د مازیګر بنډار اتلسمه ناسته وکړه!

ګزارش: نور عمر
[pukhto]
د مازیګر بنډار اتلمسه ناسته د جنوري په اتلسمه سهار لس بجې په مازیګر کتاب پلورځي کې پیل شوه!
هارون راعون په درېیمه سترګه خپل تیار کړی لیکچر ګډوانو ته وړاندې کړ.
نوموړي وویل؛ درېیمه سترګه ډېره پراخه موضوع ده، دا موضوع په نورو هېوادونو کې ډېره سولېدلې ده؛ خو دلته لا د چا پام ورته نه دی شوی او هر چاته نوې ښکاري.
د درېیمې سترګې په اړه یې وویل چې دا د روحانیت بحث، احساس او تصور دی. درېیمه سترګه شتون لري، د دې موقیعت د وروځو او دوه سترګو په منځ کې دی.
روحانیت وايي زمونږ دغه سترګې کافي نه دي، بلکې هغه کیفیات چې زمونږ په باطن کې دي، دا یې نشي لیدلی.
د هغو کسانو چې درېیمه سترګه نه وي فعاله دوی تل د کمترۍ، وروسته پاتې والي او د خپل ځان د بدرنګ والي احساس کوي.
د کومو اشخاصو چې درېیمه سترګه فعاله وي، هغوی هیڅ وخت د کمترۍ او نا امېدۍ احساس نه کوي.
هارون راعون زياته کړه چې د بودمت او هندومت مذهب وايي انسان شپږ سايکلې يا چاکراګانې…… دي چې عبارت دي له:
۱ـ مولادهارا؛ دا په شرمګا کې ده، کریمزي رنګ لري او د کومو اشخاصو چې دغه چاکرا فعاله وي هغوی شهامت او قدرت لري.
۲ـ شوادهستان؛ دا د انسان تر نامه لاندې وي او د انسان د جنسي غریضې، عواطفو او احساساتو لپاره کار کوي.
۳ـ ماني پورا؛ دغه چاکرا زیړ رنګ سره پیدا کېږي او انسان د نوم له پاسه وي، که دا چاکرا چرته فعاله وي، نو انسان به هسې د خوشالۍ احساس کوي، د ارادې او اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ډېره اړینه ده.
۴- اناهاتا؛ د سینې منځ کې وي، چاکرایي قلب هم ورته وايي او په شین رنګ پېژندل کېږي، دا سايکل د عشق او محبت دی، هغه خلک چې په هر چا میئنېږي دا چاکرا یې فعاله وي او په دوامداره غم او غوسې سره بېرته غير فعاله کېږي.
۵ـ ویشودارا؛ دغه چاکرا په غاړه کې وي او د حقیقت او له نورو سره د همکارۍ لپاره کار کوي.
۶ـ اجناء؛ دا هماغه درېیمه سترګه ده چې د وروځو منځ کې وي او د انسان د هوښیارتیا او ځيرکتيا لپاره کار کوي، د ډېر حساسیت سره بېرته غیر فعاله کېږي.
هارون وویل؛ د درېیمې سترګې د فعالولو لپاره لاندې تمرینونه پکار دي.
۱ـ مراقبت، خلوت یا سکوت، البته هغه سکوت چې ذهني وي، نه دا چې خوله بنده کړو او ووایو مونږ سکوت وکړ، نه داسې نه ده، بلکې مونږ باید ذهني سکوت اختیار کړو چې درېیمه سترګه مو فعاله شي.
۲ـ سترګې پټول، ژور ساه اخیستل او بیا پرېښودل .
۳ـ تندی مږل او فشار ورکول
۴ـ د سترګو ګرځول څلورو خواو ته
۵ـ وروځې او باڼه پورته کول
۶ـ ذهني تصویر اخیستل، په دې مانا چې مونږ کله سکوت اختیارو او سترګې بندو، باید د یو ځای يا يو شي تصویر واخلو او په هماغه تمرکز وکړو.
۷ـ ظاهري او باطني پاکوالی هم زمونږ د درېیمې سترګې په فعالولو کې زیاته مرسته کوي.
۸ـ اوږده سجده کول
۹ـ اسمان او ستورو ته ژور کتل
هندوان د درېیمې سترګې د تمرین پر مهال (اووم) چې د دوی یو ډول اواز دی او د خاموشه چغې مانا ورکوي؛ دلته د اووم بدیل د شهادت کلمه ده چې باید په لوړ اواز د تمرین پر مهال وویل شي، په تفصیل المیزان کې هم راغلي چې نیک او صالح اعمال مو د زړه سترګه پاکوي، دلته یې د زړه سترګې نه مطلب هماغه درېیمه سترګه ده.
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه ، چې ذاهد افغان، نصرت ارمان، نقیب الله فاروق، غیرت مل محمدزي او عزت الله ځواب شعرونه وویل.
هېره دې نه وي چې په بنډار کې، امین حسن، عطاء الله ځواب، سبحان الله برداشت، مسعود ضیاء، نورالحق حداد، حزب الله شهباز، محمد خان ذهين، مجیب الله غریب دوست، یاسین علي، انعام الله انعام او امتیاز نجیبي هم برخه اخستې وه.
د بلې ناستې لپاره امتياز نجیبي ژمنه وکړه، چې په پښتو شعر کې د تصوف په سمبولونو لېکچر وړاندې کوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي