د پغمان کلتوري جشن

يونليک: احمد جمال جمال
[pukhto]
د جولائي په ۲۱ مو د پغمان کلتوري جشن ته د تلو پرېکړه هغه وخت وکړه چې په درونټه کې له جلال امرخېل سره مېلمانه وو، په دې غرمه جلال په خپل لاس ښه شاهانه غرمنۍ تیاره کړې وه.
باز محمد عابد. انجينر اباسین بهیر، ډاکټر اسدالله ښالیز،سرحدي ځواک، راحت سوکال ، عزت الله ځواب، نورالحق حداد، نیاز علي خاکسار، د خاکسار زوی نوید او زه له جلال سره مېلمانه وو.
د جمعې لمانځه ته مو تياری وکړو زه او جلال يو ځای ولاړو، له لمانځه وروسته عابد صيب او ملګرو اجازه واخيسته چې يوې جنازې ته ځو؛ د دورنټې د ماشومانو په پارک خبرې وشوې او نظرونه تبادله شول، له دې وروسته مونږ پنځه ملګرو دا فيصله وکړه چې سبا به اته بجې مازيګر کتاب پلورځي ته راځو.
په ۲۲ جولائي سهار کتاب خانې ته حاضر شوم چې سرمعلم حداد، عزت الله ځواب او نياز علي خاکسار ناست ول، له سلامه بعد مې د جلال پوښتنه وکړه ځواب وويل همدا اوس يې زنګ ووهلو او ويې ويل چې درنېزدې يم ، اخير په ۱۲ بجو يې وويل ماما پلازه کې يم ، مونږ حرکت ور وکړو، امرخيل او درې ګلالي ماشومان يې له تره زوی سره ډوډۍ ته ناست ول، ځواب غوسه و چې ناوخته کړی يې دی . له جلاله مرور شو.
د جلال په بې حده ټينګار مونږ هم په ډوډۍ کې ورشريک شو، ځواب مو هم مسکې کړو او لږه ډوډۍ يې وخوړه، له ماما پلازې مو حرکت وکړو او د کابل هډې ته په دوه رېکشو کې سپاره شوو، زه او جلال سره د درې ماشومان او هغوی درې واړه په هډه کې يوځای شو- ګرمي وه .
موټر مو سپيشل کړو ډرېور خوش اخلا قه انسان و، د شنو فصلونو سیند او لوړو غرونو ننداره پرکيفه او خوندوره وه . په لاره مو ښه سياسي او فرهنګې بحثونه وکړل، خاکسار ټيپ چالان کړو او د جاويد اميرخېل په غږ مو هغه نظم واورېده چې سليمان لايق صيب غني خان ته ليکلی و – هی هی وطن.
له دې موټره په تايمني کې کېوتو . ځواب نصرت ارمان ته زنګ ووهلو چې پغمان ته راځه ارمان هم په کابل کې و. مونږ د پغمان تر ماڼۍ پوري کروله موټر دربست کړو، ډرېور ښه ساعتېری سړی و، دا سفر مو هم له ټوکو ټکالو مالامال و.
ماڼۍ ته په قرغي ورغلو، د قرغې له منظرو مو هم خوند واخيست، ماڼۍ ته ورسېدو له موټره کوز شو، له تالاشۍ وروسته يې اجازه راکړه او په دروازه داخل شو، نصرت ارمان هم راورسېده، په لار کې د نورو ادبي او فرهنګي ملګرو سره ليده کاته وشو او د ماڼۍ تالار ته تر تالاشۍ وروسته داخل شو، تالار له خلکو ډک و کوربانه ولاړ وو، شفق شينواری مو وليده مشروبات يې راکړل او زمونږ سره يې جوړ پخير وکړو، دوران هم ستړي مه شي وکړه .
ددې ګټور جشن کوربتوب دخوشال بابا فکري او ادبي بهېر، د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګه ګۍ . قبايلو وزارت، دا طلاعاتو او فرهنګ وزارت او افغان ادبي بهير کولو. لومړۍ د قران عظيم الشان مبارک اياتونه قاري صاحب خالد داوړ ولوستل. بيا د افغانستان ملی سرود د اطلاعاتو او فرهنګ د موسيقۍ رياست ارکستر ګروپ وغږولو او ګډونوال يې په احترام ودرېدل .
دې جشن ته له پښتونخوا نه هم ۲۶ کسان چې شاعران، ليکوالان او سياسي کار پوهان راغلي ول. د غونډې پرانستونکي وينا لپاره انجينر ابراهيم ملنګ وبلل شو، ښا غلي وويل په پلان کې لرو چې له دې وروسته په ننګرهار کې د ملنګ جان په ياد غونډه جوړه کړو . او ورپسې به په سوات کې د افغاني کلتور غونډه وکړو.
د ولسمشر پيغام د ولسمشر د علمي چارو سلا کار استاد لعل پاچا ازمون ولوست. د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير رسول باوري وويل: قامونه او ولسونه په فرضي کرښو او ديوالونو نه بېلېږي.
د قبايلو او سرحداتو سرپر ست وزير عبدالغفور لېوال د پغمان په اهميت داسې وغږېده: د نن ۱۲۰ کاله مخکې په همدې ځای کې غازي امان الله خان وزېږېده، او لومړنی اساسي قانون هم دلته تصويب شو . د افغانستان د خپلواکۍ اعلان هم دلته وشو او د ازادۍ سمبول طاق ظفر هم دلته دی.
له کوزي پښتونخوا نه د ولسي تړون مشر عالمزيب مندړ صيب وويل چې سر له نن به د سولې او پرمختګ مشن روان کړو او ددې لپاره به کار کوو. ښاغلي مندړ وويل: زمونږ عزت او اهميت د افغانستان د سولې او سوکالۍ پورې اړه لري ، موږ يو ملت، يو کلتور دی، موږ ته خپل قدر په خپل کور رامالوم شو.
وروسته انانسر د افغانستان علمي او اکاډوميک شخصيت سليمان لايق ته بلنه ورکړه .لايق صيب وويل چې خدای دې تر هغې مرګ نه راولي چې موږ نه يو او بيا هم د لر او بر خبره تکراريږي.
مونږ د يو ملت او يو کلتور خلک يو او پاکستان په دې خاوره پلندر دی. ښاغلي وويل: په کوزه پښتونخوا او افغاني بلوچستان ظالم حاکم دی، دوی د خپلې افغانې خاورې دفاع او حفاظت لپاره هيڅ ګام پورته نکړو، دا زمونږ ورباندې قرض دی. مونږ په ظلمونو هم پوهېږو چې په تاسو څه کېږي . خوکه موږ د وينو له دې سيلابه راووتو ستاسې پوښتنه به کوو او يو ځای به لوی هېواد جوړوو.
له دې وروسته د پښتونخوا نه راغلې ليکوالې او شاعرې کلثوم زيب وويل: چې له پولې پوري غاړه هر پښتون دا خوب ګوري چې دلته راشي. او نن زما دا خوب پوره شو، زه خپل کور ته راغلم، نوموړې زياته کړه: زه استاده يم او د سکول په اسنادو کې پښتنو ماشومانو ته د قوميت په خانه کې افغان ليکو، زمونږ د پښتون ولس دښمن يو دی او موږ يو له بله لري کوي . په دې موقع کلثوم زيب د سيف الرحمن سيلم صيب دا بيت ولوسته
عجيبه ده محبوبه غيږه کې غواړې
او لاسونه دې بيا هم شاته تړلي.
محترم نورالامين يوسفزي پخپله وينا کې وويل: پښتنو ته جمهوري فکر له پلرونو او نيکونورا پاتې دی، نيکه به مې ويل چې زموږ د جماعتونو ډيوو ته به هندوانو تېل راوړل؛ ځکه چې هغوی ته په دې خاوره تحفظ ملاو و.
د پښتو موسيقي په اړه يې وويل، چې ډاکټر عبدالکلام ازاد به ويل چې زه وغواړم بيدار پاتې شم، افغاني موسيقې اورم ځکه چې افغاني موسيقي ژوند ۍ موسيقي ده .
شاعرې او ليکوالې صفيه صديقي وويل: موږ د ازادۍ زېږنده قام يوو، باچاخان حکومت نه وکړی. خو اوس د خلکو په زړونو حکومت کوي .
د کوټې ربنواز قا يل وويل: پلار مې په وصيت کې راته دا خبره کړې وه چې زما لار به نه پرېږدئ او د لوی افغانستان او پښتونستان لپاره به کار کوئ .
قايل صيب زياته کړه چې زه درې وړانديزونه لرم (۱) دا چې افغان حکومت دې خپله قضيه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. (۲) داچې دلر و بر پښتنو ته دې دغونډېدو او يو ځای کېدو لپاره کار وکړي . (۳) دافغانستان حکومت دې خپل سرحدونه روښانه کړي.
د قبايلو غني ګل مسعود هم خپله وينا واوروله، مسعود وويل: موږ پښتانه بايد يو غږ پورته کړو چې د جنګ او تشدد خلاف يوو او روان جنګ دې بند شي، د مازيګر د لمانځه وقفه شوه او لومړۍ ناسته چې رسمې وينا وې وې پای ته ورسېده.
په دويمه برخه کې اتڼ او تر اتڼ وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه، انانسري يې عنايت الله ديدار او يوې نجلۍ کوله، په مشاعره کې موسيقې هم ور شريکه شوه چې د مشاعرې رنګ او خوند يې پيکه کړو!
ډوډۍ مو په يولس بجې وخوړه ، سړه هوا لږ ېده . سټيج د تياتر او موسيقې هنرمندانو ونيوه، طنز او موسيقې تر۳۰:۱۲ بجوروانه وه، دلته مو نصرت الهام او ميوند شينواري سره هم کاته وشول . د پرګرام ترپايه ناست وو، الهام مو رخصت کړ او ميوند شينوار ي هم تللی و. د ماڼۍ لاندې دروازې ته راغلو په سړک مو د عمادالدين دوران انتظار کولو، ډېرو دوستانو ښه په نره ست وکړو، خپله د پغمان خلک هم مېلمه دوست او پښتانه خلک وو او په ورين تندي يې د شپې د پاتې کېدو ست کولو چې مېلمانه يې شوو .
د شپې لپاره ملګرو د دوران ځای انتخاب کړی و اوله دوران سره ولاړ و، هغه هم په رينجر ګاډي کې چې زما په کې اول ځل سفر و، په لاره مو د سياف ماڼۍ هم وليده . دوران ښه ښکلې او پر ېمان حجره درلوده ، شپه سبا شوه؛ جلال امرخېل ساجد بهار وحيد زهير شينواري او ملګري يې تر چايو څښلو وروسته ښار ته لاړل او مونږ د پغمان د منظرو سيال ته ووتو.
عکسونه مو واخستل د غرونو پټيو باغونو او قسما قسم ميوو ننداره مو وکړه، له چار مغز پرته الوبالو، مڼه، الوچه، زردالو او توتان مو وخوړل. غنم شنه ولاړ وو، د دوران دې پټې او باغ مو وليدل.
په دې چکر کې علي خېل هم راسره ملګری و، علي خېل د دوران ملګری و، دا ډېره ښکلې او پر سکونه تپه وه، خاکسار وويل: کاشکې دوه کاله مخکې دلته راغلی وای او دا ښکلا او ښايست مې لېدلی وی، حداد صيب يې خبره بد رګه کړه . د غرمنۍ لپاره بيا د دوران دې حجري ته راغلو. ښه خوندوره او مزېداره ډوډۍ مو وخوړه، ورپسې يې الوبالو او زردالان هم راوړل.
له دوران نه مو مخه ښه واخيسته او د ښار په طرف په کرولا موټرکې سپاره شوو. ښار ته ورسېدو، علي خېل هم خپله پښتنه مينه وښوده او مونږ ته يې د پاتې کېدو وويل، هغه سره مو خدای پاماني وکړه.
د سروش کتابخانې ته را غلو داکتاب خانه په مينه مارکېټ کې وه، سلام وشو، کتابونه موولېدل، حدادسرمعلم ۱۰ ټوکه کتاب زر او يوه شپه کتاب واخيسته، خاکسار غوښتل دکابل ژوبڼ ته لاړ شي، ځواب انجينرطارق نجيب ته زنګ ووهلو، چې باغ وحش ته راشي، بېګا ته له ډاکټر صيب شمس سره د مجلي لپاره مرکه کوو .
موږ موټر کې سپاره شوو، لږ مزل مو وکړو کلينر کرايه وغوښته، موږ کرايې لپاره پيسې راويستې، کلينر وويل: ستاسې کرايه شوې ده، موږ حيران شو چا ورکړه؟ مخکې نفر ورکړه . کله چې دباغ په دروازه کې کوز شو، هغه ځوان هم راکوز شو چې زمونږ کرايه يې ورکړې وه . دا نو د ارمان سره په فيسبوک کې ملګري و.
هغه ته مو ا جازه و رکړه او موږ باغ ته داخل شو، باغ هم لکه د ملي موزيم چور شوی او غريب ښکارېده . له يو څلي سره مو انځورونه وا خيستل، دا څلی باغ ته جوخت و، دلته انجينر طاريق نجيب هم راغلو او د شهدائي صاليحين هديرې ته لاړو ، په دې لويه او پرېمانه هديره کې ډېرې سترې هستۍ دفن دي.
( حضرت جبير انصاری رض) او حضرت تميم انصاري رض) زيارت مو وکړ ، د محمد هاشم ميوندوال په قبر مو هم د دعا لا سونه لپه کړل، له دې ځايه په ريکشه کې سپاره شو او نېغ پل محمود خان ته راغلوو.
په موټر کې کوتل ته ولاړو ا وس؛ نو د ډاکټر شمس نجيبې، امتياز نجيبي او طارق نجيب دوی مېلمانه شوو، له يو څه پلي مزل وروسته حجري ته ننوتو ، ډاکټر صيب چا سره مېلمه و، موږ ډوډۍ وخوړه، امتياز ډېره خرچه کړې وه، کوټه کې لوی سکرين لګېدلی و، ګپ شپ او ټوکې روانې وې، ځواب او طارق نجيب د مازيګر سايټ په اړه غږېدل .
ډاکټر شمس نجيب او ډاکټر معاذالله خان راغلل، ډاکټر شمس ښه ميلمه دوست و، زموږ په ليدو ډېرخوشاله شو، هر يو يې تر خپلې سينې جوخت کړو له روغبړ وروسته مو چای وڅښلې او له ډاکټر صيب نه مو د هغې د مسافرۍ په اړه وپوښتل.
ډاکټر شمس د امريکا په کليفورنيا ايالت کې اوسي، د مينې مجلې او مازيګر سايټ لپاره مو ورسره مرکه وکړه .
له مرکې وروسته مو د ډاکټرصيب په غوښتنه يو يو غزل هم ولوست او يوه وړه مشاعره تر سره شوه، ښاغلې وويل، زه ستاسې شعر او شاعرۍ سره اشنا يم تاسې چې کوم فی البديهه شعرونه ليکئ هغه لولم .
د شپي تر ناوخته مو بنډار وکړو، ويده شو، سهار تر چای څښلو وروسته مو له ډاکټر صيب نه اجازه واخيسته، ښاغلي ټينګار کاوه چې پاتې شئ نن ورځ او شپه به زما مېلمانه شئ . خدای پامانې مو ورسره وکړه، طارق نجيب تر پل محمود خان راسره ملګری و ، هغه خپل دفتر ته ولاړ او مونږ د جلال اباد په موټر کې راسپاره شو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي