د مازیګر بنډار لسمه ناسته وکړه

ګزارش ـ نور عمر
[pukhto]
د نومبر په درویشتمه، سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې د مازیګر بڼدار لسمه ناسته ترسره شوه.
د بنډار په لومړي سر کې احمد جمال جمال پر پښتونولۍ تيار کړی ليکچر ګډونوالو ته وړاندې کړ.
جمال وویل: مونږ په پښتو او پښتونولۍ دواړو خبره کوو. چې پښتونولي د پښتو اصول نامه ده، پښتونولي د اساسي قانون په څېر یو قانون دی چې په دې یوازې پښتانه عمل کوي.
پښتو او پښتونواله په دوه لهجو کې داسې کليمې دي چې يو خاص او پراخ مفهوم لري. د پښتنو ټول عرف، عادات، تعاملات او مناسبات په ځان کې رانغاړي.
د پښتونولۍ په حکم سړی له ځانه تېرېږي، خو پښتونولۍ نه ځان نه اوباسي.
حبیبي صېب وايي: پښتونولي په کور او حجره زده کېږي.
جمال زیاته کړه چې پښتو ژبه ده او په مجازې ډول رښتیا او حقیقت ته وايي، یو چاته د بې پښتو خطاب کول درانه ښکنځل دي. هر قبیلوي سړی کوښښ کوي د پښتو صفات ځان کې راولي او په نورو یې ومني.
جمال وویل: پښتونولي ډېرې تړې او نرخونه لري، خو مونږ پرې لنډه خبره کوو.
۱ـ غچ: د انتقام مانا ورکوي، غچ پرېښودل په قبیلوي مناسباتو کې د بې غیرتۍ په مانا راځي. پښتانه چې سل کاله وروسته هم غچ واخلي نو وايي چې تلوار مې وکړ. په غچ اخستلو کې دعمل شدت کله کله (پګړه) هم منځ ته راوړي، د پګړې غچ اوس نشته؛ خو یو وخت یې ډېر زیانونه رسولي دي. همدا وجه وه چې باچا خان په پښتنه ټولنه د عدم تشدد لپاره کار کاوه چې په خلکو کې د مهربانۍ او بښنې ماده قوي شي.
۲ـ د جلۍ د سپکوالي ناغه.
که پښتنو کې يوه جلۍ د چا په نوم شي او بیا د هلک خوښه نه وي او یا د کورنۍ صلاح ونشي، دا په نرخ کې معلوم تاوان لري. ۱۲۰۰ غجرې، ۲ پسونه، د جلۍ پلار یا بل واکدار ته ورکوي.
۳ـ دستار یا پټکی
حمزه بابا وايي:
ستا د تندي ګونځې مې پښتو زغملی نشوې
جوړ مې په پټکي کې خود د ول د پاسه ول که
پټکی یا پګړۍ د دستار مانا ورکوي، خو په اصطلاح کې د نارینتوب علامه ده.
جمال وويل؛ لکه څنګه چې په پښتني ټولنه کې د ښځې ټیکری د قدر وړ دی، همداسې د نارینه پټکی هم د قدر وړ دی.
خوشال خان خټک وايي: دستار تر اسلام وړاندې یوازې د پادشاهانو جامه وه.
۴ـ کسبګر….: اباسین یوسفزی وايي:
څوک چې د هنر کالی په کور لري
سوال نه پیدا کېږي چې نهر به وي
کسبګر د ټولنې په اقتصادي، فرهنګي او کلتوري وده کې ستر رول لوبوي، خو بیا هم پښتانه ورته دروند نظر نه کوي.
په دستار نامه کې د دستار لپاره دوهم شرط کسب او کمال دی، ډېر بې هنره ملکان او خانان له پټکي محرومېدی شي.
۵ـ تیږه…. حمزه بابا وايي
زما او د رقیب خو به خود تیږه ماتېدله
اشنا چې داسې تا ورسره سترګې جنګولې
تیږه ایښودل د پښتني قانون یو محکم دود دی او د سولې او امن یو ښکاره اعلان دی.
کله کله چې د دوه خېلونو او قومونو ترمنځ د جنګ جګړې لانجه پېښه شي، نو د قام سپین ږیري، مشران او ملایان یې ترمنځ تیږه ږدي.
مونږ درې مشهورې تیږي لرو. ۱ـ د عیسی تیږه ۲ـ د موسی تیږه ۳ـ د احمدزیو تیږه.
۶ـ پېغور..
پېغور د پړ یانی ملامت برخه ده. د کوم سړي چې پېغور په برخه شي له وطنه وځي او که پاتې شي او پېغور څوک ورپه یاد کړي نو ډېره سخته مقابله ورسره کوي.
۷ـ روغه…
د جوړې سره یو مفهوم لري او سولې ته هم روغه ویل کېږي. که چیرته یو سړی له بل سره یا یوه قبیله د بلې قبیلې سره جګړه او دښمني بس کړي او دوستي ورسره وکړي دې ته روغه ویل کېږي.
۸ـ میراته….
په قبیلوي بدیو کې هغه شدید عمل ته میراته وايي چې یو خوا د بلې خوا د سړي یا سړیو پر کور حمله وکړي او په هغه کې ټول نارینه قتل کړي. د میراتې او پګړې توپیر دا دی چې په پګړه کې ښځې هم وژل کېږي، خو په میراته کې یوازې نارینه وژني.
جمال د پښتو په تړو کې جرګه هم وښوده او ویې ویل چې پښتني دود کې جرګې او مرکې ډېر اوچت ځای لري، د جرګې پرېکړه په پښتنو کې د یو قانون حکم لري او هر څوک چې د جرګې له حکم نه سر غړوي، پړ ګڼل کېږي او ټاکلې سزا هم ورکول کېږي.
جمال د ليکچر په ورستیو کې یرغل باندې هم خبره وکړه، هغه وویل یرغل د هجوم او تیري مانا ورکوي. هغه څوک چې یرغل کوي، یرغلګر بلل کېږي. یرغل کوونکي چې ونیول شي وژل کېږي او یا یو ( نوغی) پرې ږدي او بیا يې خوشې کوي.
د بنډار په دويمه برخه کې مشاعره وشوه چې: زاهد افغان، نورستان شینواري، ذاکر الله احساس، سهار ګل احساس، زلمي زایل، خان اغا دریاب، هارون راعون، غیرت الله خاطر، میوند شینواري، احمد جمال جمال، افتخار جانان، نصرت ارمان، عزت الله ځواب، محراب ګل مخلص، هوسۍ مینې پکې شعرونه وويل او عبدالسلام بسمل په خواږه غږ ترنم وکړ .
یاده دې وي چې په بنډار کې نورالحق حداد، حزب الله شهباز، عطاء الله ځواب، رحیم الله رومان، ثناء الله ځواب،الیاس الفت، شرافت ذاکري، نعمان نبي خطاط، محمد رحمن او حکم الله هم ګډون کړی ؤ.
د راتلونکي بنډار لپاره ډاکټر خان اغا دریاب ژمنه وکړه چې په جنسي انحرافاتو به وغږېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي