د ځمکې جاذبه

انجينر طارق نجيب
[pukhto]
په ځمکه خو مونږ تاسې ټول ګرځو، خو کله مو په دې فکر کړی چې ځمکه مونږ ولې بره خواته نه پریږدي؟ کیدای شي ډير په دې هم حیران شي چې دا څنګه پوښتنه ده، خو که ځیر شو ددې هر څه شاته یو ساینس او فزیک پروت دی چې ځمکه مونږ نه پریږدي چې بره لاړ شو.
ځمکه خپله جازبه قوه لري چې د ځمکې دنننۍ برخه یا هسته چې تر ۵۴۰۰ سانټي ګریډ درجو پورې حرارت لري او د ځمکې سطحې نه ۶۳۷۱ کیلو متره لاندې پرته ده، له کبله منځ ته راځي.
د ځمکې جازبه قوه د هستې څخه په لري والي سره راټیټیږي نو له همدې کبله ویلی شو چې د ځمکې په مختلفو برخو کې د ځمکې جازبه توپیر کوي که څه هم دا توپير د ځمکې تر ټولو ټیټې سطحی یا Dead Sea (ډیډ سمندر) او د ځمکې تر ټولو لوړه سطحې یا Mount Everest (د ایوریسټ غر) تر منځ د جازبه ۰.۰۱٪ توپیر کوي خو بیا هم یو توپير دی. یانې که د یو شي وزن په Mount Everest کې ۵ کیلوګرامه وي نو په Dead Sea کې به دا وزن پنځه کیلو ګرامه او نیم ګرام شي. اوس ویلی شو چې همدا جازبه ده چې زمونږ او ستاسې وزن ټاکي. که د ځمکې جازبې څخه تښتیدل غواړې نو باید ستا سرعت ۷ مایله پر ثانیه وي، یانې دا د ځمکې څخه د تیښتې سرعت دی.
جازبه قوه د هر وزن لپاره مساوي ګړندیتوب (Acceleration) ورکوي، یانې که د بام سر نه یو اوسپنیز توپ او ربړي توپ په یو وخت راوغورځوئ نو په یو مهال به ځمکې ته راورسیږي.
په لمریز نظام کې هره سیاره خپله جازبه قوه لري چې د ځمکې سره ډیر توپير لري یانې که مونږ د ځمکې پر مخ ۷۵ کیلو وزن ولرو نو په عطارد کې به همدا وزن ۲۸.۷، زهره کې ۶۸، مریخ کې ۲۸، مشتري کې ۱۸۹.۸، زحل کې ۷۹.۸، یورانوس کې ۶۸ ، نیپتون کې ۸۵.۵، پلوټو کې شاوخوا ۵ کیلو او زمونږ خپله سپوږمۍ کې به همدا وزن ۱۲ نیم کیلوګرامه وي. د مریخ یوه سپوږمۍ چې ډيموس نومیږي، هغې کې جازبه دومره لږه ده که چیرته انسان بره خوا ټوپ کړي، نو فضا ته ننوځي.
د ځمکې جازبه ولې نه کميږي یا زیاتیږي ددې ځواب په دې کې دی چې د ځمکې کتله هیڅکله نه کمیږي او نه زیاتیږي.
لکه څنګه چې د بدن هر درد د ماغزو پواسطه درک کیږي او ماغزه خپله د درد احساس نه شي کولای، همدارنګه د ځمکې جازه د ځمکې هستې له کبله وي خو په صفري نقطه کې هیڅ جازبه شتون نه لري. له ځمکې پرته په کایناتو کې داسې جازبې هم شته چې ماده خو پریږده، له هغې رڼا هم نه شي تښتیدلی، لکه بلیک هول چې د زیاتې جازبې له کبله یو غر هومره ماده په یو ګیلاس هومره ځای کې زبیښي. په کایناتو کې له جازبې قوې هم غښتلې قوه شته چې هغې ته توره انرژي یا Black Energy وایي چې له کبله يې کاینات لا پسې پراخیږي او جازبه يې به یو محدود چوکاټ کې نه شې ګیرولای.
اوس یوه بله پوښتنه ده هغه دا چې که د جازبه له منځه لاړه شي نو څه به پیښ شي؟
ددې پوښتنې لومړنی ځواب خو دا دی چې داسې هیڅکله نه کیږي. خو بیا هم ساینسپوهانو په دې اړه څیړنه کړې ده، دوي وایي:
که ځمکې جازبه له لاسه ورکړه نو تر ټولو وړاندې به سمندرونه، سیندونه، ډنډونه او تر ټولو اړین زمونږ اتموسفیر به په فضا کې تیت شي.
زمونږ بدن به په صفر جازبه کې خپله وړتیا له لاسه ورکړي او د بدن ټپونه به زر نه ښه کیږي او معافیتي سیستم به له مینځه لاړ شي او که لنډ ووایو نو مونږ ژوندي نه شو پاتې کیدای. ځمکه به هم دوه ټوټې شي ځکه دا ځمکه د همدې جازبې پواسطه سره نښتې ده. ساینسپوهانو دا هم ویلي دي د ځمکې یواځې ۰.۳ جازبه ددې لپاره کفایت کوي چې هر شی فضا کې خوشې کولو ته پرینږدي.
د انسان بدن د ځمکې په څير جازبې سره عادي شوی که چیرته جازبه توپیر وکړې نو د انسان بدن باندې اغیز کولای شي، اوسنیو څیړنو ښودلې چې ستورمزلي په سپوږمکیو وخت تېرولو سره د هډوکو کتله له لاسه ورکوي، د عضلات غښتلتیا يې کمزورې کیږي، په خوب باندې ژور اغیز کوي او د وینې سره کرویات يې راټیټیږي. دا هر څه خو په یو څو میاشتو سفر کې منځ ته راځي، نو تاسې خپله فکر وکړئ چې مونږ په داسې حالاتو کې ستر شو نو پایله يې څه کیدای شي؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي