د مازیګر بنډار دولسمه ناسته وکړه!

ګزارش ـ نور عمر
[pukhto]
د مازیګر بنډار دولسمه ناسته د ډسمبر په اوومه سهار لس بجې په مازیګر کتاب پلورځي کې پيل شوه.
د بنډار په لومړۍ برخه کې صادق الله صادق د مطالعې په ارزښت خپل تیار کړی لیکچر ګډونوالو ته وړاندې کړ.نوموړي وویل چې موږ باید د مطالعې نه مخکې کتاب وپېژنو، هغه وویل کتاب هغه ملګری دی چې په لوستو یې وجدان ارام او روح ته سکون پیدا کېږي.
صادق زیاته کړه؛ ښاغلی معین وايي چې مطالعه بېلابېلې ماناوې لري، چې یوه مانا یې د کتاب لوستل یا د یوې لیکنې نه مفهوم اخیستل دي.
صادق د مطالعې په ارزښت لاندې څو خبرې وکړې چې..
ـ مطالعه د ژبې زده کړه کې حیاتي رول لري.
ـ د کمال درجې ته مو رسوي.
ـ هغه مهارت دی چې ډېر څه پرې لاسته راوړلای شو.
ـ مطالعه کولای شي چې مونږ سره لیکچرونو کې مرسته وکړي تر څو نورو ته ډېر څه ورانتقال کړو.
صادق د مطالعې د ارزښت بېلابېل لیدلوري هم واضح کړل چې عبارت دي له
۱ـ ټولنیز
۲ـ اقتصادي
۳ـ ارواپوهنیز
۴ـ کلتوري
۵ ـ کورنۍ او کتاب
ښاغلي صادق د مطالعې درې شرطونه وښودل
۱ـ درک کول: یعنی مونږ او تاسو باید د مطالعې نه یو څه فهم هم واخلو چې ذهن ته مو نوي څه ورننوځي
۲ـ عادت: په دې مانا مونږ او تاسو باید مطالعه د ډوډۍ غوندې عادت کړو.
۳ـ مینه: که مونږ او تاسو له مطالعې سره مینه ونلرو نو دا ناممکنه ده چې یو څو مو ذهن ته لار وکړي، ځکه د هر څه سره لومړی مینه پکار ده بیا یې کول پکار دي.
د مطالعې وختونه سهار، ورځ او شپه؛ مونږ باید سهار وخت کې ډېره مطالعه وکړو ځکه چې سهار کې زمونږ ماغزه پوره سل فیصده کار کوي، خو غرمه بیا زمونږ ماغزه نیم په نیمه کار کوي او د شپې خو که مطالعه کوو نو بیا به د سهار په نسبت دېرش فیصده کار کوي.
صادق د مطالعې لپاره ځایونه هم مشخص کړل ده، ځانګړې خونه ۲ـ اړین توکي۳ـ خنډونکي شیان له ځان نه لیرې کول ۴ـ چوپیتا ۵ ـ درناوی ـ موسیقۍ او خبرو نه ډډه کول.
مطالعه خپل اصول لري چې عبارت دي له ـ ارام ماغزه ـ خوراک څښاک ـ رڼا ـ شور نه باید لیرې اوسو.
ـ خوشالي او غم: مطلب په زیاته خوشالۍ او زیات غم کې هم مطالعه نه ده پکار
ـ وېره: وېره کې هم مطالعه نه ده پکار
ـ تفریح: باید تفریح هم وکړو او همداسې نور…..
په ورستیو کې د مطالعې په ګټو هم خبرې وشوې صادق وویل مطالعه مونږ ته ډېرې ګټې لري خو مونږ پرې مختصر غږېږو ـ مطالعه یواځینی دوست دی چې فریب نه درکوي. ـ غم دې ورکوي. ـ خوښۍ زیاتوي. ـ کتاب د شپې او ورځې درسره وي. ـ ښوونکی دی که هر وخت دې پکار شو نو ملاتړ دي کوي. ـ وسوسې او غمونه له منځه وړي. ـ نصیحت کوونکی دی. ـ ایمان پیاوړی کوي. ـ علم ترې لاسته راځي. ـ معلومات زیاتوي او په تمامه مانا د دنیا او اخرت ګټه ده.
***
د بنډار په دويمه برخه کې مشاعره وشوه چې ذاهد افغان، جمرو خان زیارکښ، نیاز علي خاکسار، افتخار جان، جاوید شینا، احمد جمال جمال، نصرت مومند، میوند شینواری، قند اغا عاصم، صادق الله صادق، قهار مومند، نصرت ارمان، غیرت الله خاطر، زبیر ودان، عزت الله ځواب او وړې هوسۍ شعرونه وویل.
هېره دې نه وي چې په بنډار کې مبارک شاه داودزي، عطاء الله ځواب، ثناء الله ځواب، نثار ځواب، رحیم الله رومان، سبحان الله برداشت، نورالحق حداد، حکیم الله، اختیار درانی، انعام الله، نعمان نبي، مسعود ضیا، نعمت الله صدیقي او پامیر خان ونډه اخیستې وه.
د راتلونکې ناستې لپاره نعمت الله صدیقي ژمنه وکړه چې د ممتاز اورکزي د شاعرۍ پر نوي کتاب (زخمک) به خبرې وکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي