67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د هنر او پيغام يوه گډوله

نجيب الله نايل

[pukhto]
نه پوهېږم چې خبره له کومه راپيل کړم، ځکه چې دلته ډېرې خبرې کېږي او کېدلى شي؛ دلته يوه موضوع هم ډېر اړخونه لري او له سړي نه لورى لودن ورکېږي چې پر کوم اړخ خبرې لومړى وشي. په هر حال، زما خبرې د ښاغلي ضياء الرحمان حسرت پر شعري ټولگې ((لا د غرونو هوسۍ څښي د نرگس اوښکې)) راڅرخي او د حسرت پر شعر و هنر زما له لوري خبرې او بحث کول د نوموړي د شان، شخصيت او هنر پر وړاندې يو ډول گستاخي گڼم، ځکه چې نوموړى په ډېرو لحاظونو تر ما لوړوالى او برتري لري، يو خو دا چې تر ما يې وړاندې پوهنتون لوستى، لوړې زده کړې يې حاصلې کړې دي او بل يې زه تازه تازه د شاگردۍ وياړ هم لرم او په ننگرهار عالي دارالمعلمين کې زما عملي استاد پاتې شوى دى او دغه کرښې چې مې ليکلې دي، همدې محترم استاد راښودلې دي.
اصلي موضوع ته راگرځم. کله چې هم پر شعر خبرې کېږي، نو د شعر د جوړښت د داخلي او بهرنيو اجزاؤ خبره راپورته کېږي، نو دلته بيا تر ډېر بحث وروسته د هنر او پيغام ټکي مخې ته راځي، چې يو ډول خلک چې د هنر لپاره کار کوي، نو هغوى يوازې شعري تلازماتو ته ژمن وي او هغوى چې د شعر يا نظم پر ژبه يو ډول پيغام ټولنې ته رسول غواړي، نو هغوى ته دلته پيغام مهم وي او شعر و نظم د يوې وسيلې په توگه کاروي او بالاخره هنر تر پښو لاندې کړي؛ مگر په دې منځ منځ کې ډېر لږ داسې خلک پيدا شي چې د هنر پر جامه او گيڼه پسولل شوى پيغام دې ټولنې ته وړاندې کړي. د ښاغلي حسرت شاعري هم هنر لري او هم پيغام؛ او د هنريت په جامه کې اصلاحي او د ويښتابه پيغام وړاندې کول د ده د شعري، هنري او علمي دراکت استازولي کوي.
د شعر ژبه د تول ژبه ده، په شعر کې بايد کلمات په اندازه او تلل شوې بڼه وکارول شي او هغه هم داسې چې لومړى ښه صيقل او وتراشل شي او بيا دې په يوه ښه او وړ ځاى کې کېښودل شي. د يوه بهرني عالم خبره ده چې نوم يې راڅخه هېر دى، وايي: ((Proper words in a proper place!)) يانې په يوه مناسب کې د مناسبو کلمو راوړل، کارول او ځاى پر ځاى کول دي. ښاغلي حسرت دغه چاره په ډېره ښه او بريالۍ توگه ترسره کړې ده. لاندېنۍ بېلگې وگورئ:
الهي! ته مې کچکول لره اسره را
پر دې لار مې سمندر غوندې زنده را

يا:
شماله! لږه دا هاله کړه له سپوږميه لېرې
زه د قيامت په ورځ به څنگه جانان وپېژنم؟

په پورتني لومړي بيت کې د ((سمندر)) کلمه ډېر پر ځاى کارول شوې ده چې دوو ماناؤ ته سړى ځير کوي؛ يوه يې هم د بحر چې ورته نږدې ده او دويم يې هم د هغه چينجي مانا ورکوي چې په اور کې ژوندى او پايي. بل هم په همدې بيت کې متصل د ((زنده)) کلمه ده چې تحت اللفظي مانا يې ((ژوندى يا ژوندۍ)) ده، خو نوموړي د لرغونو او کلاسيکو شاعرانو دا اخلاقي جرات کړى دى چې د بلې قريبې مانا ((ژوند يا ژوندون)) په توگه يې وکاروي او دا د کلمو پر ځاى کارول ښيي.
په دويم بيت کې د ((هاله)) او ((سپوږميه)) کلمات د غور وړ دي، چې د استعارې په بڼه د ((زلفو يا حجاب)) او ((مخ)) لپاره راوړل شوي دي؛ خو د شاعر کمال په دې کې دى چې د ((هاله)) کلمه خلک په وهم کې اچوي چې د شاعر به له دې څخه هدف څه وي او لوستونکي او اورېدونکي ته د فکر کولو يوه اندېښنه په ذهن کې وراچوي. باور وکړئ چې لا هم زه تر دا مهاله په تردد کې يم چې دا ((هاله)) ((زلفې)) دي او که ((حجاب)). او د شعر او عادي خبرو تر منځ يو فرق هم دا وي چې عادي خبره رسا، عام فهمه او ژر پوهوونکې وي او په شعر کې يو ډول ابهام وي، د هر چا پوهېدنه پرې سخته او خلکو ته د فکر کولو يو ډول توانايي ورکوي.
د يوه کامياب شاعر ځانگړنه دا ده چې په خپله نوي شعري ترکيبات رامنځته کړي، چې ده ته پرې د نوښتگر شاعر نوم ورکولى شو. په لاندېني بيت کې د پښتون ټبر لپاره يې څه ښکلى نوم او ترکيب ((له جونگړې راوتى ستر رهبر)) څه په ښه انداز کارولى دى:
بادشاهان مې پر گردجنې څېرې خاندي
زه راوتى له جونگړې ستر رهبر يم

يا هم په دې لاندېني بيت کې د خپل محبوب قد يې ((د ښکلا روڼ اسمان)) سره تشبېه او دا ښکلى ترکيب يې ورته کارولى دى:
ستا د ښکلا د روڼ اسمان د خالو ستوري شمارم
اوس چې پرې ستا لارې څارم، هغه چشمان نه لرم

د ښاغلي حسرت د نوښت بل اړخ د تشبېه په برخه کې دى چې نوموړي تر خپلې وسې هڅه کړې چې نوي تشبېهات رامنځته او وکاروي. په لاندېني بيت کې شاعر د جانان د مينې غم د گلاب پر پاڼه له شبنم سره تشبېه کړى دى.
لکه پر پاڼو دې گلابه! چې شبنم پروت وي
داسې مې زړه کې د جانان د مينې غم پروت وي

يا هم د شاعر خپل خيال له ((تاک)) سره د تشبېه په حالت کې:
خيال مې تاک له تا نه تاو دى سروې قدې!
ته يې زړه شه، ته يې ونه د سوها شه

د استاد حسرت شاعري خو له استعارو مالاماله ده، زه يې هم اغېز په دارالمعلمين کې د بيان د مضمون تدريس او تر څنگ يې د کلاسيکې شاعرۍ مطالعه بولم، چې ژور تاثير يې پرې ښندلى دى. نوموړي زياتره د زلفو لپاره لوگي، هاله، حجاب او…. استعاره کړي دي او د محبوب مخ ته يې د سپوږمۍ کلمه استعاره کړې ده.
تور لوگي دې سپينه پاڼه د مخ اخلي
هيلې تاندې دې د مينې شيرين خواب وړي

يا هم ٦٦ مخ چې د دې کتاب وروستنى غزل تشکيلوي، تر پايه په هر بيت کې يې استعاره تر سترگو کېږي.
ماښامونه پر مخ ساتي د هند جونې
پښتنې دي چې سپوږمۍ ساتي له ورېځو
شب و تار پر هندوبار کړ رڼاگانو
که پښتون لښکرې سرې کړې پر چنگېزو
پان دې رنگ له رنگه اخلي شفق مخې!
لکه جام کې چې سرخي وي د لبرېزو

همدا راز د ښاغلي حسرت پر شاعرۍ د وتلي ليکوال او پياوړي متصوف شاعر استاد فضل ولي ناگار د شعر يو بارز اغېز خور وور ښکاري او دا يو ټولمنلى حقيقت دى چې د شاعرۍ په ميدان کې د پخوانيو شاعرانو تتبح او پيروي وکړي او د حسرت دا تتبع په بېلابېلو اړخونو کې څرگندېږي. د کلماتو په رااخيستلو کې لکه هندوبار، طلسم، آذان، حسين، يزيد، بلال، تکبير، فلسطين، کونړ، سيد جمال الدين افغان، ابدالي بابا، ميوند، ملاله، حماسه، انقلاب او نور دي او استاد ناگار هم دا کلمات په پراخه پيمانه کاروي، ځکه چې دغه کلمات هم ديني، هم ملي او هم حماسي اړخونه لري او استاد ناگار ته له همدې سببه مذهبپال او حماسه بول شاعر وايي.
همدا راز د شعري ترکيبونو او تخيل په برخه کې هم دا تتبع څرگنده ده.
استاد ناگار وايي:
اننگي دې له خندا رنگيني اخلي
په لالونو کې ږلۍ ده راايساره

د همدغه بيت مفهوم چې له خندا څخه د اننگيو رنگيني او په لالونو کې د ږلۍ راايسارېدل څرگندوي، ښاغلي حسرت همدغه مفهوم په خپل يوه بيت کې داسې وړاندې کوي:
ځلي ږلۍ په سرو لالونو کې خندا سره ستا
د اننگو گلاب دې زه پالم، گلان نه لرم

د دې تر څنگ د تتبع بله برخه د تصوف رنگ اخيستل دي او دا موضوع د يوې بلې ليکنې ايجاب کوي. دغه د تتبع اشاره د حسن نيت له مخې ده او خصوصاً د حسرت صاحب شاعري ما ته منلې گرځوي او دا تتبع نورو پياوړو ځوانو شاعرانو حيات الله وړ، هجرت الله اختيار او نورو هم کړې ده. په زړه کې ډېرې خبرې دي چې ويې وايم، خو چې ستاسې زيات وخت نه نيسم او د حسرت صاحب په دې څو بيتونو سره خپله ليکنه راغونډوم چې د تصوف او حقيقي مينې څرکونه هم په کې سترگکونه وهي:
مينه ستا مې د دې شته ژوندون بقا ده
دا خاصه د هر مجنون هرې ليلا ده
هيڅ جنون په فلسفه د عشق کې نه وي
دا شعور دى، لېونتوب نه دى، دوا ده
ستا وجود چې پرې موجود ښکاري موجود ته
همدغه مې هم شهود دى، يو الله ده

[/pukhto]

خوښ یې کړئ

اړوند مطالب

کلتوري اختر
پس مرگی نوم
کــــپیټالــــیسم…
ادبيات څه شی دی؟
سرګردان
ټال
د ملګرو مکالمه
ارمان او کيسه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /