د ټولو چارو کارپوه
میوند درځار
[pukhto]
ګوره، یو داسې سړی وي چې ډېر بې خولې او بې ژبې وي، مطلب د چا په هیڅ ښې بدې کې کار نلري، نو داسې خلک ولاکه پرمختګ هم وکړي، ایله به پردي مړي ژوندي پالي.
بل داسې څوک چې په شنې ناروا پورې ونښلي او تا تېښتې ته مجبور کړي نو خامخا خلک یې پېژني او یو ځای ته رسېږي.
ټوله خبره د جرأت ده ، اوس ماته وګوره کنه!
پوهنتون لوستل مې ډېر خوښېده خو چې د کانکور په ازموینه کې کامیابېدل یې شرط نه وای، بس پاتې شو.
له مکتب نه خدای خبر څه په دیکو راووتم خو، خوله راسره وه ، جرأت مې و ، له هماغه وخته مې په هره غټه وړه خبره کې خپل نظر ورکاوه .
دا چې ښه و که خراب ، خلکو به شخصي نظر ګڼلو.
تاته مې هم همدا مشوره ده ، داسې تاو کړی څادر کې مه کېنه .
پاکې جامې واغونده او د صاحب نظرانو په څېر په هرو پنځو کسانو کې د غاړې له تازه کولو وروسته خپله خبره کوه، څوک دې پرې وژني نه.
په ټولو قومي او مشورتي غونډو کې برخه اخله ، اول کتار کې کېنه او که کومه خبره ډېرو خلکو نه منله ، ته پکې تر ټولو په جګ اواز د مخالفت غږ پورته کوه.
که په کومه خبره د چا اتفاق راغی نو وار ونیسه او ووایه چې په همدې کې زمونږ او ستاسو د ټولو خیر دی.
بیا په کراره چېرته د کومې مدني ټولنې غړیتوب واخله او په ټولو ناستو کې یې په ګډون کولو سره کوشش وکړه چې تر نورو ځان متحرک وښایې او ډېر فعالیت وکړې.
کرار کرار به د رسنیو ملګري پیداکړې او ګردیو مېزنو او مرکو ته به دې دعوت کړي.
هیڅ ډول بلنه مه ردوه، په هره موضوع خپل نظر ورکوه ، هڅه وکړه چې د ټولو چارو کارپوه واوسې، خو سر له اوسه یې درته وایم چې په مخالفت کې دې ګټه ده، که هغه هر څوک او هره مسله وه ، په وړاندې یې جدي غبرګون ښکاره او منفي ټکي یې راسپړه.
په مجلس کې به ځان د ولس رښتیني نماینده معرفي کوې، داسې ګواکې لکه ته چې د هغوی له ټولو پټو او ښکاره دردونو خبر یې .
خبرونه کلک اوره ، او هرې خبرې ته مخکې له مخکې ایډیټ شوي نظرونه حفظ کوه، بس د کارپوه خو څه دوه ژبې نه وي، دغسې وي کنه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي