د کتاب په بازار کې انارشي ده

دانش سره مرکه
[pukhto]
افغان ناشر الحاج اسد الله دانش ساپی نن مازيګر کتابپلورځي ته راغلی وو، د کتاب د فرهنګ د غوړېدا په اړه مو ورسره مرکه وکړه.
د کتابخانې فکر درسره څنګه پيدا شو؟
– زما والد صېب کور کې وړه کتابخانه درلوده، هغې ماته يو فکر راکړو، زه د مور او پلار يو زوی یم، پلار به مې ويل چې يو زوی مې بل وای چې دا زما کتابونه يې سمبال کړي وای، ماته به يې يو قسم زور هم راکولو، چې ولې زه درته سړی نه ښکارم که څنګه؟ نو هغه پل چرخي کې بندي شو او زه پېښور ته لاړم له ۲۸۰۰ روپو نه مې کار شروع کړ چې يو وخت راته ما وطن شړشم کړی و، ډېر کتابونه مې چاپ کړي ول، ما ويل اوس يې سمبالوه هاهاها.
د ده يو څو کتابونه په بالښت کې راغلي وو هغه ما چاپ کړل، دا افکار جاويد د ده يو کتاب و هغه مې چاپ کړو او ورته مې راولېږل، دا چې اوس هر کور کې يوه کتابخانه وي نو ماشوم چې غټېږي هغه سره يو احساس پيدا کېږي. چې دا کتاب هم يو شی دی، په دې زما پلار پيسې ورکوي، اوس خو دې خلکو ته داسې ښکاري لکه اضافه شی چې په کتاب پيسې ورکوي، لکه په زوره يې چې ترېنه اخلې.
– له پېښور نه دې افغانستان ته کتابخانه را انتقال کړه، ټول څومره کتابونه دې ول؟
– تقريباً ۱۶- ۱۷۰۰ بورۍ وو، مونږ تقريباً ۲۵۰۰ عنوانه کتابونه چاپ کړي اوس ژوندي ۸۰۰ عنوانه کتابونه لرو، ډېر داسې دي چې ختم شوي بيا مو نه دي چاپ کړي.
– ځينې کتابونه يو ځل چاپ شي بيا څه وخت پس بازار کې نه پيدا کېږي؟
– ما تا ته مخکې هم فرياد وکړلو، د سړي زړه هم نه کېږي، يو خو فروش نشته بل دا چې خلک کتابونه بې اجازې، بې مشورې په انټرنيټ کې خپروي، نو د سړي يو قسم زړه مات شي، بل ډېر کتابونه داسې وي چې له وخت سره وي، بيا نه چاپ کېږي، ډېر سياسي کتابونه مونږ چاپ کړي چې بيا مو چاپ نه کړل د هماغه وخت لپاره وو.
– د ويبسايټونو والا وایی چې د نورو ژبو کتابونه په اڼترنيټ کې وي نو پښتو کتابونه هم بايد انټرنيټ ته پورته کړو.
– دوی بايد دا معلومات هم وکړي چې په نوره دنيا کې څوک يوه جمله د چا له اجازې بغير نه شي خپرولی، ته څنګه زما کتاب خپروې؟ زه ناشر يم ما درته اجازه نه ده درکړې، ما په کتاب ۵ لکه روپۍ بندې کړي، ما سره ۲۵۰ عنوانه کتابونه دي، ما پرې ډېر زيات مصرف کړی، زه اوس دومره پيسې نه لرم چې هغه چاپ کړم، که هغه چاپ هم کړم او ته يې په انټرنيټ کې واچوې زما دا سرمايه څوک راکوي؟ بله دا چې دوه يا پنځه فيصده فس بکيان يآ انټرنيټ والا دي، نور خلک خو ډېر دي ته ولې د نورو خلکو مخه نيسي؟ زه يې اوس د دې لپاره نه چاپوم چې ته يې سبا کاپي کوي.
دلته کاپي رايټ قانون نشته، خارج کې خو يې چې خپرويو پيسې ورکوي، قراداد کېږي. دلته زما ليکوال يو فکر لري، هغه هم غلط فکر لري. هغه وایی چې خلکو ته ورسېږي، چې خلکو ته يې رسولی شې نو په ما يې ولې چاپوې؟ مه يې چاپوه، ليکه يې او ڼيټ ته يې اچوه، ووايه چې وروره دا کتاب مې د چاپ وړ نه دی، ته هم يو ناشر يې دې درد باندې خو ته هم پوهېږې، يو سړی نيټ ته يو کتاب اچوي ته يې چاپوې؟
– انټرنيټ په چاپ مثبت اغېزه کړې که منفي؟
– زموږ په ټولنه يې منفي اثر کړی ځکه داسې يو شي چې وشي چې يواځې نيټ د پاره ټیپ کړي، کاپي يې کړي وايې چوي څه خبره نه ده، دلته يې ټول ټکني کړل، دلته خو د کتاب والا خپلو منځو کې هم ډېره انارشي ده، بد حال دی، ته يو کتاب چاپ کړه که زر دانې خرڅ شو- زه په هماغه نوم هماغه شی، لږ نوم مخکې وروسته کوم، بيا يې چاپوم، زمونږ اوس ډېر کتابونه په هماغه نوم بیا راوتلی، خلک لېست کې ليکي پلانی کتاب، ليکوال به نه ليکي هلته خو دفترونو کې تېرېږي.
– رتبې پرې اخلي، پوښ يې بدلوي، مونوګرافونه ترې جوړوي، فقط اول مخ يې بدلوي.
– يو ځل ليکي: اسلامي عقيده، بل ځل ليکي؛ د اسلامي عقيدې اساسات، يا دا خو هر سړی کولای شي څه صفحې مخکې کړه څه وروسته کړه، فهرست او نوم کې لږ فرق راوله، يا وليکه له نويو زياتونو سره، يا ادب موخه او موخه ادب کړه. هاهاها.
– د کتاب کار څنګه ښه کېدای شي، ستاسې وړانديزونه څه دي؟
– کتاب کار داسې ښه کېدای شي چې کتاب فروشان خپلو کې کېني، خپلې ستونزې حل کړي، يو د بل کتاب سره کار ونه لري، ليکوالانو سره بايد نږدې رابطه جوړه کړي، ليکوالان هم پوه کړي چې وروره زه دې کتاب باندې مصرف کوم ته يې بل چاته مه ورکوه، تا ته يې په يو نوم درکړی وي، بله ورځ چې ګورې په بل نوم يې هماغه کتاب بل چاته ورکړی وي، ليکوال هماغه وي خو لږ يې مخکې وروسته کړي، ښه ستا ولس څومره دی او د کتاب اخيستو خلک دې څومره دي؟ مونږ او تاسې ۵۰۰ ټوکه چاپوو، کلونه پراته وي، دې لپاره ښه فکر او ښه سنجش پکار دی.
– دولت بايد څه وکړي؟
– دولت چې ډېره خرابه پاليسي خپره کړې هغه د ټيکسونو ده چې مونږ خبر نه يوو په مونږ جرمانې راغلي، په تا به هم يوه ورځ راځي. ما هغه بله ورځ د اطلاعاتو فرهنګ معين ته خبره وکړه، چې يو حل يې دا هم دی چې مونږ په پېښور کې اوسېدلو نو موږ باندې کوم ټکس راغلی . هغه مونږ ته وويل چې تاسې ۳ کاله ټکس نه دی ورکړی، تاسې دومره جريمه شوي ياست اوس تېر هېر کړئ، له دې نه پس تاسې ټکس ورکړئ. بيا مو ماليه ورکړه.
– ماليه خو کال په کال راځي؟
– ماليه کال په کال راځي اوس ټول جريمه شوي دي، هر سړی مجبور ۳ يا څلور لکه افغانۍ جريمه ورکړي. نو اوس بايد د ولت کينوي خبرې وکړي چې دا درې کاله په تاسې جريمه راغلې، دا مونږ نه اخلو، خو دې نه پس ستاسې فکر وي، يو عامه پوهاوي ته اړتيا ده، زه خبر نه يم- بل خبر نه دی، مونږ اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې جواز اخيستی(نشراتي جواز) هغوی مونږ ته نه دي ويلي چې کال په کال به دوی ته حساب ورکوئ، نو دا دولت بايد د عامه پوهاوي لپاره يو ښه فضا رامنځته کړي او دا روښانه شي چې دولت مونږ نه څه غواړي او مونږ ترې څه غواړو ؟
بل دا چې دولت کاغذ راوړي او کاغذ ارزانه کړي، ګورئ ايران ۳۰- ۴۰ کاله کاغذ ارزانه خلکو ته ورکړو
هغوی به ريم په سل واخيست ناشر ته به يې په ۶۰ ورکړ، دولت بايد کتاب ته ډېره توجه ورکړي او هڅه وکړي چې د کتاب اخيستلو، کتاب لوستلو او کتاب خپرولو فرهنګ رواج شي. دا يواځې مونږ نه شو کولای، مونږ او تاسې خو لګيا يوو دا دی کار کوو! په هغه سطحه نه چې هر ځای ته کتاب ورسوو، نه رسېږي. دولت بايد له مونږ سره نږدې مرسته او همکاري وکړي. يانې د خپلو غلاګانو ورکوټی فنډ دې مونږ ته وباسي.
ما غضنفر صېب ته وويل چې ته ولسمشر ته زما طرحه ورکړه، د معارف د کتابونو د چاپ په اړه وه. هغه بیا ومنل شوه. ما په اوربند مجله کې هم چاپ کړې وه، بیا ماته غضنفر صېب ټليفون وکړ، ويل يې چې رئيس جمهور مننه کوله، بله کومه طرحه لرې ستاسې د کار په باره کې؟
ما ويل زمونږ د کار په باره کې مونږ ته دې ، خيرات يا زکات نه راکوي. مثلاً: هره خپرندويه ټولنه څومره چې دي، سلو نه ډېرې خپرندويې نه دي، هر کتاب چې چاپېږي مونږ نه دې ۵۰ ټوکه واخلي او ټولو کتابخانو ته دې ورکړل شي، نو له دې سره به کتابتونونه هم په پښو ودرېږي او کتاب به هم ورسېږي.
– هغه طرحه چې ومنل شوه، هغې کې څه وو؟
– هغه د معارف د کتابو لپاره وه، هغوی ويل څنګه يې چاپ کړو؟ ښونځيو لپاره يې کتابونه چاپول، هغې کې ما ليکلي وو چې هر څه له ګاونډيانو نه کاپي کوو نو دا ښه کار ولې کاپي نه کړو؟ د پېښور د ټکس بک يوه طرحه وه چې هغې کې ما دا ليکلي وو چې دوي دې ۵۰- ۶۰ مطبعو والا رجسټر کړي وو، ټول به يې يوه ورځ راغوښتل. مثلاً: دا سړی دومره قوي مطبعه لري، ده ته يو لک کتابونه، د دې سړي مطبعه غټه ده دا دوه لکه چاپولای شي، نرخ معلوم وو، ټولو ته يو شی و، ۵۰۰ به ازمايښتې چاپ شول وبه يې کتلو بیا به يې دوه- درې لکه نور چاپول، په ټولو به ويشل کېدل.
بيا يې دا طرحه عملي کړله، تقريبا ۲۴ لکه کتابونه يې په ۲۲ ورځو کې چاپ کړل، په کابل کې ۶ مطبعو ته يې ورکړل او ډېر ښه چاپ شول، حال دا چې که ته خبر يې زمونږ کتابونه په هند کې چاپ شوي ول، کراچۍ کې اته مياشتې وځنډېل، نه يې راپرېښودل، نو ستا ټول تعليمي کال نهه مياشتې دی. بيا د معارف وزير يا معين يا بل مسوول يې څه کول؟ هغوی به بیا داسې کار کولو چې يو موټر دري کتابونه به يې پښتو ژبو ښوونځيو ته ولېږل، هغوی به چې بېرته واپس کول ۴- ۵ مياشتې به پکې تېرې شوې، د دې لپاره چې خلک وغولي، هلته به د دوی خپلې ګټې پکې خوندې وې، ولې خپل بچي سره چل وکړو؟
– ستا کور ننګرهار کې دی، دانش فرهنګي مرکز لغمان کې دی او کتابخانه او مطبعه کابل کې ده، چېرته ډېر پاتې کېږي؟
– که ژوند و، پرګرام به جوړومه، چې مياشت کې فرهنګي مرکز ته هم سر ښکاره کړم او درې څلور ورځې تېرې کړم، کور او کار به کابل کې وي، ننګرهار ته به هم کله کله راځم ډېر به په لغمان او کابل کې يم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي