د مازیګر بنډار اتمه ناسته وکړه

ګزارش ـ نور عمر
[pukhto]
د مازیګر بڼدار خپله اتمه ناسته د میزان په اتلسمه، سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې وکړه.
د بنډار په لومړۍ برخه کې عزت الله ځواب په ژورنالیستیکه مرکه باندې خپل تیار کړی لیکچر ګډونوالو ته وړاندې کړ. ( نوموړي په مقدماتي خبرو کې د مرکې په ارزښت خبرې وکړې، ورپسې یې د مرکې تعریف وکړ. هغه وویل: ژورنالیستیکه مرکه د مخامخ خبر لاسته راوړلو وسیله ده. زیاته یې کړه چې له مرکې خبر هم جوړېدای شي او د نومیالیو خلکو سره مرکې په خلکو اغېز ښندي، مرکو ته خلک په تمه وي، مرکه خبري سوژې ته قوت ورکوي، د مرکې له لارې د ژورنالیست زیرکتیا معلومېږي او دا یې هم وویل چې د پوهاندو ـ پوه اشخاصو او د کمزورو اشحاصو مرکې سره توپیر لري.
د دې سربېره نوموړي د مرکې ډولونه په درې برخو وویشل چې عبارت دي له ۱ـ مخامخ مرکه ۲ـ تلیفوني ۳ـ لیکلې، ښاغلي ځواب خپله خبره په مخامخ مرکه شروع کړه، هغه وویل؛ مخامخ مرکه کې ګردي مېزونه او مطبوعاتي کنفرانسونه هم راځي.
ځواب خپلې ډېری خبرې په دې وکړې چې مرکه څنګه کېږي؟
هغه وویل ۱ـ مرکه کې سوژه ( موضوع) تر ټولو مهمه ده. ۲ـ مرکې ته د شخص پيدا کول. ۳ـ د شخص او موضوع تړاو. ۴ ـ ژورنالیست یا مرکچي ته پکار دي چې له وړاندې نه د مرکې لپاره مقابل لوري نه وخت واخلي او ورته پوښتنې جوړې کړي. ۶ـ ژورنالیست باید د پوره چمتو والي سره مرکې ته لاړ شي. ۷ـ ژورنالیست باید مرکې ته له ټاکلي وخت لږ مخکې لاړ شي، ترڅو يې ترافیکي او دې ته ورته ستونزې د مرکې مخنیوی ونکړي. ۸ ـ ژورنالیست باید خپل وسایل چک کړي، هغه که قلم،کتابچه، ریکارډر او که بالتۍ وي. په دې هم خبرې وشوې چې کله ژورنالیست د مرکې ځای ته لاړ شي د مرکې پر مهال باید څه وکړي؟
هغه وویل: ـ لومړۍ پوښتنه ډېره مهمه ده نو باید په لومړۍ پوښتنې ډېر کار وشي او ژورنالیست باید له دې ځان وساتي چې مرکه کوونکي ته ووايي ځان راوپېژنه؟ ـ په لاس تودونکو خبرو مرکه شروع کړه، مطلب موضوع ته په غیر مستقیم ډؤل ننوځه. ـ ژورنالیست ته پکار دي چې په لومړي سر کې مرکه کوونکی وهڅوي چې د زړه خبرې ورسره شريکې کړې. ـ ژورنالیست باید د مقابل لوري خبرو ته غوږ ونيسي، سر وخوځوي او دوام ورکړي. ـ ژورنالیست باید لومړی په خپلو پوښتنو مرکې ته دوام ورکړي ځکه قوت لروونکي پوښتنې د مرکې په جریان کې پیدا کېږي. ـ د مرکې پرمهال منطقي بحث وکړه، ځکه ته به هلته مدعي یې! ـ ژورناليست باید ځواب واوري او بیا بله پوښتنه وکړي. ـ ژورنالیست باید ډاډه اوسي، نوټ دې واخلي او مهمه خبره دا ده چې هغه باید د نوټ اخیستلو وخت کې شیفري نوټ واخلي، د بېلګې په توګه ملګري ملتونه باید په م. م ولیکي. په لېکچر کې د مرکې لپاره ځينې سپارښتنې هم وې: د مرکې په وخت داسې پوښتنې مکړئ چې د مرکې فضا خرابه کړي او مرکه په خپل کنټرول کې وساتئ او تاسو باید سختې پوښتنې وروسته وکړئ، نوموړي تاکید وکړ چې ښه ژورنالېست به ښه مرکه مخ ته وړي.
ځواب ويل: د مرکې د ترسره کؤلو وروسته باید تاسې د مرکه کوونکي شمېره، پوره پته او ایمیل ادرس واخلئ. په لېکچر کې دې ته هم اشاره وشوه چې ځینې صحنې په ذهن کې وساتئ.
د لیکچر په وروستۍ برخه کې د مرکې چمتو کؤلو باندې خبرې وشوې. ـ عنوان مرکې ګډې وډې کېږي نو تاسو باید څه وکړئ؟ تاسې باید د مرکې پرمهال د مرکې تصویر ذهن کې وساتئ
ـ لیډ ( سریزه) ـ متن ډېر مهم دي او دا یې هم وویل چې ژورنالیست بایدله عدالت او بې طرفۍ نه کار واخلي.
ځواب زیاته کړه چې د مرکې وړاندې کؤل په څلورو شکلونو باندې دي، چې عبارت دي له ۱ـ سوال او ځواب ۲ـ رپوټ یا خبر په څېر ـ۳د فېچر یا داستان په شکل او د ګډ سبک په شکل. په اخر کې یې یې وویل کله چې د مرکې ټول مراحل وشؤل او وړاندې شوه نو باید مرکه کوونکی خبر کړئ چې هغه هم خپله مرکه وګوري يا يې واوري.
د عزت الله ځواب نه وروسته ښاغلي باز محمد عابد په راډیوي مرکه لنډې خبرې وکړې او د مشال راډیو لپاره یې د بنډار له ملګرو نه نظرونه واخیستل.
د ناستې په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې زاهد افغان، مهربان ستومان، صادق الله صادق، احمد جمال جمال، نورستان شینواري، اسیر مشواڼی، قند اغا عاصم، میوند شینواري، محمد قیوم عباسي، زلمي زایل، نصرت ارمان، باز محمد عابد، عزت الله ځواب او ميوند شينواري پکې خپل شعرونه واورول، خوشال مومند ترنم وکړ او وړې هوسۍ خپل زده کړی شعر وړاندې کړ. هېره دې نه وي چې په ناسته کې عبید بشیر، زاهد ادیب، عیسی حمزه خیل، پژواک ساپي، شیر بهادر، نورالحق حداد، حزب الله شهباز، افتخار جانان، عبدالباسط، احمد رشاد او زاهد احمد هم ګډون کړی ؤ، د راتلونکې بنډار لپاره ميوند شينواري ژمنه وکړه؛ چې په شعر او نظم به خبرې وکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي