د هند د پخوانو اشرافو د ډوډۍ خوړلو اداب

ژباړن: اسدالله غضنفر
[pukhto]
په اتلسمه پېړۍ کې چې د هند د مغولو له ګوتو سياسي قدرت ووت او پخوانۍ دبدبه يې ختمه شوه، سردارخېلو يې هڅه وکړه چې د خپل حيثيت د ساتلو لپاره اجتماعي او کلتوري آداب وپالي او په دې ډول ځان تر نورو بر وښيي. دوی د ډوډۍ د خوړلو په برخه کې هم خپل تشريفات لرل چې پوره پام يې ورته کاوه.
د ډوډۍ دغه کلتور د مغولو د څو پېړيو اوږده سلطنت په زمانه کې د شاهانه ژوند د تجربو پيداوار و، چې دوی يې ان د سياسي قدرت له زواله وروسته هم ودې ته ادامه ورکړه. له ډوډۍ او دسترخوان او مېلمستيا سره اړوند تشريفات او دودونه يوازې د مسلمانو اشرافو په کورنيو کې نه وو بلکې هندو اشرافو هم د ډوډۍ خوړلو خاصې نخرې او سامانې لرلې چې دوی يې له عادي خلکو بېلول.
د (بزم های اخير) ليکوال منشي فضل الدين په دې باره کې چې د مغولو وروستي پاچا بهادر شاه ظفر به د خپلې کورنۍ له غړيو سره ډوډۍ څنګه خوړه؟ جالب معلومات راکړي دي. دی وایی؛ د شاهي کورنۍ غړيو به تر ډوډۍ وړاندې او وروسته لاسونه دچندڼو په عطرو وينځل. دسترخوان به په غالۍ باندې اوارېده. د کورنۍ غړي به د دسترخوان چارچاپېره پټه خوله ناست وو. سترګې غړول او د يو بل د قابونو څارل پکې نه وو.
اشرافو زرين(د سپينو او سرو)، ډبرين او کلالي لوښي استعمالول. وروسته يې بيا له مسي لوښو هم ډېره استفاده کوله. ډوډۍ په دېګونو کې پخېده. دوی غټې، اوږدې څمڅۍ لرلې چې په دېګ کې يې د ډوډۍ د مزې د څکلو لپاره کار ورنه اخيست. د هغه وخت په هندوستان کې د ډوډۍ دمېزونو، چوکيو، کاچوغو او پنجو رواج نه و.
که به باچا چا ته وويل چې پلانی خوراک وخوره، هغه به دمننې لپاره سمدستي پاڅېد، ملا به يې کوپه او سر به يې کوز کړ.
د برټش ميوزيم په کتابتون کې د ميرزا نامې يوه قلمي نسخه موجوده ده. دغه کتاب چې د ليکوال نوم يې نه شته، د هندوستان د اشرافي کورنيو لارښود و. په ميرزا نامه کې د اشرافو له شان سره د مناسب چال چلند او لوړ کلتور اصول بيان شوي دي. د لته لولو چې د ډوډۍ لپاره بايد په باغ کې د فوارې څنګ ته پاک ستره، ښکلی، ګلداره دسترخوان اوار شي. نوکرانو ته پاکې جامې او روغ صورت پکار دی. په دې کتاب کې د ټولو مېلمنو لپاره د يوه سايز د قابونو او د هر موسم د ډول ډول خوړو لپاره د رنګه کلالي لوښو ذکر راغلی دی. ميرزانامه له باکلتور کسه غوښتنه کوي چې اېشېدلې وريجې تر غوړو هغو بهتره وبولي، ځکه غوړې وريحې ګوتې چټلوي. دغه راز له باکلتوره شخصه غوښتنه شوې ده چې پياز يا سره مولۍ ونه خوري چې د ټېغونو سبب ګرځي او دغه شی ذهن او روح ناکراره کوي. ښه خو دا ده چې ډوډۍ د ګوتو په سرونو وخوړل شي. که اشرافي د چا مېلمه شي نو ورته پکار ده چې تر مړېدو د مخه لاس ونيسي چې کوربه ورباندې د وږ سترګي ګومان ونه کړي. د ميرزا نامې په قول، د اصيل او باسليقه کس لپاره ضروري ده چې له اروا وږو او معمولي وګړيو سره چې بد عادتونه لري او يا له هغو سره چې په غاښونو کې خلال وهي او د پان له خوړلو وروسته خبرې کوي او د نورو حساسيت ته نه ګوري، يو ځای ډوډۍ ونه خوري.
يوې انګرېزېو مېرمن مير حسن علي، چې له يوه هندي مسلمان سره يې واده کړی و، (د هند د مسلمانانو په اړه مشاهدات) په نوم په زړه پورې کتاب ليکلی دی. دې د لکنهو د اشرافي کورنيو د ښځو د ډوډۍ خوړلو عادتونو ته په دقت کتلي دي. دا ليکي چې د ښځو حويلۍ ته به تياره پخه شوې ډوډۍ په کلالي لوښو کې چې په پتنوسونو به ايښي وو، وروړل کېده. دوی چې له کاچوغو او پنجو استفاده نه کوله، د ډوډۍ په پېلولو کې يې چندان ځنډ نه راته. خورا خوندورو خوړو او عالي اشپزي نورو کيسو ته ضرورت نه رامنځ ته کاوه. د ډودۍ تر شروع د مخه به هرې مېرمن ته اوبه نيول کېدې چې لاسونه ووينځي او خوله کنګال کړي. که به چا داسې ونه کړل هغه په چټل خورو شمار وه. د مېرمن مير حسن علي دې ته هم ورپام شوی و چې دغو مېرمنو به چپ لاس لکه شل چې وي، هېڅ شي ته نه ورټيټاوه. دوی به ډوډۍ ته د ګوتو سرونه وروړل چې لاسونه يې غوړ او ناولي نه شي. تر ډوډۍ وروسته هرې مېرمنې لاسونه د چنو په پوډرو وينځل. دغه خلک له صابون سره بلد وو خو استفاده يې ورنه نه کوله.
دا دودونه تر هغو پورې ژوندي وو چې د ډوډۍ خوړلو اروپايي طرز او کلتور ورو ورو غلبه وکړه. اوس موږ د ډوډۍ کوټه، مېز، کاچوغې، پنجې او چاړې لرو خو له بده مرغه آداب يې نه لرو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي