د پاچايانو مېلمستياوې

ژباړن: اسدالله غضنفر
[pukhto]
خلکو ته ډوډۍ ورکولو همېشه سياسي او اجتماعي مقصدونه لرلي دي. واکمنو او اشرافو له مېلمستياوو څخه د وسيلې کار اخيستی او په دې ډول يې نورو ته خپل سخاوت ورښکاره کړی دی. د دې لپاره هم مېلمستيآوې شوې دي چې نور د دربار له بې مثاله اشپزۍ خبر شي. په مېلمستياوو کې به په ډوډۍ سربېره ساتېري او تفريح هم وه. نه يوازې نڅا او موسيقي بلکې شعر ويل، د مداريانو لوبې او علمي بحثونه په دغو محفلونو کې دود وو.
اشرافي به خپل مېلمه ته پوره بندوبست کاوه، د ډول ډول خوړو په برابرولو به يې ډېرې پيسې لګولې. که به مېلمه پاچا و، نو کوربه به قيمتي سوغاتونه ورکول، چې د ده بلنه يې منلې او د ده سر يې لوړ کړی دی. کله کله نورو مېلمنو ته هم سوغاتونه ورکول کېدل.
د پاچايانو له خوا پرله پسې مېلمستياوې د هغوی لپاره ضروري وې. نظام الملک په خپل کلاسيک اثر (سياست نامه) کې ليکي چې اشرافو ته ضيافت د پاچايانو دستور و. په تېره بيا د سلطان طغرل (۱۰۳۶- ۱۰۶۳) عادت و چې هر سهار به يې په درباريانو او ملازمانو خوندوره ډوډۍ خوړله. ده به د سفر په وخت او يا که به په ښکار وتی و، هم دغه مېلمستياوې ورکولې. د دې ډوډۍ به دومره ښه انتظام شوی و او دومره به پريمانه وه چې په درباريانو سربېره، له پاچا سره د لارې ملو عادي خلکو ته هم رسېده. د نظام الملک په قول د ترکستان واکمن په دې پوهېدل چې خلکو ته د ښې مېلمستيا د ورکولو په ذريعه څنګه پر هغوی حکومت وکړي.
په هندوستان کې د سلطنت په زمانه او د مغولو په دور کې، واکمنو خپلو درباريانو او پردو مېلمنو ته تل مېلمستياوې ورکولې. د تاريخ فيروز شاهي ليکوال ضياالدين برني ليکي چې دا د ډيلي د سلاطينو رواج و چې له علماوو سره به يې ډوډۍ خوړه. اشراف هم په دغو مېلمستياوو سرلوړي کېدل. برني د اشرافو تر منځ د ډوډۍ کولو په سر سيالي ياده کړې او کښلي يې دي چې دا د دوی لپاره د حيثيت او پرستيژ خبره وه . دغه مورخ ليکلي دي چې که به يوه اشرافي واورېدل چې سيال يې پنځه سووه کسه مېلمانه کړي نو ده به زرو کسانو ته مېلمستيا وکړه چې تر هغه يې واړوي. د اشرافو ډېرې پيسې په مېلمستياوو لګېدې او د مصارفو د پوره کولو لپاره يې له سودخورو او ملتاني سوداګرو په ډېره ګټه پيسې پورولې. د بدخرڅيو نتيجه به د دوی بېوسه کېدل او هغه د چا خبره د پولۍ ټک ته کېناستل وو.
تاريخ د هغې مېلمستيا جزييات ثبت کړي چې کيقباد (۱۲۸۷- ۱۲۹۰) خپل پلار بغرا خان ته کړې وه. په دې مېلمستيا کې زر ډوله خواړه پاخه شوي وو. په دې سربېره قسم قسم وچې ډوډۍ، کلچې او ميټايانې هم د مېلمنو مخې ته ايښې وې.
ابن بطوطه چې د محمد تغلق (۱۳۵۱- ۱۳۲۵) په وخت کې هند ته راغلی و، ليکي چې په دربار کې دوه ډوله ډوډۍ وه. يوه د اشرافو او بل د عامو خلکو لپاره. سلطان به له خپلو نژدې امراوو، اشرافو او لوړ رتبه مقاماتو سره ډوډۍ خوړه. کله کله به ده د خپلې خوښې اشرافي ته د خاص قسم ډوډۍ ست وکړ چې دا هغه ته لوی وياړ او عزت و. له يوه اټکل سره سم د محمد تغلق د پخلنځي ډوډۍ کابو شل زره کسانو ته رسېده.. هره ورځ لږ تر لږ دوه زره غوايي او دوه نيم زره اوزې او پسونه حلالېدل، چې خلکو ته ډوډۍ ورسېږي. غواګانې نه حلالېدلې.
نورو سلاطينو هم د مېلمستياوو دود پاللی دی. سکندر لودي (۱۵۱۷- ۱۴۸۹) ديني علما او پوهان مېلمانه کول، خو دغو مېلمنو د سلطان مخې ته د ډوډۍ خوړلو اجازه نه لرله. دوی به خپله برخه کورونو ته ورسره وړه. سلطان به د دوی مخې ته يوازې په ډوډۍ ناست وو.
د مغولو په زمانه کې چې سلطنت په امپراطورۍ بدل شو، سلاطين او اشراف لا شتمن شول او مهمانۍ يې لا شانداره شوې. د ډوډۍ د ډولونو په لست کې هغه خواړه هم راغلل چې مغول ورسره په منځنۍ اسيا کې بلد وو. وروسته بيا له ايراني خوړو سره بلدتيا دسترخوان لا رنګين کړ. د ډوډۍ د پخولو او برابرولو نظافت ته به خاصه توجه کېدله. د چاپېريال د جذابيت لپاره به عطرونه پاشل کېدل. لا ډېرو خوندورو خوړو اشتهاوې لا زياتې پارولې او ځينې اشراف د ډېرې اشتها په لرلو مشهور شول. ويل شوي دي چې د اکبر پاچا نژدې ملګری او مورخ ابوالفضل، په متنوع خوراکونو عادت و. ابوالفضل چې به ډوډۍ خوړه، زوی به يې چې د ده د پخلنځي د چارو مسوول و، د پلار څنګ ته ناست و، څار به يې کاوه چې پلار يې کوم ډول خواړه خوښ نه کړل،هغه خواړه به بيا نه پخېدل. له ابوالفضله پاتې شوې ډوډۍ به د رتبې په لحاظ راټيټو اشرافو خوړه. عادي خلکو ته په حضر او سفر دواړو کې کېچړی ورکول کېده. د نور جهان ورور اصف خان هم د ډېرې اشتها په لرلو مشهور و.
د مغولو د امپراطورۍ له زواله وروسته د لکنهو او دکن حکومتونو د مېلمستياوو دغه دود وپاله او د ډوډۍ د کلچر د غوړولو لپاره يې پوره پوره هڅه وکړه. عبدالکريم شرر په خپل اثر (ګذشته لکنهو) او نصيرالدين هاشمي په خپل اثر (دکني کلچر) کې د دکن او لکنهو د دربارونو د ډوډۍ د خاصو او بې نظېرو ډولونو ذکر کړی دی.
مېلمستياوې يوازې د مېلمنو د خوشحالولو لپاره نه وې، بلکې له مېلمنو څخه د ځان د خلاصولو لپاره هم وې. واکمنو به کله کله خپل مخالفان مېلمانه کړل او په ډوډۍ کې به يې زهر ورکړل. نظام الملک په سياست نامه کې ليکلي دي چې انوشېروان د مزدک لارويانو ته مېلمستيا وکړه. کله چې دوی د ډوډۍ او شرابو له څښلو وروسته پوره بې حاله شول، ټول يې تر تېغ تېر کړل. اورنګزېب (۱۷۰۷- ۱۶۵۸) هم د خپل ورور شهزاده مراد د وژلو لپاره همدا کار وکړ. مراد يې د ماښام ډوډۍ ته مېلمه کړ. کله چې مراد په مېلمستيا کې د ډېرو شرابو له څښلو وروسته پوره نشه شو، اورنګ زېب يې د نيولو حکم وکړ او ګواليار قلعې ته يې واستاوه. مراد هلته د قتل په تور محاکمه او اعدام شو. د بنګال واکمن علي وردي خان، مرهټه ليډر بهاشکر او د هغه ملګري مېلمانه کړل او ووژل.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي