د مور زړه

سید همایون جهان غریب مل
[pukhto]
د سید شمس الدین « مجروح » د شعر څخه الهام
مینه د زړه اواز، د زنده ګۍ ساز او د خوشاله ژوند یو پټ راز دی، مینه په زړه کې پټه خو اثار یې په نورو اندامونو له ورایه ښکاري، که مینه نه وای نو انسان به نه و، له مینې ژوند پیدا کیږی، د مینې مرګ هم له ژونده کم نه دی .
انسانان ژوندي په مینه
څو چې وینه هومره مینه
چې یې زړونه شي بې مینې
تويوي یو د بل وینې
خو مینه چې هر څه وي وي به، ځکه چې دا د هر چا په اند او نیت پورې اړه لري، زما په نظر مینه هغه ده چې اساس یې پر ریښتینولۍ او حیا ایښودل شوی وي .
د سپرلي شپې او ورځې وې، یو خوا د ځوانۍ موسم او بل خوا دښتو، بیدیاو او د غرو لمنو شین لباس پر تن کړی وو .
جمال او زرلښته دوه مینان وو، دوی به پر شپو، شپو سره ناست وو د مینې او محبت خوږې او رنګینې کيسې به یې سره کولې دواړه د مینې پر شرابو مست وو .
یوه شپه چې ټول عالم په خواږه خوب ویده وو، له کلي نه ښه ډېر ليرې زرلښته اود ده مین جمال د رود پر غاړه ناست وو، د اوبو نری ، نری شرار و، دواړو یو بل ته د خپلې مینې خوږې سندرې او د راز او نیاز خبرې کولې، دواړو له یو بله د مینې لاسونه تاو کړي وو، زرلښته پر خپل ښایست مئینه او جمال هم د مستې ځوانۍ له جوشه ډک وو .
جمال ورته وویل ګرانې! ماته له دينه او ایمانه زیاته ګرانه یې خدای دې ما هیڅکله بې له تا نه کړي، زما ځان، زما زړه، زما جهان یې او دا هر څه مې له تا ځار شه .
زرلښته چې پر خپل ښایست ډېره نازیده او مغروره وه په ډېر غرور یې جمال ته وویل داسې خو هر عاشق خپلې محبوبې ته وایی، زړه خو هر څوک بایلي خو په ریښتیا سره د زړه ساتنه مشکل هنر دی .
که ته پر ریښتني له ما سره مینه کوې او پر مامئین یې او له هر څه نه ماته راتېر یې، نو لاړ شه خپل زړه څه کوې د مور زړه دې ماته راوړه بیا به دې هله ومنم .
خپله مور چې انسان ته له هر چا او هر څیزه زیاته وي، د مور زړه یو بې بها ملغلره ده نو جمال هک پک ودرید، په دوو کې حیران شو یو خوا د مور زړه د هغې هستۍ زړه چې وروسته له الله تعالی په مخلوقاتو کی مهربانه موجود دی، او بله خوا نیازبینه نازنینه زر لښته ، اخر هم پر جمال د عشق پیریان زورور شو ل او مینه پرې غالبه شوه، د مور سینه یې څیرې کړه او زړه یې ترې راوویست .
کله چې جمال له دغه کار ه فارغ شو، نو سم د واره په بیړه د خپلې محبوبې پر لور روان شو .
په لاره کې د الله کړه وګورئ، چې جمال تيندک خوري غورځېږي او د خپلې مهربانې مور زړه ترې په ځمکه لوېږې، نا څاپه له همدغه په خاورو ککړ زړه یو غږ پورته شو، بچيه خیر دې وي- ژوبل خو نه شولې زړګیه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي