د ګاندي لس اصول

ژباړه: سلطان احمدزی
[pukhto]
ګاندي وايي: د هغه څه تر منځه چې موږ غواړو تر سره يې کړو او د هغه څه چې د ترسره کولو وړتيا يې لرو ډېر توپير دی.
مهاتما ګاندي تعارف ته اړتيا نلري. ټول دا سړی د هندوستان د ستر ملت د رهبر په توګه پيژني چې په ۱۹۴۷زېږديز کال کې يې د بريتانيا له امپراتورۍ خپلواکي ترلاسه کړه.
لومړی اصل: ځان بدلول
تاسو بايد د هماغه بدلون بېلګه واوسئ چې په نړۍ کې يې د راوستلو هوډ لرئ. د يوانسان په توګه د نړۍ د رغونې لپاره زمونږ د ځواکمنتيا عظمت په دې کې نه دی چې د اتوم د پېر اسطوره و اوسو بلکې په دې کې دی چې د ځان جوړولو ځواکمنتيا ولرو، که تاسو ځان بدل کړئ ستاسو نړۍ به هم بدلون ومومي.
که تاسو د فکر کولو طرز بدل کړئ ، ستاسو د کړنو او احساساتو څرنګوالی به هم بدلون ومومي او پدې ډول به نړۍ ستاسو په باره کې بل ډول فکر وکړي، دا چاره پدې دليل شونې ده چې تاسو د نويو او تازه افکارو په مټ خپل چاپيريال ته وګورئ. ځکه چې ستاسو دروني بدلونونه تاسو ته اجازه درکوي چې داسې ګامونه پورته کړئ چې تر اوسه مو پخپل شعور کې لا پټ ساتلي وو.
د هغو په اړه مو حتی فکر هم نشو کولی، ستاسو د بهرنۍ نړۍ بدلون ستاسو د دروني بدلون پرته ناشونی دی او که ستاسو درون هماغسې له خيرو، کينې، منفي افکارو او احساساتو څخه مالا مال پاتې شي پدي توګه به په نويو حالاتو کې هم تاسوهغه څه تر لاسه نکړئ، چې په لټه کې يې وئ، ځکه چې ستاسو ذهن لا هم په تېرو منفي انګيرنو کې بند پروت دی.
له نفس څخه د لا زيات واټن د نيولو په منظور د ځانګړي ليد پرته به تاسو په ځان کې د لا زيات تکبر او غرور د ودې لامل شئ .
دويم ــ د ځان کنترول
هيڅوک نشي کولی بې له دې چې زه اجازه ورکړم ماته زيان واړوي، ستاسو احساسات او غبرګونونه په هر حال کې په تاسو پورې اړه لري، شونې ده چې د بيلابيلو مسايلو په اړه يوه معمولي لاره او يا يو ګډ کړنلاره شتون ولري ولې دا موضوع په بشپړ ډول په تاسو پورې اړه لري.
تاسو کولی شئ چې خپل احساسات غبرګونونه او افکار د هر څه په وړاندې پخپله وټاکئ تاسو د سم د لاسه يا اوږد مهالي غبرګون لپاره همېشه توند خوی او غوڅ غبرګون او يا حتی منفي روش ته اړتيا نلرئ. کله کله يو عادي غبرګون يا زوړ عادت بې ساری اغېز ښندلی شي.
کله مو چې دا ځان ته په ډاګه کړه ، چې بې له تاسو څخه بل هيڅوک نشي کولی، ستاسو په احساساتو حاکمیت ولري، هغه مهال په خپل ورځنې ژوند کې، د دې طرز فکر په وده غور وکړئ او هغه ځان ته په یو عادت بدل کړئ يو داسې عادت چې تاسو به د ژوندانه په اوږدو کې ځواکمنوي او ستاسو د روحي او معنوي پرمختګ لامل ګرځي.
درېيم عفوه او ګذشت
پست انسانان هېڅکله بښنه نه شي کولې، غفوه او بحشش د سترو انسانانو صفت دی.
سترګه د سترګې په بدل کې ړندول ، یانې غچ اخیستنه، په پای کې د یوې ړندې نړۍ منځته راتګ ته زمینه برابروي د بدو او بترو ترمنځه مبارزه هیچا سره مرسته نشي کولی او همغه ډول چې پورته مو یاد کړه، دا په دا په تاسو پورې اړه لري، چې څه ډول غبرګون ښکاره کوئ، کله چې تاسو وکولی شئ، دا ډول طرز تفکر په ژوند کې ولرئ، بیا به د ځان او نورو لپاره په مناسبه لاره د ګټور غبرګون ځواک هم ترلاسه کړئ، غفوه او بښنه ستاسو ټولو لپاره ستر خدمت کولی شې.
وروسته له دې چې درس او تجربه مو ترې اخیستې وي، د تېرو بدو خاطرو په ياد باندې خپل ژوند تېرول تاسو سره هېڅ مرسته نه شې کولی، د تېرو ترخو شېبو یاد به احتمالآ، لا زیات ستاسو د درد او رنځ لامل وګرځي او ستاسو د خاضر وخت اغېزمنې کړنې په بې اغېزې کړي.
څلورم: کار او هڅه
په کار کې د کوښښ کولو یو ذره، له زرګونو موعظو څخه زیات ارزښت لري،
بې له هڅو او عمل څخه، چې ښايې ستومانونکې هم وي، هېڅ شې لاسته نه راځي، څرنګه چې ګاندي وايي، کېدای شي هڅه او عمل ستاسو په درون کې له مقاومت سره مخ شي او کېدای شي تاسو له موعظو سره مخ کړي. ښايې تاسو د پرلپسې مطالعې او لوست په وسیله احساس کړئ، چې مخ پر وړاندې ځئ، ولې په عملي ژوند کې به کمو موخو ته ورسېږئ.
په دې توګه په ژوند کې هغه ځای ته چې په رښتیا غواړئ ورسېږئ، ځان او نړۍ مو په سمه توګه درک کړئ، نو عمل کولو ته اړتیا لرئ، کتابونه کولی شې ستاسو د پوهې کچه زیاته کړي، خو تاسو باید وکولی شئ د کار کولو په وسیله دا پوهه د پایلو او درک درجې ته ورسوئ.
پنځم: د حاضر وخت مراقبت
زه نه غواړم د راتلونکي وړاندوینې ته لاس ور وړم. زه ځان د حال زمانې په مراقبت باندې بو ختوم: ماته خدای ج د راتلونکو شېبو د مديریت ځواک ندی رابښلی، تر ټولو ښه لاره چې زما په درن باندې مقاومت او لاسبري لپاره مې موندلې، دا ده چې په ډېرو مواقعو کې تر هغه چې شونې وي په حال زمانه کې پاتې شم او هغه ومنم.
کله چې تاسو په حال زمانه کې اوسئ، د راتلونکو شېبو په اړه به چې هيڅ کنترول ورباندې نه لرئ اندیښمن نه یئ او په هغو کړنو باندې چې فکر کوئ منفي پایلې لري او پايله يې ماتې ده، خپل ځواک له لاسه مه ورکوئ، په پايله کې عمل کول او په حال زمانه باندې تمرکز درته اسانه کېږي او چارې موښې تر سره کيدای شي
شپږم- مونږ ټول انسانان يو
زه اعلان کووم، چې له هر چانه تېروتنه کيږي زه په عاجزۍ سره پخپلو تېروتنو اعتراف کووم، ولې سره لدې د خپلو اعمالو مسوول يم.
هوښيار توب ندی، چې پخپله پوهه ډاډه واوسو.
ښه به دا وي، يادونه وکړو، چې کيدای شي، يو ځواکمن ضعيف شي او دا هم کيدای شي، چې يو ستر عالم ګمراه شي.
کله چې غواړو له افرادو څخه اسطورې جوړې کړو، که څه هم هغه شخص فوق العاده پايلو ته رسيدلی وي، په اغلب ګمان له ټولنې څخه د هغه د پردي کېدو احتمال وجود بيا درپورې خاندي، بيا درسره جنګيږي او په پای کې همدا تاسو يئ، چې بريالي راوځئ.
پايداره و اوسئ کله چې مخالفين ستاسو پر وړاندې وي، غواړې تاسو په نشت حساب کړي او د سقوط تر پولې مو راکاږي پر دې مهال هغه څه چې ستاسو د وروسته پاتې کېدو لامل کيږي، هغه ستاسو د رونې کمزورتيا او ځان تخريبونه ده، په داسې حال کې د موخې ټاکل ډير اړين دي.
تاسو بايد خپلې لارې ته د ادامي لپاره، خپلې درونې انګېزې په سمه توګه په پام کې ونيسئ، د عدم خشونت په لاره کې، د شمېر د کموالي سره سره، د ګاندي او د هغه د پيروانو د بريا يو تر ټولو ستر لامل د هغوې پايداري او د خپلو غوښتنو تکرار وو.
ډير کم پيښ شوي دي، چې بريا دې هغسې زر په لاس درغلې وي، چې تاسو يې هيله لرئ يو تر ټولو ستر دليل چې ډير خلک د خپلو موخو په لاسته راوړنه کې له ماتې سره مخ کوي دا دی، چې ډير زر له خپلو موخو لاس اخلي دا تېروتنه زموږ په نننۍ نړۍ کې زموږ د ژوند کولو له تګلارې څخه سرچينه اخلي .
اتم- يو بل کې د محسناتو ليدل او له يو بل سره مرسته
زه په وګړو کې يوازې ښه ګورم که څه هم زه خپله بې غيبه نه يم؛ خو نه غواړم چې خپل وخت د نورو د غيبونو په ارزونه تېر کړم.
انسان هغه وخت عظمت ته رسيږي، چې د نورو د ګټو لپاره زيار وباسي.
فکر کووم، چې رهبري يو وخت د ځواک ښودنې معنا درلوده؛ ولې نن د خلکو سره د مرستې او خواخوږۍ معنا لري، تقريبا ښه خويونه ښايې په هر چا کې موجود وي، هغه شيان چې ښايې ډير ښه هم نه وي؛ ولې انسان کولی شي، چې خپله په خپلو انتخابونو باندې تمرکز ولري، که تاسو په ځان کې د ښه والي لپاره تمايل ولرئ، په نورو کې د شته ښېګڼو لټول ښايې ښه انتخاب وي دا موصوع پخپله د دې باعث کيږي، چې ستاسو خپل ژوند هم اسانه شي؛ ځکه چې له نړۍ سره به ستاسو اړيکې لا په زړه پورې او خوندورې شي په خلکو کې د هغوې د ښېګڼو درک د دې لامل کيږي، چې په اسانه هغوی ته خدمت انګيزې، په ځان کې پيدا کړئ.
نورو ته په خدمت او ارزښت ورکولو سره، نه يوازې دا چې د هغوی ژوند ښه کېږي؛ بلکې په لنډ وخت کې به تاسو هغه څه چې کرلي دي ورېبۍ د هغه خلکو په وجود کې، چې تاسو مرسته ورسره کړې، د همکارۍ او خواخوږۍ روحيه پياوړې کيږي او دا ډول يو له بل سره مرستې کولو سره په تولنه کې يو مثبت بدلون ته لاره هواريږي او د هر خوځښت سره ټولنه پياوړې کيږي.
نهم: دوستي، اعتماد رامنځته کول او رښتينولي
خوښي هغه وخت شته، چې وکولی شو، هغه څه چې فکر کوو، وايو او تر سره کوو يې، يو له بل سره متناسب او همغږي وي.
بشپړه همغږي د افکارو، نظرياتو او کړنو په همغږۍ کې ده پرله پسې خپل افکار تصفيه کړئ، نورې چارې به خپله ښې ترسره شي.
د ټولنيز مهارتونو د ودې په اړه تر ټولو ښه لارښود دا دی، چې خپلې کړنې او رفتار د اعتماد وړ ثابت کړو. ډاډه اوسئ، چې خلک په رښتيا د اعتماد وړ اړيکو سره مينه لري. کله مو چې کړنې، خبرې او سلوک برابري ولري، د يو ډول دروني ځواکمنتيا او لذت احساس به وکړئ.
کله مو چې فکر او خبرې همغږي وي، دا همغږي به ستاسو په اړيکو کې هم ښکاره شي. همدارنګه که تاسو بې له همغږي او ريښتينولۍ له خلکو سره د اړيکو په ټينګولو پيل وکړئ، دا نو هم خپلو او هم د نورو باورونو ته زيان رسوئ.
لسم- د پرمختګ او تکامل ادامه
همېشه پرمختګ د ژوند يو اصل دی او څوک چې د خپلې عقيدې د اثبات لپاره د خپلو تعصباتو د ساتنې هڅه کوي، ځان په ناپايه کړکيچونو ګرفتاروي.
په اغلب ګمان تاسو د مهارتونو او خويونو په بهبود يا د خپلو ارزښتونو په ارزونه بوخت يئ د دې موضوع په دوام سره، تاسو کولای شئ چې خپل ځان او نړۍ په عميق ډول درک کړئ.
البته احتمالا تاسو د ناقص نظر درلودونکي يئ او يا په اغلب ګمان د (نه پوهيږم څه وکړم؟) په لومه کې نښتې ياست.
ښايي د اعتماد وړ ملګري په پيدا کولو کې تاسو د ستونزو سره مخ شئ.
د ګاندي په خبره؛ کله چې ستاسو د درون پژواک غږ کوي، چې دا سم ندې، په يو نامطلوب موقعيت کې ولاړ ياست؛ يعنې هماغلته چې تاسو د خپلو زړو اندونو څخه ملاتړ کوئ او هڅه کوئ، چې ويې ساتئ ښه شرايط ندي؛ خو د رشد او تکامل په موخه، يو خوشاله او ګټور ژوند ته د رسېدو په موخه، تاسو له دې جادې څخه تېريدو ته اړتيا لرئ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي