67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د پلار جان تشه!

عبدالرحمن ميوند

پلار جان مو په خپلو لاسونو خپل ابدي کور ته ښکته کړ.
د کور شاوخوا ټولو ګاونډیانو او خپلوانو هم په جنازه کې ګډون کړی و.
يو ګاونډي وويل: تاسې له قبره راپورته شئ مونږ پرې تېږې ږدو؟
ورور مې وویل: صبر شئ! زما ورسره کار دی؟
– څه کار دی؟
– بس همدا آخري دیدن يې کوم
قبر ته يې سر ښکته کړ او پلار جان يې په سپینه ږيره ښکل کړ او د تل لپاره مو د پلار جان سره مخه ښه وکړه.
په ژوند تر ټولو تياره ورځ وه.
د قبر پوخولو وروسته هر چا به کوښښ کاوه چې یوه بېلچه خاوره پرې واړوي او ځان په ثواب کې شریک کړي، خاورو هوا سپیېره کړه ځینې دوستانو ته خو لا د یوې بېلچې خاورې اچولو نوبت هم ونه رسېد.
د پلار جان قبر په خاورو پټ شو، د کور تر څنګ د مسجد ملا او قاري صاحب په اوږدو سورتونو پيل وکړ، د تلاوت نه وروسته ملا صاحب د دنیا او آخرت په مسایلو مفصل وغږېد.
مونږ ټول ورته ځير وو، چوپه چوپتيا وه، د غرمې ۳ بجې وې لمر ښه ګرم لږېده آن په آسمان کې یوه ټوټه ورېځه هم نه لیدل کېده.
جنازې ته راغلي ماشومانو به خلکو ته د اوبو سړې پیالې نیولې وې، ملا صاحب دا خبره هم ښکاره کړه چې حاجي صاحب يو ښه او خېرخواه سړی وه تل به يې د جومات په کارونو کې مرسته کوله او خپل لمونځونه به یې په جمع ادا کول، له ماسره يې هم ډېري ښيګڼې کړي زه خو ترې خوشحاله یم او خدای تعالی دې دغه قبر ورته د جنت باغچه وګرځوي. آمین ثم آمین.
د ملا صاحب له خبرو وروسته، د پلار جان د ژوند سوانح د هغه یو ملګري لخوا ولوستل شوې:
مرحوم انجینر صاحب خطاب د ښوونځي لومړي ټولګي نه تر یوولسم ټولګي پورې اول نمره او د دولسم ټولګی يې سویه امتحان ورکړ.
د کانکور آزموينې ورکولو وروسته په اعلی درجه نمرو د تاجکستان انجینري بورس ته نوماند شو.
د پوهنتون زده کړې يې تر ماسټرۍ کچې پورې وې، چې د همدې زدکړو پر مهال يې دوه بهرنۍ ژبې هم په پوره مهارت سره زده کړې.
د پوهنتون د دورې بشپړه کېدو وروسته سمدستي د ساختمان وزارت ساختماني انجینر په حیث وګمارل شو.
لومړنۍ ساختماني پروژه يې د کابل سینما پامیر ترڅنګ د پولي کلینيک ودانۍ وه، د شپږو میاشتو خدمت وروسته يې د پروژې آمر په حیث دنده واخیسته او تر دې زیات شمېر دولتي ودانۍ يې په خپلو لاسونو جوړې او استحصال کړي.
د جهادې تنظیمونو جګړو پيل سره يې خپله دولتي دنده د ستونزو له وجې پرېښوده او بهرني موسساتو کې د دندې اخستلو په لټه کې شو چې تر ۲۰۰۱ م کال پورې يې دنده ترسره کوله او د نوي موقت ادارې په رامنځته کېدو سره، یو نوی فکر ورته پېدا شو.
د همدغې ادارې په راتګ سره يې ځانته یو ساختماني انجو جوړه او وورسته يې ترې ساختماني شرکت ساز کړ.
په دغه موده کې ډېرې ساختماني ودانۍ د هېواد د لا جوړتیا لپاره ساز او آن همدا اوس هم چې ومړ د کابل ښار په زړه کې د یو مسلکی ښوونځي ۲۴ صنفه لیلیه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه وه يوه ساختماني پروژه درلوده او کار یې اتیا سلنه بشپړ شوی هم دی.
په همدغه وخت کې مې د پلار جان ټيلفون ته زنګ راغی، له جيبه مې ژر مبایل راويست ګورم چې د اوکی بټن په خپله لګیدلې:
– بلی!
– انجینر صاحب آورئ
– اوبښی تاسو؟
– د ښار جوړولو او ځمکو وزارت نه تاسو ته زحمت درکوم.
– ښه امر وکړئ؟
– سبا سهار ۱۰ بجی د تدارکاتو ریاست جلسې ته راشئ
– بښنه غواړم! انجینر صاحب ومړ او همدا اوس يې جنازه ده
– څه – څه!
– هو رښتیا وایم زه يې زوی یم
– اوف خدايه دا څه وشول
– بس د خدای کارونه دي
– ډېره بښنه غواړم!
– هیله کوم
– مګر روغ جوړ سړی وه هغه تېره اونۍ مو ورسره په یو مجلس کې ولیدل ناروغ نه ښکارېده؟
– د زړه حملې له وجې کوما ته لاړ او وروسته ومړ.
– بیاهم بښنه غواړم، خدای مو نور له غمه وساته
– مننه، سلامت اوسئ
ټیلفون بند شو په لړزېدلو ګوتو مې جيب کې واچوه ، د پلار جان مرګ ډېر خفه کړی وم د ونې خوا ته لاړم ډډه مې ورته ووهله او د پلار څهره مې سترګو – سترګو ته کېده چې د ماشومتوب نه يې مونږ سره څومره خواري کړې تل يې زمونږ خوشالي غوښتې، دا تشه به بيا هېڅ کله هم ډکه نشي….!

24 خوښونې

اړوند مطالب

پاخه افکار
وروستی يادګار
فريد ملک سره مرکه
بې اعتباره حکمونه
ولسمشر ننګرهاریانو ته بیا تمه ورکړه
تر نڅا وروسته
پاخه افکار
قاتل

تبصرې

  1. سمسور حبیبي – جنوري 3, 2021 - 12:37 pm:

    څنگه بې‌غمه شولې، څنگه ارام ويده شوې
    د سپينو ستورو سره، د عرش په بام ويده شوې

    دې پردېسۍ ته گوره، ستا بې‌رُخۍ ته گوره!
    سترگې دې پټې کړلې، سرِماښام ويده شوې.
    هيواد شيرزاد
    😢😔

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جنوري 2021
S S M T W T F
 1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
3031  
« Dec   Feb »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /