د پښتون د ژوند کتاب

هیله پښتنه
[pukhto]
د پښتنو د ژوند کتاب کې هره پاڼه ځان ته جلا رنګ لري او هره پاڼه کې بلها کېسي پرتي دي ، که څوک غواړي يو کتاب ولولي ، نو تر هر څه وړاندې يې سريزه لولي، تر څو سم پرې پوه شي د ليکونکي موخه څه ده او ويل څه غواړي؟
همدارنګه که څوک پښتنو سره کښېني، خبرې يې واوري په اند او احساس يې ځان پوه کړي، نو هله به ورته مالوم شي چې پښتون چاته ويل کېږي؟
د پښتنو د ژوند کتاب لومړۍ پاڼې یې خوندورې او زړه راښکونکي دي، ځکه چې دا پاڼې ټولي پر ژمنې او وفا ليکلای شوې دي، په ډېرو څېزونو کې دوی ډېر کلک ژمن او پر خبره ټينګ ولاړ دي دلته پښتانه تر هر څه ډېر د خپلې ټولنې دود ته ژمن وګړي دي، دوی د ټولني د دود ترڅنګ د ژمنې پر ویاړ سر ورکوي ، خو په خپله د ټولني وتلي کار ته غاړه نږدي.
په پښتنه سيمه کې پښتانه مشران په خپلو دوديزو کارونو دومره کلک ولاړ وي، چې دوی دپښتنو د رسم و رواج په وړاندې بې وسه او ناتوانه شي ، د ځان سره سره د خپلو د بچو راتلونکې پرېکړه هم دوی خپل د دود پر بنسټ کوي ، د بچو ژوند که مې تباه کېږي خېر؛ خو چې د پښتنو دود مات مې مات نه شي.
د همدې جملې نه مېلمه پالنه او پناه ورکول دي، چې د نړۍ نور وګړي هم ورته ګوته په غاښ نيسي ، نو دغه هم يو لامل دی ، چې ډېر پښتانه بچي په درس او زده کړي کې د نړۍ د نورو وګړو په پرتله ډېر وروسته پاتې دي .
دپښتنو د ژوند ډېرې پاڼي بيا په دين او عقيده ښکلي او رنګېني دي ، دوی خپل د دوديزو پرېکړو تر څنګ د خدای (ج)او د هغه د رسول (ص) امر هم په سر سترګو منلی دی . هغه ځکه چې اسلامي احکام او د پښتنو دودونه دواړه يو له بل سره مترادف دي، څه چې اسلام او قرآن خپل د پيروانو څخه غوښتي هغه زموږ د دود سره ډېره ژوره اړيکه لري.
څه چې اسلام کې حکم دی هغه زموږ د ټولنې دود او غوښتني هم دي ، د بېلګي په توګه د مشرانو درناوی کول، دمور او پلار هر امر ته سر ټېټول، دښمن ته پناه ورکول او داسې نور…. خو د دې کتاب ډېري پاڼي بيا تورې د درد او غم ډکې دي ،هغه ځکه چې پښتنو تل ټوپک غاړه کې اچولی او کله کله ټوپک سره دومره مينه لري، چې ان د همدې ټوپک د ماشې چلولو ته زښت زیات لېوال وي ،په دې لېونتوب کې خپل ځان ،کورنۍ او د ټولنې ژوند هم تباه کوي. دلته بيا که اسلامي او قرآني احکام تر پښو لاندې کېږي ؛ خېر پروا نشته خو چې د ټوپک ماشه یې وچلېږي ، بيا یې زړه هم ارام واخلي.
دوی ډېر مهربانه او زړه سوانده هم دي، خو له بده مرغه دا زړه سوی او مهرباني يې ټول د پرديو لپاره دي. په خپل منځ کې بيا په تربګنيو او دښمنيو نه مړېږي، چېرې چې ګورې پښتانه په تورو غرو وچو دښتو کې خپل ټوپک سره شپي سبا کوي.
ښه مې ياد ته راځې؛ چې زموږ د کور تر څنګ دوو هټۍ والو د يو تبر پر سر په يو ساعت کې دولس مړي وکړل،دولس ميندې بورې،دولس تورسرې کونډې او بې شماره بچي يتيمان شول.
نو که چېری دوی داسلام احکام منلی وای ، هېڅ کله به داسې نه کېدل ، خو نه دلته دوی ته خپل غيرت او د ټوپک ماشې ډېر ارزښت درلوده ، ځکه يې هر څه تر پښو لاندې کړل.
کله کله که په دې اړه فکر کوم وايم های تقديره څه چارې دی زما په ګرانو پښتنو وکړې، دوی به کله دا تورې پاڼې رنګينې او د خوښيو ډکې کړي، خو بيا هم وايم ؛ دا هرڅه هغه وخت کېدای شي، چې د ټوپک پر ځای قلم د تربګنۍ پر ځای مينه، محبت او يووالي ته ځای ورکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي