67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د مذهبي جنونیانو او امریکې یارانه

خلیل کمال

[pukhto]
نن چې څومره افراطیت او مذهبي جنونیت د پښتنو په سیمه کې خپور دی او په تېره بیا زموږ لوستي قشر ته یې هم لار کړې ده، تعلیمي موسسات مو هم خوندي نه دي او هره ورځ په یوه او بله پلمه لویو لارو ته راوځي د نظام او حکومت ضد شعارونه ورکوي او په ډېرې اسانۍ په هغه چا د کفر ټاپه وهي چې له دوی سره نه دي.
که ددغه افراطیت په اړه په غور څېړنه وشي جرړه یې بېرته امریکې او غربیانو ته رسېږي.
موږ یو وخت ډېره بیوزله او وروسته پاتې ټولنه درلوده، خو د فرهنګ، حوصلې او دود دستور له پلوه په سیمه کې بي سارې او بې جوړې وه.
دا هر څه هغه وخت بل مخ واوښتل او فرهنګ او کلتور یې را بدل کړ چې کله د ثور انقلاب رامنځته شو.
په نتیجه کې یو شمېر ډلو ټپلو ته چې تازه یې د مصر او عربي هېوادونو نه د اخوانیت افکار له ځان سره راوړي وو، دا زمینه مساعده شوه چې زموږ په سرنوشت حاکم شي او بیا د عربو او پاکستاني مدرسو له لارې د اسلام نه افراطي تعبیر پر ټولنې په زور او زر ومني او بلاخره ټولنه داسې مفلوجه کړي چې نن د هرې پرمختيايي هڅې او ګام پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ هم دوی جوړ کړی.
د سړې جګړې پر مهال نړۍ په دوو قطبونو ویشل شوې وه، یوې خواته سوسیالیستي او بلې خوا ته پانګوال هېوادونه ولاړ وو او هره شېبه ددوی ترمنځ د اټومي وسلو د جنګ امکان موجود و.
د دغو دوو قطبونو ترمنځ خصومت کې دوی هره هغه لاره استعمالوله چې مقابل طرف ته پرې تاوان رسېده.
د نړۍ په ځينو ځایونو کې داسې سیمې هم وې چې له دغو دواړو قطبونو سره یې جوړه نه وه، خو بیا به یې هم په تاکتیکي ډول له یوې غاړې سره نږدیکت ښکاره کاوه.
په دې منځ کې یو شمېر مذهبي ډلې چې غوښتل یې د خپلو هېوادونو په سیاست کې یو نقش ولري، د پانګوالو نظامونو شا ونیوله او د هغوی له مستیقم او غیر مستقیم ملاتړه برخمن شول.
هغه مهال غربي نړۍ چې په سر کې يې امریکه ولاړه وه، د خپل مخالف شوروي د ځپلو لپاره په دې کې هیڅ کوم باک نه لیده چې له دغو ډلو ملاتړ وکړي نو یې خپلې مرستې له دغو مذهبي ډلو سره پیل کړې.
د مذهبي او اخواني ډلو ترمنځ دا پارټنرشیپ او ملګرتیا د افغانستان په جګړه کې اوج ته ورسېده.
دلته تر دې جګړې پخوا د ذولفقار علي بوټو په وخت یا په افغانستان کې د سردار محمد داود خان په وخت کې د رباني، مسعود او ګلبدین په مشرۍ ځینې کسان پاکستان ته تللي وو او له هغه ځایه یې په افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه پیل کړل، خو دلته د افغاني ټولنې د خصلت او ماهیت له امله ناکام او د خلکو له سختې کرکې سره مخ شول.
بوټو چې یو سکولر او سوشیالیست شخصیت و، بله خوا داودخان چې مسلمان او ملي شخصیت و، دوی داود خان پرېښود او د بوټو لمنې ته یې ځانونه ګوزار کړل، یعنې دوی د شوروي او کمونستي رژیم له راتګ مخکې د وطن ورانولو ته ملاتړلې وه.
دا نو هغه وخت و، چې د داود خان له واک ته رسېدو وروسته پاکستان باندې لړزه ګډه شوې وه، پاکستان له امریکې سره په سلا هڅې پیل کړې، څو د داود خان رژیم په ضد له هرې وسیلې کار واخلي، خو د هغه په دوره کې د دغو افغاني اخواني ډلو هلې ځلې ناکامې شوې.
له افغانستانه تښتیدلي اخواني مشرانو ته پوځي زده کړې نصرالله بابر، جنرال حميدګل او نورو جنرالانو ورکولې او د استوګنې غم او فکري ملاتړ یې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند کاوه.
کله چې په افغانستان کې کمونستي رژیم رامنځته او له هغې لږ وروسته دلته شورویانو مستقیم یرغل وکړ، خلک مجبور شول چې له خپلو کلیو او کورونو ووځي او هجرت وکړي، دلته نو د رباني او ګلبدین (چې ټوله ورځ به په قصه خوانۍ بازار کې اوزګار اوزګار ګرځېدل او افغانستان کې يې مداخلې ناکامې شوې وې) غوا لنګه شوه او د ورغلو مهاجرو مشرې د پاکستان حکومت همدوی ته وسپارله.
د امریکې او عربي هېوادونو پرېمانه مرستې را شروع شوې او د همدغه تنظیمو له لارې به ای اس ای په مهاجرو ویشلې.
زموږ ولس چې د شوروي او د هغه د ګوډاګي رژیم پر وړاندې ملي مبارزه او مقاومت پیل کړی و، دوی نه اخوانیزم پېژانده او نه هم مذهبي تندلاریتوب، دوی د خدای د رضا او د خپل هېواد د آزادولو لپاره منډې ترړې او مبارزه کوله، خو مشران ورته پاکستان مقرر کړي وو او د هغو له لارې یې دا مهاجر کنټرولول.
دفترونه یې ورته ونیول، مدرسې یې جوړې کړې هغو کې يې افغان ماشومانو باندې زده کړې کولې او د مهاجرو تعلیمي نصاب یې هم داسې جوړ کړ، چې لس ټوپکه او شل ټوپکه څو کېږي.
په نصاب کې یې هم تشدد او د جنګ کولو ذهنیت ورننویستو.
په ډېرو ښوونځيو کې به د لین په سر د پاکستان ترانه غږیدله او د پاکستاني افکارو او ګټو سره سم هرڅه روان وو.
دغه وخت کې د امریکې په اشاره د عربو له خوا افغان ځوانانو لپاره بي شمېره دیني مدرسې جوړې شوې.
خپرونې، کتابونه چې ټوله محتوا یې پر بنسټ پالنې را چورلیده د عربي موسسو په مرسته په لوړ تیراژ چاپېدلې او بیا به یې د مجاهدینو او افغان ځوانانو په منځ کې ویشلې، له دې لارې به یې جنګ ته خلک تشویقول، دا لړۍ د شوروي تر ماتې همداسې روانه وه.
په هغه وخت کې د مصر ولسمشر انورسعادت چې له شوروي مخ ګرځولی او امریکې سره دوستي پیل کړې وه، د مجاهدینو مرستې ته را ودانګل او هغه اخواني ځوانان چې تر هغې مخکې د جمال ناصر د رژیم پر مهال تر سخت فشار لاندې وو، د افغان جګړې د ملاتړ لپاره را خوشې کړل.
هغه ځوانان چې د عربي هېوادونو لپاره یې مشکل جوړولی شو، هغوی ته یې لاره خلاصه کړه چې افغان جګړې ته راشي او خپله ترې ځانونه بېغمه کړي.
د عربو په مرسته په لسګونو موسسې جوړې شوې چې خرماوې او مذهبي کتابونه به یې وېشل، دغو موسساتو له یوې خوا خیريه کارونه کول له بلې خوا یې زموږ دودیز اسلام تر سختې اغېزې لاندې راوست او په ځای یې افراطي او تکفیري افکارو زموږ د ځوانانو تر منځ ريښه وځغلوله.
په دې منځ منځ کې ټول هغه اشخاص او ډلې چې په ملي روحیه د روس مقابل کې جنګېدل او ملي طرز فکر یې درلود، د جمعیت او حزب اسلامي په وسیله له صحنې لرې کېدل او ډېر خو یې د پيښور ښار په واټونو کې شهیدان کړل.
داسې فضا حاکمه وه، چې چا د ملي فکر او په ډیموکراسۍ د ولاړ نظام د راتلو سوچ او فکر لا نشو کولای او که به چا داسې غږ اوچتولو هغه به یې په نطفه کې خنثا کاوه .
دوی په سیاسي منافقت کې دومره مخکې دي چې نن تر بل هر چا همدوی ځانونه ډیموکراټان بولي، سرې نکټایانې يې تړلي دي او د امریکې په مرسته ورکشاپونو او د جندر په نامه پروګرامونو کې اول صف کې ناست وي.
د عربو او امریکې ددغو پرېمانه مرستو له امله یو شمېر نوي شتمن د افغان کډوالو په منځ کې راپیدا شول، چې ځانګړی نوی فرهنګ او ناسته ولاړه یې درلوده او تر بل هر چا پاکستان او د عربو ګټو ته یې ځانونه ژمن بلل، ځکه د هغوی له برکته د ارګاه بارګاه او ټولنیزمنزلت خاوندان شوي وو، حتا ویلی شو چې په اوسني حکومت کې هم همدغه کورنۍ او ډلې چې د جهاد پر مهال له مالي فساد سره اشنا وو رامخې ته شوې.
دوی امریکايي پروژې پر مخ یوړې چې له یوې خوا به یې د امریکې ډالر جیب ته اچول او له بلې خوا به یې د فساد له همدې پیسو طالبانو او د اوسني حکومت ضد ډلو سره مرسته کوله چې تر اوسه دا لړۍ روانه ده.
کله چې شوروي اتحاد مات، روسي سرتیري له افغانستانه ووتل او د نجیب الله رژیم سقوط وکړ، نو دغه مجاهدین او اخواني ډلې امریکې ته بې ارزښته شوې او د هغوی له ملاتړه یې لاس واخیست.
دا ډلې چې د غنیمت او چور په فرهنګ روږدې شوې وې په کابل کې د قدرت په سر سره اړم شوې او په لسګونو زره کابلیان یې شهیدان او په میلونو نور یې کډوال کړل.
امریکه د کابل کورنیو جګړو د حل په کیسه کې نشوه ایله به یې یوه نیمه اعلامیه خپروله چې په هغې کې به یې هم یوازې خواشیني څرګندوله.
په دغه موده کې زموږ د ځوانانو په منځ کې د ملي قهرمانانو ځای پردیو قهرمانانو ونیو، ضیا الحق، قاضي حسین احمد او نور عربي شیخان زموږ د ځوانانو په منځ کې د قهرمانانو او هېرو ګانو په توګه مطرح شول او خپل تاریخ او قهرمانان ورځنې هېر شول.
کابل کې جګړه روانه وه، پيښور کې په زرهاوو مدرسو کې افغان ځوانانو دیني زده کړې کولې او اوزګار ګرځېدل، نور ددې وخت را رسېدلی و چې له دغه رسېدلي فصل نه پاکستان په افغانستان کې یوه نوې لوبه پیل کړي، نو یې دا مدرسې رخصت کړې، دطالبانو تحریک یې رامنځته او تر نیمايي زیات افغانستان یې لاندې کړ.
امریکې ته تر هغو افراطیت او دغه کرل شوی تخم مهم نه ښکاریدو، نه یې د افغانانو خپل منځي وژنو باندې زړه خوږیده، دلته به هره ورځ په سلهاو انسانان د بیوزلۍ، جنګ او درپه درۍ له امله وژل کېدل، خو غربیان بېغمه د شوروي د ماتې په جشن اخته وو او یو ستر غلیم یې له مخې لرې شوی و.
کله چې د نیویارک په دنګو ودانیو برید وشو امریکې ټکان وخوړ او ويې لیدل چې ددغه جنګ لمن تر دوی هم را ورسېدله، نو د افراطیت او بنیادګرايي سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان را شېوه شول او دلته یې په ډېره بیړه نوی نظام جوړ کړ، چې هماغه زړې جهادي څېرې په کې وې.
ښکاره یې د ډیموکراسۍ په نامه غیر ډیموکراټ او د خلکو قاتلان په ولس حاکم کړل، چې تر اوسه موږ ددغه جهادي او تنظیمي شهزاده ګانو تر اسارت لاندې ژوند کوو، ټول امکانات او دولتي قدرت همدوی سره دی او زموږ په سرنوشت لوبې کوي.
دا دی امریکا دلته له کلونو تېرولو او پرېمانه پیسو لګولو او په زرګونو افغانانو له وژلو او د طالبانو د رژیم له ړنګولو وروسته بېرته روانه ده او زموږ سرنوشت یې بیا همدغه پاکستان او جهادي ډلو ته سپارلی دی.
اوس ددې وخت را رسېدلی چې ټول افغانان د هر ډول افراطیت په مقابل کې را پاڅي، دا ډلې پرې نږدې چې زموږ ولس تر دې زیات وکړوي او ژوند یې ور تریخ کړي.
موږ دا مهال د تنظیمي او جنګي شهزاده ګانو له دریم او څلورم نسل سره(چې د امریکې په پیسو پړسیدلي) مخامخ یو، داسې یو نسل چې سر یې دلته او پښې يې پاکستان او د افراطیت په مرکزونو پورې نښتې دي.
دوی د افغانستان او افغان انسان په مقابل کې په زړه کې هېڅ عاطفه او ترحم نه لري، داسې نسل چې په نه خبره مقابل طرف باندې د کفر ټاپه وهي او په پټو سترګو هره هغه خبره چې د دغو افراطي ملایانو او قومندانانو له خولې راوځي مني او بیا یې عملي کوي هم.
دوی حتا د خپل دغه لنډ تاریخه ناخبره دي، چې اصل کې د دوی ريښه او جرړه چېرته ده، د چا لپاره جنګېږي او شعارونه ورکوي.
دا ځوانان د هویت له یو داسې بحران سره مخ دي چې نه پوهېږي څه وکړي، نو د یو هویت د جوړولو او تراشلو لپاره لنډ د مذهبي ډلو په لومو کې ونښلي.
د هغوی د هوسونو ښکار شي، خپل ژوند، د کورنۍ ژوند او هېواد تباه کړي او اخر کې هیڅ هم نه وي.
دوی دې پوه شي چې په خپله خوښه نه بلکې د بل په خوښه روان دي او هرحرکت یې د دښمن په ژرنده اوبه ور تړي.
[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

د مينې په شپه كې يو څو خبرې
د پيريانو تنور
صحرايي کیشپ (Desert tortoises)
سزا
د مسلمانۍ فيصله
غوټه
سپوږمکۍ يا Satellite
ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول کيږي

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2017
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /