د پيل تر پښو لاندې

ژباړن: اسدالله غضنفر
[pukhto]
د براعظمګي په تېر تاريخ کې د اعدام جزاګانې له لويه سره په دوه ډوله وې: يو د قتل، غلا، زبرزما (د جبر زنا) او يا اختطاف په څېر اجتماعي جرمونو لپاره او بل د بغاوت لپاره د اعدام جزا وه.
هر هغه چاته چې د واکمن پر خلاف به يې اقدام کاوه، د واکمن د وژلو هڅه به يې کوله او یا به يې د حکومت د نسکورولو دسيسه جوړوله سخته سزا ورکول کېده، د اجتماعي جرم د جزا ټاکل د قاضي کار و، قاضي به په محکمه کې په دوسيه باندې له غوره وروسته يوه فيصله وکړه. خو د واکمن پر خلاف د جرم دوسيه به واکمن پخپله څارله، ځکه دغسې کس د واکمن شخصي دښمن ګڼل کېده. د بغاوت جزا معمولاً اعدام وه. البته کله کله به د درباريانو يا لويو اشرافو شفاعت د باغي د بخښلو سبب شو.
د سلطنت د زمانې ( د ۱۲۰۶ او ۱۵۲۶ تر منځ) او د هند د مغولو د زمانې (له ۱۵۲۶ څخه تر ۱۸۵۷ پورې) تاريخي شواهد راښيي چې باغيانو او مجرمانو ته جزا څنګه ورکول کېده. د اعدام حکم به د سر غوڅولو، په دار کولو، حلالولو، سا تربتولو ، ژوندي ښخولو، د کلا له بامه د راخطا کولو او يا د هاتي تر پښو لاندې اچولو په بڼه اجرا کېده. دا دود هم وو چې د محکوم د بدن غړي دې په ژوندوني غوڅ او تر هغه وروسته دې ووژل شي. که به محکوم د سلطنتي کورنۍ غړی و نو ممکنه وه چې په زهرجنو خوړو باندې په اسانه ختم شي.
د حکومت يا پاچا پر ضد باغيانو يا دسيسه جوړونکو ته خورا سختې جزاوې ورکول کېدلې. د داسې کسانو خپلوانو به د اعدام شوي د ښخولو اجازه نه لرله. د محکوم مړی به په ورځو ورځو د ښار په چوک يا داسې بل معلوم ځّای کې تر هغو ځړېدلی وو چې غوښې به يې وشړېدې او يا به ځناورو او مرغانو وخوړې. په ځينو مواردو کې د محکوم مړی په ښار کې ګرځول شوی دی.
سياسي بنديان د واکمن مخې ته اعدامېدل. په پاچاهي ماڼۍ کې به هاتيآنو ته روزنه ورکول کېده چې د واکمن په يوه اشاره باندې محکوم چخڼي کړي. محکوم به ميدان ته لاس و پښې تړلی راوستل شو. هاله به روزل شوی پيل محکوم ته مخامخ ودرېد او د واکمن په اشاره به يې پر محکوم باندې پښه کېښوده. دا دردوونکې جزا وه خو د هند براعظمګي په تېر تاريخ کې ډېره تکرار شوې ده.
همدا جزا د جلال الدين خلجي په دور کې ( له ۱۲۹۰ تر ۱۲۹۶ پورې) سيدي مولا ته ورکړه شوه چې د واکمن پر خلاف يوه دسيسه کې د لاس لرلو شک ورباندې و. علاوالدين چې په جلاالدين پسې له ۱۲۶۹ تر ۱۳۱۶ پورې پاچاهي وکړه، د چنګېزې مغولو د يرغل له تمبولو وروسته ټول جنګي اسيران د پيلانو تر پښو لاندې چخڼې کړل. د دې پېښې په اړه د دغه سلطان د زمانې مورخ ضياالدين برني ليکلي دي چې سلطنتي تخت د وينو په درياب کې ډوب شو. چنګېزي لښکرې چې له دا رنګه جزا وېرېدلي وې، پر هند باندې له حملې منصرفې شوې.
جلا الدين محمد اکبر (۱۵۵۸- ۱۶۰۶) د خپل رضاعي ورور ادهم خان په اړه چې په قتل متهم وو، حکم وکړ چې د ماڼۍ د ديوال له سره دې لاندې راګوزار شي او دا عمل دې تر هغو تکرار شي چې سا يې په تن کې وي.
کله چې د جهانګير پاچا زوی، خسرو، ناکام بغاوت وکړ نو جهانګير خپل زوی او ټولو هغو کسانو ته جزا ورکړه چې ملګرتوب يې ورسره کړی وو.
د لاهور د ټکسلي دروازې د باندې د دارونو يو قطار جوړ شو او ټول باغيان د خلکو مخې ته په دار شول. د شهزاده خسرو دوه ملاتړي، حسين بېګ او عبدالرحيم د خره او غويي په پوستکو کې وګنډل شول او د لاهور ښار په بازارونو کې په خرو سپاره وګرځول شول. د خره د پوستکي د ژر وچېدو په وجه د حسين بېګ سا تربت شوه، ومړ، خو هغه بل چې د غوايي په پوستکي کې و، د خپلو ملګرو په مرسته وژغورل شو.
د حيوان په پوستکې کې د محکوم ګنډل، د چنګېزي مغولو دود و. د بابر اولادې (هندي مغول) دا جزا له هغوی زده کړې وه. البته له همدې خاص مورده وروسته موږ بل داسې سند نه لرو چې د بابر د اولادې بل پاچا دې د دارنګه جزا حکم کړی وي.
اورنګزېب پاچا د خپل ورور داراشکوه او د داراشکوه د زوی د حلالولو حکم وکړ ، د حکم د اجرا ورورسته د دارشکوه مړی د پيل په شا د ډيلي په بازارونو کې وګرځول شو. د هغه وخت د مورخ خافي خان په قول د ډيلي خلکو د دارا شکوه د مړي په ليدو ژړل او د هغه پر قاتلانو يې لعنت وايه.
د بابر د کورنۍ د وروستيو پاچاهانو په زمانه کې واکمنو د اعدام عصري طريقې خپلې کړې. مثلاً په ځينو مواردو کې به محکومان د توپ خولې ته تړلي ودرول شول او توپ په ډز وکړ. دا طريقه انګرېزانو هم خوښه کړه او په هند کې يې د خپل حاکميت په دوران کې ډېر ځله ورنه کار واخيست.
دهند په تاريخ کې دا هم وينو چې مجرمانو ته د اعدام نه بلکې د يوې قلعې په زېرزمينۍ کې د بندي کېدو او تدريجي مرګ سزا ورکول شوې ده. بنديان به په دغو زېرزمينو کې د ناوړې تغذيۍ، د تازه هوا د نشتوالي او د بدو صحي شرايطو په علت په ورو ورو په زجر مړه کېدل. يو ايټاليايي سيلاني، منوچي، چې د ۱۶۵۸ او ۱۷۰۳ کلونو تر منځ هند ته تللی و، ليکي چې د هند د مغولو پاچايانو دا عادت دی چې سياسي بندي ته داسې زهر ورکوي چې صحت يې ورو ورو خراب شي او په اخر کې ومري.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي