو له امله جایزه ورکړل شوه.
هوګو ته په ۱۸۲۳م کال د فرانسې د پاچا له خوا د دوو زرو فرانکو په معاش یوه وظیفه ور ورسپارل شوه، تردې وروسته هوګو د سلطنت او دربار پلوی شو، خو تر۲۵ کلنۍ وروسته یې دغه ملاتړ په مشروطه غوښتنه بدل شو.
هوګو په ۱۸۲۴م کال کې چې ۲۲کلن و، د رومانتېزم د ادبي مکتب غړی شو. رومانتېزم د اتلسمې میلادي پېړۍ د وروستیو او د نولسمې پېړۍ د لومړیو نهضت دی، چې په ادب، فلسفه، هنر، مذهب او سیاست کې د پخوانیو شکلونو پر ضد یو عکس العمل بلل کېږي. د خیال آزادي، په ښکلا او جمال باندې ټینګار، د لغاتو او ژبنیو تعبیرونو پراخول، د مسایلو پر وړاندې حساسیت، د طبیعت خوښول، خیالي ارزوګاني تصویرول او داسې نور نوښتونه په ادبیاتو کې د رومانتېزم ځانګړنې شمېرل کېږي.
په فرانسه کې د رومانتېزم لوی استازي عبارت دي له: شاتوبریان، لامارتین، ویکټورهوګو او الفرددوموسه څخه. دغو هریوه پر خپل وار سره خلکو ته د رومانتېزم په ورپېژندلو او خورولو کې هڅې وکړې.
ویکټورهوګو د رومانتېزم په باب وايي: «رومانتېزم یعنې د شرایطو له بې ځایه قیدونو څخه د ادبیاتو آزادي».
د هوګو هم مهاله نامتو شاعر «لامارتین» د رومانتېزم په پیل کې د «فکرونو» په نامه د خپلو شعرونو یو وړوکی دېوان خپور کړ ، چې په هغو کې یې یو نوی ډول شعر خلکو ته وړاندې کړ او هوګو خپلې قصیدې خپرې کړې. څېړونکو هم دغه نوي لیکوالان رومانتیک وبلل، دغه نوم د ټولو خوښ شو او رسماً ومنل شو. په دغه وختونو کې رومانتیک لیکوالان د هوګو په شمول سره غونډېدل، ادبي ټولنه یې جوړه کړه او د «ګلوب» په نامه یې یوه ورځپاڼه خپره کړه. په دغه ورځپاڼه کې یې د رومانتېزم په پلوي او حمایت مضمونونه خپاره کړل او د ځینو کلاسیکو لیکوالو له مخالفت سره مخ شول.
ویکټورهوګو په ۱۸۲۷م کال د رومانتیکو لیکوالو د ټولنې مشري پر غاړه واخیسته او پر همدغه کال یې د خپلې ډرامې «کرمول» لپاره یوه اوږده او عالمانه مقدمه ولیکه، څېړونکي وايي د هوګو تردغې ډرامې یې مقدمه یا سریزه ډېر ارزښت لري. دغه مقدمه ډېره ژر ددې سبب شوه، چې ویکټورهوګو د رومانتېزم لارښود وبلل شي.
د هوګو د مشرتابه په وخت کې د فرانسې په تیاتر کې د رومانتیکو لیکوالو له خوا ځینې مشهورې ډرامې وښودل شوې، په دغو ډرامو کې د ویکټورهوګو د «ارناني» ډرامه هم وښودل شوه، دغه ډرامې د کلاسیکو لیکوالو له سخت مخالفت او د نورو لیدونکو له خوا له خورا ښه هرکلي سره مخ شوې.
په فرانسه کې د رومانتېزم دغه ډله ییزه لړۍ تر۱۸۳۵م کال پورې روانه وه، خو دغه مهال «لامارتین» له رومانتېزم څخه لاس واخیست او د سیاست ډګر ته ننوت، «شاتو بریان» چې تر ټولو مشر ؤ، زړبودۍ په مخه کړ او «الفرد دوموسه» اصراف او عیاشۍ له پښو وغورځاوه او رومانتېزم ورڅخه پاتې شو؛ په دې ترتیب د رومانتېزم لړۍ یوازې «ویکټورهوګو» ته ورپاتې شوه او هوګو د ژوند ترپایه پورې دغه لړۍ بریالۍ وساتله.
هوګو له رومانتېزم څخه په اغېز په خپلو شعري پنځونو کې د نظم زاړه قیود لرې کړل او په شعري بهیر کې تر هرڅه نه زیات د شعر هنري ارزښت ته ژمن پاتې شو، دا د فرانسې د شعر په تاریخ کې یو لوی نوښت و. نوموړي په دغه نوښت کې د شعر په شعریت او هنریت باندې زیات ټینګار کاوه؛ د ده دا خبره زیاته مشهوره شوې، چې ویل به یې:«سل ځله وایم، چې هنر د هنر لپاره!»
ویکټورهوګو په ۱۸۴۱م کال کې د فرانسې د علومو اکاډمۍ په غړیتوب ومنل شو. د فرانسې پاچاه «لويي فلیپ» له ویکټورهوګو سره ډېره مینه درلوده، هوګو هم د پاچاه او د سلطنت په ګټه ځینې مقالې خپرولې، له همدې امله هوګو څوځله د انتصابي وکیل په توګه د مشرانو جرګې ته واستول شو، نوموړي تر دغه مهاله زیات شمېرکتابونه لیکلي و او په خپلو همعصرو کې یې د یوه اوچت لیکوال نوم ګټلی و.
په ۱۸۴۱م کال په فرانسه کې سیاسي بدلونونه منځته راغلل، حکومت متزلزل ؤ، د فرانسې ولس له ګنو ستونزو سره لاس او ګرېوان معلومېده، همدغه مهال د فرانسې جمهوري غوښتونکي ګوند د نامتوشاعر «لامارتین» په مشرۍ یو موقتي حکومت جوړ کړ او په خپل هېواد کې یې جمهوري نظام اعلان کړ، په دغه موقتي حکومت کې ویکټورهوګو د پوهنې د وزارت په دنده مقرر شو؛ خو د همدغه کال په عمومي ټاکنو کې د ناپلیون بناپارت وراره «لويي ناپلیون» د جمهوررئیس په توګه وټاکل شو. لویي ناپلیون ډېر ژر په یوه مستبد واکمن بدل شو، ده په ۱۸۵۱م کال کودتا وکړه او د «دریم ناپلیون» په نامه یې د فرانسې واک په لاس کې ونیو.
ویکټورهوګو ددغه ناپلیون د استبدادي رویې له پیل څخه له ده سره په مخالفت لاس پورې کړی و، هوګو به دده پرضد ویناوې کولې، د بې وزلو په پلوي به یې خبرې کولې، خوکله چې لویي ناپلیون کودتا وکړه، هوګو خپل مخالفت ته لا شور او زور ورکړ او د خلکو په منځ کې یې اعلامیه خپره کړه، چې «ناپلیون خاین دی، هغه اساسي قانون ترپښو لاندې کړی دی، هغه خپله ژمنه ماته کړې او د قانون له چوکاټه وتلی دی.»
هوګو دغه ناپلیون ته د کبیرناپلیون پرځای د حقیرناپلیون نوم ورکړ.
په پایله کې ناپلیون بریالی شو، د هوګو په ګډون ۸۴ تنه د عامه امنیت تخریبوونکي معرفي شول او د فرانسې له خاورې تبعید کړی شول. هوګو د څه وخت لپاره په «بروکسل» کې پاتې شو، بیا «انګلستان» ته ولاړ، لومړی یې د «ژرسي» او بیا یې د «کرنسي» په جزیره کې د تبعیدۍ عمر تېراوه.
ویکټور هوګو د خپل تبعید په وخت کې چوپ پاتې نه شو، تر ټولو زړه وړونکي اثار او اشعار یې همدلته ولیکل. «بېنوایان»، «د پېړیو افسانې»، «د جنایت تاریخ»، یو بل جنجال پاروونکی کتاب «وړوکی ناپلیون» او ځینې نور کتابونه یې د همدغه جلاوطنۍ د وخت ثمره ده. دغه کتابونه به په پټه فرانسې ته لېږل کېدل او هلته به د خلکو لاس ته ورتلل. په دې ډله کې د «وړوکي ناپلیون» کتاب د لومړي ځل لپاره فرانسې ته د کب په ګېډه کې د قاچاق په ډول رسېدلی و.
په ۱۸۵۹م کال دریم ناپلیون ټولو سیاسي تبعیدانو ته بښنه وکړه، مګر ویکټورهوګو په دغه بښنه باور ونه کړ او ویې ویل چې د ناپلیون دغه بښنه ددې په معنا ده، چې موږ باید نور دده پر کړنو نیوکې ونه کړو.
په ۱۸۷۰م کال کې د فرانسې امپراطوري ړنګه شوه، په فرانسه کې جمهوري حکومت رامنځته شو او هوګو له ۱۹ کلن تبعید او جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته راستون شو او دلته د فرانسې د خلکو له خوا له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو.
هوګو دغه مهال ۶۸کلن و او څوځله د فرانسې د شورا د غړي په توګه د خلکو له خوا وټاکل شو.په ۱۸۸۲م کال چې د هوګو عمر۸۰ کلنۍ ته ورسېد، د فرانسې خلکو دده د زیږېدنې د جشن توده لمانځنه وکړه. په دغه جشن کې «۶۰۰۰۰۰» خلکو هوګو ته د وخت د شهکار نوم ورکړ. دا هغه مهال ؤ، چې د هوګو ټول اثار په ټوله فرانسه کې لاس په لاس ګرځېدل او حتی زیات کتابونه یې د نړۍ په نورو ژوندیو ژبو هم ژباړل شوي وو.
په ۱۸۸۵م کال هوګو ته ناروغي پیدا شوه او د ناروغۍ اوازه یې په هرځای کې خپره شوه، ډېرو خلکو به دده د ناروغۍ پوښتنه کوله، په پای کې ویکټورهوګو په همدغه کال د مۍ په ۲۲نېټه د جمعې په ورځ د ۸۵کلو په عمر مړ شو او داسې وصیت یې وکړ:
له خپلو شتو څخه ۵۰۰۰۰ فرانکه بې وزلانو ته بښم.
هیله من یم، چې زما جسد د فقیرانو په تابوت کې هدیرې ته یوسئ.
د کلیسا له دعا او بښنې غوښتو څخه بېزاره یم.
غواړم ټول خلک راته دعا وکړي.
پر خدای بشپړ ایمان لرم.
د فرانسې حکومت د ویکټورهوګو په مړینه ملي ماتم اعلان کړ او خاورو ته یې د سپارنې په مراسمو کې تر دووملیونو زیاتو کسانو ګډون وکړ، د ویکټورهوګو قبر «پانتون» ته نږدې د «لوګزامبورګ» په پارک واقع دی. د هوګو د قبر ترڅنګ ۱۷کاله وروسته د فرانسې یوبل وتلی لیکوال «امیل زولا، ۱۸۴۰م-۱۹۰۲» هم خاورو ته وسپارل شو.
د هوګو اثار
۱: د ځوانۍ د وخت لومړني اثار: هخامنشي، بوډا ګالز، کاکوس، هغه حماقتونه چې ما له زیږېدا مخکې کول.
۲: د شعرونو مجموعې: ختیځوال، وړانګې او سیوري، باطني غږونه، د شفق نغمې، د پېړیو افسانې، د خزان پاڼې، اغاني او قصیدې، د شیطان عاقبت، بدمرغه کلونه، د ګلو وروستنۍ ګېډۍ او بېلابېل شعرونه…
۳: رومانونه: بېنوایان، نودوسه، د یوه محکوم وروستۍ ورځ، نترلام دوپاري، بوکژارګال، کوڅه ډب کلود، هغه سړی چې خاندي ،سمندري کارګران او نور…
۴: ډراماتیک او تیاتري اثار: بادشاه هم تفریح کوي ،ارناني ،تیاتر په آزاده هوا کې، ماري تودور،کرمول، ری بلاس، ماریون دلورم، آمی روبسار، لوکرس بورژیا…
۵: څېړنیز او تاریخي اثار: فلسفې او ادبیاتو مخلوط، وړوکی ناپلیون، ویلیام شکسپیر، اعمال او خبرې، د یوه جنایت تاریخ، د آلپ او پیرنه غرونه، فرانسه او بلژیک، مشهودات، مکاتبه او نور ګڼ لیکونه
د ویکټورهوګو په داستاني اثارو کې «بېنوایان» د هغه ترټولو مهم او مشهور اثر بلل کېږي. دا یو لوی رومان دی، اتو سوو مخونو ته رسېږي او تقریباً د نړۍ په ټولو یا زیاترو ژوندیو ژبو باندې ژباړل شوی او تر اوسه ګڼ فلمونه ورنه جوړ شوي دي.
هوګو د بېنوایان په سریزه کې لیکلي:«ترڅو چې ددغې پېړۍ درې لويې مسئلې یعنې د فقر او پرېشانۍ په واسطه د سړي رسوا کېدل، د لوږې په واسطه د ښځې انحطاط او د تیارې په واسطه د ماشوم نیمګړي کېدل حل نه شي… ترڅو چې جهل او فقر حکومت کوي، ددې کتاب په شان رومانونه به ګټه ونه لري.»
ویکټورهوګو په خپل دغه اثر کې د خپلې ټولنې احوال ترسیموي او کله چې یې موږ لولو، نو د هماغه وخت فرانسه مو سترګو ته دروي.
د بېنوایان اثر مزکزي کرکټر «ژان والژان» نومېږي، ژان والژان بدرنګه څېره لري، په یوه بې وزله کورنۍ کې سترګې غړوي، د ماشومتوب په دوران کې له زده کړې څخه محروم پاتې کېږي، د نوې ځوانۍ پرمهال مور او پلار له لاسه ورکوي، مور یې د ناروغۍ له کبله سترګې پټوي او پلار یې چې باغوان دی، د یوې ونې د راغورځېدو او له هغو څخه د ورلاندې کېدو له امله له ژوند سره مخه ښه کوي.
د هوګو لنډې ويناوې:
ناکام خلک انرژي نه، بلکې اراده او هوډ نه لري.
تر ټولو ستر امتحان اخیستونکی خدای(ج) دی او تر ټولو کوچینی امتحان ورکوونکی د هغه بنده.
هېواد ته خدمت نیمه دنده ده.
بدبختي د انسان عقل او پوهه روزي.
له هغه چا سره مینه وکړه، چې ستا د مینې وړ وي، نه د مینې تږی. ځکه د مینې تږی یوه ورځ مړېږي.
هغه خلک بې معنا دي، چې د نورو پېښې کوي.
زوړ ملګری تر ټولو ښه هنداره ده.
زه په خپل کتاب کې یوازې یو انځور ګورم، هغه زما د مور دی.
فلسفه د فکرونو میکروسکوپ ده.
زه هغه څوک ژوندی بولم، چې تل مبارزه کوي؛ بې مبارزې ژوند پخپله مرګ دی.
هغه قلم چې د خیر په کار کې ونه خوځول شي، مات دې شي.)
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې اکمل نيکبين، صادق الله صادق او نصرت ارمان شعرونه وويل، احمد جنيد بابکرخېل، نورالحق حداد، افتخار جانان، انعام الله، نور عمر، رشيد اتل، ثناءالله ځواب، رحيم الله رومان او عطاء الله ځواب هم د بنډار ګډونوال وو.
د بلې ناستې لپاره احمد جنيد بابکرخېل ژمنه وکړه، چې پر مارکسيزم به وغږېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي