د کاروان پر پله
نصرت الهام
ډيوې د سترګو بلې بلې کړه رڼا واغونده
چې دا ښکلا دې غبرګه غبرګه شي خندا واغونده
خپل غم يې راکړويل يې خوره يې او څښه خپلې اوښکې
ته لېونی يې دلته مه ګرځه صحرا واغونده
د يارانې هغه وړې وړې خبرې وکړه
د ميينتوب د ورځې سره کالي دې بيا واغونده
د تفکر په نيلي ولاړ شه د منطق کلي ته
د تخيل وزرې پرانيزه دنيا واغونده
الهامه هسې د تودې غېږې ارمان مه کوه
خپل خړ څادر دې په دې شپه کې د يلدا واغونده
تبصرې
تبصرې بندې دي