د ښځو د ورځې بنسټ اېښودونکې

شريف زيارمل
[pukhto]
(کلارا زتکین)
کلارا زتکین، د ښځو د خلاصون غورځنګ بنسټاېښودونکې، د سوسیال ديموکرات ګوند له مهمو غړو او د آلمان د ښځو غورځنګ د تاثیر لرونکو ښځو له ډلې څخه وه.
کلارا زتکین د ۱۸۵۷ کال د جولای په ۵مه د آلمان په «د میدوری ساکسون» کلي کې وزېږېده. هوښیاري، له ټولنیزو مسائلو څخه سم لید او انسان دوستي د هغې له سترو ځانګړنو څخه وې چې له وړکتوب څخه ورسره مل وې.
کلارا زتکین په ۱۸۷۲ کال کې له خپلې کورنۍ سره یوځای د لایپزک په ښار کې مېشت شوه او همدلته د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند غړې شوه. کله چې په ۱۸۷۸ کال کې بیسمارک د سوسیال ديموکرات ګوند کړنې غیر قانوني اعلان کړې او د دې ګوند ۹۰۰ تنه غړي یې تبعید کړل، کلارا زتکین له خپل مېړه سره فرانسې ته تبعید شوه. په فرانسه کې هغه ارامه کښېنناسته او هلته یې هم خپلو انقلابي کړنو ته ادامه ورکړه او کور یې د انقلابیانو مرکز وګرځېده.
په فرانسه کې کلارا زتکین د ښځو حقونو لپاره نه ستړې کېدونکي کارونه وکړل. د هغې د هڅو له امله دوهم انترناسیونال کنګره په ۱۸۸۹ کال کې په پاریس کې ونیول شوه چې کلارا زتکین د جلسې د دارالانشاء غړې وه او د ټولې اروپا سیاسي ګوندونو ۴۰۰ مشرانو په وړاندې یې وینا وکړه چې په کې د ښځو او کارګرانو حقونو په اړه وغږېده او ويې ویل: «تر هغې چې په ټولنه کې طبقاتي نظامونه وي؛ د سړیو او ښځو حقونه نه خوندي کېږي. تر هغې چې پانګوالي نظام له منځه نه وي تللی؛ ظلم او زورواکي، جنسي او طبقاتي توپیرونه به دوام ولري.»
د مېړه له مرګه وروسته کلارا زتکین بېرته آلمان ته راستنه شوه او هلته یې د سوسیال ديموکرات ګوند په خپرندویه مجله کې کار پیل کړ. وروسته یې د «برابري» مجلې مسؤلیت په غاړه واخېست چې دا مجله د «سوسیالیست ښځو غورځنګ» مرکزي خپرندویه وه.
د ۱۸۵۷ او ۱۹۰۷ کلونو په ترڅ کې د نیویارک کارګرو ښځو مبارزو او سرښندنو ته د درناوي په پار کلارا زتکین په ۱۹۱۰ کال کې د ښځو په دوهم نړیوال کنفرانس کې وړاندیز وکړ چې د مارچ اتمه باید د ښځو نړیوالې ورځ په توګه ونومول شي. په ۱۹۲۱ کال کې یې بیا ځلې دغه وړاندیز تکرار کړ او په ۱۹۷۵ کال کې د ملګرو ملتونو له لوري د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځ په توګه په رسمیت وپېژندل شوه.
کلارا زتکین په تولید کې د ښځو په برخه اخېستلو خورا زیات ټینګار کاوه. «شیلا رباتم» د هغې په اړه وایي: (په آلمان کې زتکین په تولید کې د ښځو په ګډون ډېر ټینګار کاوه. په تولیدي کړنو کې ګډون نه یوازې دا چې ښځو ته اقتصادي خپلواکي ورکوي، بلکې له دې لارې کولای شي خپله پوهه لوړه او په ځان باور ډېر کړي).
زتکین په داسې حال د ښځو حقونو په اړه وینا کوله چې په هغه وخت کې ښځو په فابریکو کې ۱۶ ساعته کار کاوه او په بدل کې يې د سړیو نیمه برخه مزد ترلاسه کاوه. کلارا زتکین ویل: «څرنګه چې کارګران د پانګوالو له لوري زبېښل کیږي، ښځې هم ترهغې چې اقتصادي خپلواکۍ ته نه وي رسیدلې د نارینه په بند کې وي.»
د کلارا زتکین د هلوځلو په پایله کې په کال ۱۹۰۷ کې د ښځو لومړنی نړیوال کنفرانس جوړ شو چې په هغه کې له ۱۵ هېوادونو څخه ۵۹ ښځو ګډون درلوده.
کلارا زتکین په کراتو، کراتو مسکو ته هم سفر کړی او له لينین سره يې نېږدې پېژندګلوي درلوده. له لينین سره یې خپلې لیدنې او کتنې په «له لنین څخه زما خاطرات» کتاب کې لیکلي دي.
دغه زیارکښه، مبارزه، انقلابي او کمونیسته ښځه د ۱۹۳۳ کال د جون په ۲۰مه د ۷۶ کالو په عمر په مسکو کې ومړه او ایرې یې د روسيې په سیندونو کې وشیندلې.
یاد یې ژوندی او لاره یې له لارویانو ډکه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي