د مور فرياد

رفيع الله ايثار
[pukhto]
ښار ته ورسېدم ګڼه ګوڼه زياته وه، هوا هم سم لکه د اور ګرمه وه، په يوه کوچني ماشوم باندې مې سترګې ولګيدې، چې زاړه کالي يې اغوستي دي، په سرو سترګو ژاړي او د سرک په غاړه بوټونه رنګوي، د ماشوم په دې حالت مې زړه ډېر بد شو او خوا ته يې ورنېږدې شوم.
د ماشوم په سر مې لاس راتېر کړ او ترې مې وپوښتل ګرانه ولې ژاړې؟
په ژړغوني اواز يې وويل: ورور جانه پوښتنه يې مه کوه؟
ما پرې ټينګار وکړ، چې نه ګرانه ما ته هر څه ووايه؟ ولې ژاړې؟
ويې وويل: مور مې سخته ناروغه ده، بايد چې ځينې درمل ورته واخلم، خو وروره زه پيسې نه لرم او څوک راباندې بوټونه هم نه رنګوي، خو که مور ته مې درمل وانه اخلم، نو شايد چې مور مې لاسه ورکړم.
د دې خبرو په اورېدو سره مې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، سم دلاسه مې د کميس جيب ته لاس کړ او ماشوم ته مې يو څو روپۍ ورکړې.
ماشوم زيات خوشاله شو، اوښکې يې پاکې کړې، په خوشالۍ سره يې د درملتون په لورې منډه کړه او د خپلې ګرانې او ناروغې مور لپاره يو څه درمل واخيسته، وروسته د خپلو شيانو ټولولو پسې راغی.
ما هم د دې خواږه ماشوم په شونډو باندې د راغلي موسکا ننداره کوله او په دې سوچونو کې ډوب شوم چې اوه خدايه دا د غربت څومره سخته زنده ګي ده، په دې خواږه ماشوم باندې به څه تېرېږي، ايا دا د زده کړې او هوسا ژوند حق نه لري …
په دې وخت کې زوروره چاودنه رامنځته شوه، داسې چاودنه چې ټول ښار يې ولړځاوه، زه هم په ځان پوه نه شوم په ځمکه پرېوتم او بې هوښه شوم.
کله چې له بې هوښۍ څخه راووتم، خپل ټپونه مې وکتل؛ خو سخت نه وو په ارامۍ سره پاڅېدم خو ناڅاپه مې زړه ته سخت درد ورسېد، ځکه ومې ليدل چې هماغه کوچنی ماشوم په سرو وينو لړلی پروت دی او د خوږې مور فرياد کوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي