67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د پوهنتون د پیليدو اندېښنې

لیکواله: نازو کمال

[pukhto]
د موبایل سکرین مې روښانه شو، د ټولګیوالې پیغام و، لیکلي یې وو: ژمی په خلاصېدو دی، استادانو ته به څه وایم چې د ژمي رخصتیو کې مې څه وکړل؟
هر کال چې له ژمي وروسته پوهنتون پیلېده، ځینو استادانو به د ژمي رخصتیو او فعالیتونو په اړه پوښتنې کولې، چې په ژمي کې په کومو کارونو بوخت وئ؟ مطالعه مو کړې؟ لیکنې مو کړي دي که نه؟ دا چې موږ د ژمي رخصتۍ عبث تېرولې د هر یوه د استادانو دغو پوښتنو ته اندېښنه وه، ځکه هېچا نه غوښتل چې د استاد او ټولګیوالو پر وړاندې کم راشي. د اندېښنې لامل څرګند و خو دا چې موږ ولې له ژمني فرصتونو ګټه نه پورته کوله، مطالعه مو نه کوله، یا ولې مو د لیکلو تمرین نه کاوه؟ ښايي ځینې دلایل ولري.
موږ د ادبیاتو د پوهنځي محصلین وو، مطالعه او لیکل تر هر څه راته اړین وو، هر استاد به ټولګي کې دا خبره کوله: چې له ادبیاتو فارغ شې او لیکل ونه کړای شې، بېسواده یې. دا خبره په وار، وار راته تکرارېده خو داسې ګټوره لاره نه راښودل کېده، چې مطالعې ته مخه کړو او لیکنې وکړو. زما په یاد دي، د پوهنتون ځینو استادانو به د نمرو یا آزموینو لپاره ځینې کتابونه جبري پر موږ لوستل، د دوی نیت نېک و چې محصلین به یو څه زده کړي یا به له مطالعې سره آشنا او عادت شي. خو په جبري ډول کتاب لوستنه نه یوازې دا چې څه ترې زده کېږي نه بلکې محصلین هم زړه توري کوي. د خپلې تجربې له مخې هغه کتابونه (له درسي کتابو او چپټرو پرته ) چې پر موږ لوستل کېدل نه یوازې دا چې څه مې ترې زده نه کړل، اوس هم چې هغه کتابونه په خپله آلمارۍ کې وینم خوا مې ترې بدېږي.
مطالعه په جبري ډول نه عامېږي، زما په اند په نورو لارو چارو دې په محصلینو او زده کوونکو کې د مطالعې ذوق وروزل شي، ډېرې داسې طریقې شته چې یو څوک مطالعې ته پرې هڅول کېدای شي، ځکه هغه کتابونه چې په خپله خوښه یې لولو تر ډېره مو ذهن کې پاتې کېږي نسبت هغو ته چې جبري یې مطالعه کوو. یو لامل چې موږ مطالعې ته زړه نه ښه کاوه همدا و، جبري لوستو زړه توري کړي وو او چې مطالعه و نه شي له لیکلو سره به څنګه آشنا شو او څرنګه به لیکل وکړو؟
ځکه مطالعه او لیکل سره لازم او ملزوم دي. له جبري لوستو به چې خلاص شوو، ژمی به شو، ځانونه به مو راحت احساسول او خوند به یې نه کاوه چې یو ځل بیا د کتاب مخ خلاص کړو. بل دلیل ښايي دا و چې د مطالعې او لیکلو ارزښت نه راته بیانېده او نه داسې روزل کېدو چې لوستلو او لیکلو ته وهڅول شوو. موږ ته هدف او لومړیتوب څرګند و، خو هغو ته د رسېدو په لارو چارو نه پوهېدو. دا راته جوته وه چې مطالعه او لیکل ډېر مهم دي مګر نه پوهېدو چې څرنګه پیل شي؟ خو که په محصلینو کې د مطالعې او لیکوالۍ استعداد او د شوق روزلو لپاره له نویو لارو چارو کار واخېستل شي نو له ډېرو محصلینو سره به دا اندېښنه نه وي چې مطالعه نه شي کولای او د لیکلو وړتیا نه لري.
[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

ترور خان
اس يو ؤ او سپاره ډېر!
د مازیګر بنډار اتلسمه ناسته وکړه!
غوټه
مرغۍ
کېنه مړه
د مازیګر بنډار اووه ویشتمه ناسته وکړه!
ستا په شان پلار

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2020
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /