67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د ځواب شعر

ايمل جلال

[pukhto]
څو اونۍ وړاندې د اکتوبر د انقلاب ۱۰۲مه وه. البته مارکس د کارګري انقلاب وړاندوینه کړې وه خو د اکتوبر انقلاب او بیا وروسته د پخواني شوروي اتحاد رامنځته کېدل هغه څه نه وو چې مارکس یې وړاندوینه کړې وه.
خبره مې دا کوله چې مارکسیزم د یوې سیاسي – اقتصادي تیورۍ ورها خوا تر ډېره بریده انتقادي تیوري ده. همدا انتقادي اړخ دی چې مارکسیزم ته یې د فرهنګ، ادبیاتو او هنر په ګډون د ټولنیزو علومو په هره برخه کې د څه ویلو صلاحیت ورکړی دی.
په نورو ژبو کې د ټولنیزې بې عدالتۍ پر وړاندې مارکسیست محوره فرهنګ، هنر او ادبیاتو خورا پرمختګ کړی. خصوصاً په روسیه کې د نیکولای استرافسکي، ماکسیم ګورکي، چنګیز ایتماتوف په څېر لسګونو نورو لیکوالو د حاکم سیستم پر وړاندې غږ پورته کړ. په اروپا، لاتینې امریکا او آسیا کې هم ورته مخالفې څېرې شته دی. په افغانستان کې د کمونیستي انقلاب په محور کې هم یو شمېر افغان لیکوالو هم ادبیات تولید کړل خو زه فکر کوم چې ددې ادبیاتو لویه برخه د شوروي اتحاد د ادبیاتو تقلید و. حتا د تره کي په ناولونو کې د استرافسکي او ایتماتوف تقلید شوی او په فرهنګي لحاظ ځايي رنګ او بوی نه لري. د دوی استدلال دا و چې د نړۍ کارګران او زحمتکشان له یو بل سره توپیر نه لري. ټول سره یو دي. ټول د کاپیټالیستي استکبار لخوا ځپل شوي او د ټولو هدف ددې استبکار خاتمه ده.
حال دا چې دوی د فرهنګ پدیده له پامه غورځولې وه. په فرهنګي هویت یې سترګې پټې کړې وې. د افغانانو، ختیځې اروپا، لاتینې امریکا او ځینو آسیايي هېوادونو د په اصطلاح کارګرانو فرهنګي هویت له یو بله توپیر درلود. حتا افغاني کمونستانو د کاپیټالیزم پر ځای فیوډالیزم سره مبارزه کوله!
له بده مرغه په افغانستان کې له فرهنګي لحاظه د بومي انتقادي ادبیاتو منځپانګه د نورې نړۍ په پرتله کمزورې ده.
د ځواب له شعر سره له اوږدو کلونو آشنا یم. دده ټوله شاعري نه بلکې یوه برخه یې د مارکسیزم له انتقادي تیورۍ متاثره بولم. د ځواب لخوا ټولنیزې بې عدالتۍ پر وړاندې د غږ پورته کولو لپاره د مارکسیزم لوستل شرط نه دي. دغه شعور چې د بې عدالتۍ ریښه د ټولنې د حاکمې طبقې په وجود کې مطرح کوي، په خپل ذات کې مارکسیست شعور دی. د « خان، ملک، ملا، حاجي، چارواکي، زورواکي، ټوپکسالار، جنګسالار حتا تکنوکرات او …» کرکټرونه د اوسنۍ حاکمې طبقې لپاره هغه قالبونه دي چې ځواب یې په مسلسل ډول او بېلابېلو فورمونو کې کاروي.
ځواب د «حاجي» په نامه یو شعر لري چې د مارکسیست انتقادي سبک تر ټولو په زړه پورې نمونه ده او زما ډېر خوښېږي.
د پښتو شعر د مدیریت په اړه پخوا هم بحثونه شوي دي. یو مهم بحث او پوښتنه دا ده چې « هنر د هنر لپاره که هنر د خلکو لپاره؟» دا پوښتنه په ټوله کې د هنر او په ځانګړي ډول د شعر پر پیغام بحث ته زمینه برابروي. دا پوښتنې چې شعر باید پیغام ولري کنه؟ پیغام باید د شاعر د ذهن محصول وي که د ټولنيز واقعیت؟ آیا د فرهنګي واقعیت، فردي او ټولنیزې تجربې پرته شعر ممکن دی؟ په شعر کې د تقلید نقش او حدود تر کومه بریده دي؟ او…
ځواب پدې توانېدلی چې په خپل شعر کې پورتنۍ پوښتنې تر یو بریده ځواب کړي.
قلم دې تاند وي!

[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

څه به کوو؟
د مازیګر بنډار اومه ناسته وکړه!
ځمکه
اوهو باران شو!
ستړي
مطالعه څه ګټې لري
د جنگ اقتصاد او د اقتصاد جنگ
لس ټکي چې د خبرو په ګټلو کې مرسته کوي

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جنوري 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« Sep   Feb »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /