د مشهورو کسانو عادتونه

ارش ننګيال
[pukhto]
آماندا سِی فِرد، امریکایی سندرغاړې، ممثله او موډله.
دې په لس کلنۍ کې د ماشومې موډیلې په توګه په کار پیل وکړ او په ۱۵ کلنۍ کی یې په فلم کې رول ولوبولو.
دا اغلې له ژوو سره بې کچې مینه لري، ویل کېږي چې فیرد، خپل یو اس میناتوري کړی دی او ګڼ نور حیوانات په کور کې ساتي او مینه ورسره کوي.
ویکتوریا بکهام، انګلیسه لیکواله، موډله، ممثله، طراحه او سوداګره ده.
له جامو، بوټونو او نورو توکو سره د ښځو مینه نوې خبره نه ده خودا اغلې بیا تر نورو مېرمنو لږ څه افراطی ده. دا له دستکولونو سره ډېره مینه لري ان تر دې چې د دستکلونو کلکیسون هم لري چې بیې یې له لسو ډالرو نه نیولې تر ۱۵۰ پورې رسېږي. په محفلونو کې خلک د یو بل جامو ته ګوري خو د بکهام سترګې ټوله ورځ دستکولونه لټوي.
شکیل اونیل، د باسکتیبال امریکایی لوبغاړی.
ـ دی لکه ماشوم د سوپرمن سخت مینوال دی، د سوپرمن د جامو نښې نښانې، جامې، سمبولونه هر هغه څه چې سوپرمن یې په فلمونو کې کاروي دی یې په رښتیاوو له ځانه سره لري. دی له سوپر من سره دومره مینه لري چې ان د خونو فرشونه نو کې یې هم د سوپرمن طرحې شته. شکیل ۴۵ زر ډالره مصرف کړل څو خپل موټر کې د سوپرمن په نامه ماشین ولګوي او ۱۵ زره ډالرو باندې یې د سوپرمن د خوب تخت جوړ کړی دی. کله چې د شکیل کور ته دننه شې فکر کوې چې دا د سوپرمن کور دی نه د شکیل..
دمی مور
د می مور: امریکایی ممثله چې د کولډین کلوپ جایزه یې هم ګټلې ده. دې مېرمنې لا د ماشومتوب عادتونه نه دي هېر کړي. لا هم نانځکې کینوي او لوبې ورسره کوي. په زړه پورې خو داده چې د مور په لوی کور کې د نانځکو اېښودلو لپاره نور ځای نه دی پاتې. دا چې بل کور جوړي او کنه په دې هکله یې څه نه دي ولي. خو د راتلونکې لور لپاره یې کافي اندازه ناځنکې لري.
مایک تایسون
مایک ټایسن یا عبدالعزیز : امریکایی سوک وهوونکی چې شهرت یې ټولې نړۍ ته رسېدلی دی. دی سپین پړانګ سره ډیره مینه لري ان تر دې چې په کور کې یې ساتلی دی او تل ورسره لوبې کوي. سپین پړانګ د نړۍ له کم یابو پړانګانو نه دی.
ټایسن ته به یې په ځوانۍ کې د داړونکي پړانګ په نامه غږ کاو او له ده سره ښایی هم ځکه چې دی هم له پړانګه کم نه دی. ځینو لوبو کې یې په خپل حریف خوله هم لګوله له یوه خو یې غوږ وړی و.
پنلوپه کروز
د هسپانیې اوسېدونکې ده، نوموړې د ښه استعداد خاونده ده او ګڼو فلمي کمپنیو سره همکاري لري. کروز له خیریه کارونو سره هم مینه لري. دا اغلې دې ارت نړۍ کې له (کوډ بندونو) سره مینه لري او یو کلیکسیون هم لري چې شاوخوا ۵۰۰ کوډ بندونه یې راټول کړي دي. خو دا چې پرې څه کوي څه یې نه دي ویلي.
تام هنکس.
تام هنګس امریکایی ممثل، لیکوال او ډایرکټر دی. دده فلمونه ډير خرڅېدونکي دي او د ډیرعاید لرونکي هېرو به نامه هم شهرت لري. دی د ټايپ له زړو ماشینونو سره ډیره مینه لري او د نړۍ هر ګوټ کې چې پخوانی او زړو ماشین وګوري رانیسي یې که په هره بیه وي. نوموړي په استریالیا کې یوه ماشین په پینځو ډالرو واخیست خو د انتقال لپاره یې ۸۵ ډالره مصرف کړل.
لئوناردو دیکاپریو
لئوناردو دیکاپریو د اوسکار د جایزې ګټونکي، ممثل او ډایرکټر دی. یاد کس اووه ځله د اسکار جایزې ته کاندید شوی دی. د نورو فلمونو ترڅنګ یې ټیټاننګ فلم ډير شهرت لري.
دی له مجسمو سره ډيره مینه لري په تېره هغه مجمسې چې د جنګي او رزمي شخصیتونو وي..
برد پیت
د هالییوډ مشهوره ستوری او ډایرکټر بیا د هنری اثارو په کلکسیون جوړونه کې شهرت لري. یاد کس پینځه ځله د ښې کارکرده ګۍ له امله د اوسکار او گلدن گلوب جایزې ته کاندید شوی دی خو یو ځل یې د گلدن گلوبجایزه ګټلې ده. کله یې چې د هالیوود فلمونو له مشهورې ادار کارې انجلیا جولی سره واده وکړ لا مشهور شو. ویل کېږي چې پیت یو ځل یو میلیون ډالرو باندې یوه تابلو واخیسته خو مینه بیا له فلزی هنری اثارو سره لري.
نیکولاس کیج
دی هغه اداکار او ډایرکټر دی چې دوه سترې جایزې یې اخیستې دي، یوه گلدنگلوب او بله د اسکار. دی د فلم جوړونې شرکت هم لري. د نیوکلاس چې هرڅه خوښ شي له ځانه سره یې ساتي خو تر ټولو سترکلکسیون یې د ټوکو او طنزونو د کتابونه دی. ویل کېږي چې یو ځل یې د دوه میلونو ډالرو کتابونه خرڅ کړل چې دا په خپله یو ریکارډ دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي