67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د مازیګر بنډار شلمه ناسته وکړه

ګزارش: نصرت ارمان

[pukhto]
د فبرورۍ په لومړۍ نېټه، سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې عزت الله ځواب پر ګزارش ليکلو خپل چمتو کړی لېکچر ګډونوالو ته وړاندې کړ.
(ګزارش د خبري ژانرونو يو ډول دی، کله چې د ژورنالېزم مسلک عام شو، نو ژانرونه هم رامنځ ته شول او ورسره ژورنالېستانو ته د کار ساحه پراخه شوه.
په ژورنالېزم کې درې ډوله ژانرونه لرو چې خبري، تحليلي او ادبي ژانرونه ورته وايو، خو موږ دلته يواځې په خبري ژانر غږېږو.
خبري ژانر درې ډوله دی خبر، راپور يا ګزارش او مرکه.
په مرکه خو اتمه ناسته کې خبرې وشوې، اوس به په خبر او ګزارش وغږېږو!
هره غيرې عادي پېښه خبر دی، يا خبر د خپروونکي ګټه او د لوستونکي اړتيا ده. خبر هغه پيغام دی چې کېدای شي دروغ شي یا رښتيا. شايد موږ خوشاله او يا مو خواشيني کړي!
چا،څه ، کله، چېرته، څنګه، ولې پوښتنې په خبر او ګزارش کې ځوابېږي.
يو ايرانی ژورنالېست وايي: د هغو شپږ پوښتنو تر څنګ چې بايد په ګزارش کې ځواب شي، ځينې نورې پوښتنې هم ځوابول غواړي چې څه وايم؟ چا ته يې وايم؟ له کومې رسنۍ خپرېږي؟
د ګزارش تعريف موږ داسې کولی شو چې د خبر تفصيلي بڼه ده.
همدارنګه د څېړنې او سپړنې ګروپي پوښتنې پايلې ته ګزارش يا راپور ويل کېږي.
له خبر سره يې توپير په دې کې دی چې خبر ژر زړېږي او د ګزارش عمر اوږد وي.
ګزارش له درېيو برخو جوړ دی، عنوان، ليډ او متن، د پاڼې په سر کې بايد ګزارش ليکونکی خپل نوم وليکي، بيا سيمه او نېټه.
ګزارشونه په مختلفو شکلونو ليکل کېږي، پخوا به اول مقدمه ليکل کېده، بيا به اصلي موضوع ته راتګ کېده او بيا به نتيجه وه. يا اول به لاس ته راوړنې وې، بيا به ستونزې او وروسته به يې وړانديزونه ځايول!
خو اوس د سرچپه هرم په شکل ګزارش ليکل عام شوي دي، دا د خلکو توجه ژر جلبوي.
په ګزارش کې ليډ د رمې هغه اوزګړي ته ورته دی چې ګنګړی يې په غاړه وي او نورو ته لارښوونه کوي.
ليډ لومړۍ پام اړونکي جمله ده، چې له شپږو پوښتنو درې يا څلور ځوابوي.
په ګزارش کې لس معيارونه دي: په زړه پورې والی، تازه والی، دقت، توازن، جزيئات، بګراونډ، ليډ، سټرکچر، نقل قولونه او روڼتيا يا روښانوالی!
ګزارش بايد منطقي تسلسل ولري، له مستقيم او غير مستقيم نقل قولونو په کې کار اخېستل شوی وي، مهمې خبرې په کې اوسي!
په ګزارش کې د ارقامو او اعدادو ليکلو ته ډېر پام په کار دی، که ځينې شمېرې څه په کليمو او څه په اعدادو وليکو؛ نو لوستونکو ته به اسانه وي، مثلاً: يو ميليون او ۲۰۰ زره).
د لېکچر په پای کې عزت الله ځواب د بنډار له ملګرو سره په شريکه د هند په تجارتي سياليو کې د څلور افغان لوبغاړو په اخېستنه يو لنډ ګزارش وليکه.
وروسته مشاعره وشوه، چې افتخار جانان، زاهد افغان، قدير ملنګ، هارون راعون، نقيب الله فاروق، ظاهر، نديم شينواري، ځواب او نصرت ارمان په کې شعرونه وويل.
ياده دې وي چې حزب الله شهباز، ذاکر احساس،غيرت مل محمدزی، ډاکټر معاذ الله، عابد، ساحل، نورالحق حداد، انعام الله، ياسين علي، ثناءالله ځواب، رحيم الله رومان، نثار ځواب، عطاءالله ځواب او هوسۍ مينه د بنډار ګډونوال وو.
د راتلونکې ناستې لپاره ما (نصرت ارمان ) دکتاب په بازار خبرې کول په غاړه واخيستل.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

و خاندئ چې ښکلي شئ!
په ځان باور څومره مهم دی؟
درد
د پښتون د ژوند کتاب
هسې یوه خبره مې کوله
د مازیګر بنډار اتمه ناسته وکړه
د افغانستان راتلونکې
د لقمان حکیم نصیحتونه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2018
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
2425262728  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /