د ګلونو ورځ

لنډه کيسه/ نصرت ارمان
[pukhto]
له سهاره نه وم خبر چې نن به د ګلونو ورځ شي. خو کله چې ماسپښين زما ملګری يحيي خان له خپل نيو ماډل سايکل سره زيرزمينۍ ته راکېوت او زما په شونډو يې موسکا وليده نو له ستړي مشۍ مخکې يې راغږ کړ چې؛ زه خو لاړم!
خبرې يې حيران کړم، چې هلکه چرته لاړې؟ ته خو لا راغلی نه يې!
ويل يې ته له بهره خبر نه يې! داسې باران اوري چې زړه يې په ليدو خوښي احساسوي او هر څاڅکی يې وجود ته بېل خوند ورکوي. زه يې تاته نشم بيانولی، خو که غواړې چې دا خوند واخلې نو دوکان پرېږده او راځه!
غوښتل مې چې لږ يې وځنډوم، خو هغه تادي کوله او همدا يې ويل چې ښايسته باران دی.
ما ورته ويل چې؛ ګوره يارو! زه خو تا سره تل په پښو نشم تلی. ستا سايکل باندې خو د دوهم کس لپاره ځای نشته!
هغه وخندل: غم مې درته خوړلی. او بيا يې راته وښودل چې د دوهم کس لپاره يې د پښو اېښودو ځای جوړ کړی. او اوس کولای شو هر ځای ته پرې جوړه چکر ووهو.
موږ چې له زيرزمينۍ راووتو نو باران لا زور نه و اخيستی. يحيي ويل چې ورپسې وخيژم، خو ما ځکه انکار وکړ چې په سړک بيروبار دی، کله چې د ښار له رش نه ووتو نو ما د پښو په تکيه ګا پښې کېښودې او نېغ ودرېدم. ځکه چې د ناستې لپاره خو لا هم ځای نه و جوړ شوی.
لاسونه مې ورته په اوږو تکيه کړل او چې روان شوو، نو باران تېز شو، نرمې هوا د سپرلي د رانزدې کېدا خوشبو له ځان سره راوړله . په شړک باران موږ لامده خيشته کړو.
له هغه مې وغوښتل چې د شيرين خان ځای ته ځان ورسوي. او ځانونه د نورو لمدېدو نه وساتو. همداسې مو وکړل. شيرين خان زموږ دواړو ملګری او بارګين کې څوکيدار دی.
هلته چې لاړو، نو هغه پر ځای نه و، يحيی ورته زنګ وواهه، شيرين ويل چې زه خو کتابخانې ته در روان يم. يحيی ترې هيله وکړه چې بېرته راوګرځي، ځکه چې اوس موږ دلته راغلي يوو. هغه ومنله. موږ برنډه کې په پرتو کټونو کېناستو. هلته چې کوم کس و موږ ته يې شنې چای کېښودې، چې په څښلو يې زما ټوله يخني او سستي والوته.
شيرين خان راورسېد. او بيا موږ درې واړو په تازه هوا کې د قدم اخيستو تکل وکړ. اوس نو باران له زوره لويدلی و. له بارګينه ووتو او چې همداسې مخکې لاړو نو موږ ته د ګلونو کور (نرسري) په مخ راغی.
يحيی موږ اړ کړو چې ورسره ننوزو، د ګلانو له ليدو سربېره څه د کور لپاره هم ويوسو. موږ ورننوتو. هره خوا باران وهلې شنې پاڼې او سره ګلونه داسې کشش لرونکي وو چې په ليدو يې موږ هم تازه کېدلو.
يحيی چې به هر يو ګل ليده، زړه يې غوښتل چې کور ته يې يوسي، خو د چا زړه نه غوښتل چې ګلونه کور ته يوسي؟ د ګلونو په ليدو خو څوک کله هم نه خواشينی کېږي. او بيا هغه وخت چې تازه پاڼې او غوټۍ کوي. لا يې خزان کېدو ته ډېرې شېبې وي او د ګلونو ورځې د کمېدو پرځای ډېرېږي. خو خبره دا ده چې نه څوک د يو بل له زړونو خبر او نه هم له جيبونو!
زه يو داسې کلي کې پيدا شوی وم چې پسرلي ته په نزدې کېدو به شين چمن شو. ګلونه مې په لومړي ځل د کلي په خټين کور کې چې زوکړه مې پکې شوې وه ليدلي و. او هغه وخت زموږ په ګڼ کور کې يواځې زما مور د ګلونو کرلو او پاللو سره مينه لرله. زموږ کور کوم باغ نه لاره او نه هم دومره انګړ و چې مور مې ګل و ګلذار کړی وی.
موږ خو د څښلو اوبه له کاريزه راوړلې، چې د کور ښځې به يې په راوړو ستړې وې. نو ګلونو او بوټو ته به چا څه اوبه راوړې وی؟ څو د غوړيو سرې پيپې چې (کوه نور) به يې پرې ليکلی و. د کوټو د انګړ مخ دېوالونو باندې په لرګيو راځړېدلې وې. او زموږ زوړ اخور چې د کوټو مخ ته جوړ شوی او بېرته ډک شو و. د ګلانو کرلو ځای و. ما به هلته ليشکۍ، کشمالي او د مازيګري ګلونه ليدل. د اخور يو سرته به د اوبو لويه چاټۍ اېښې وه او په اضافي اوبو به يې دې ګلانو د ژوند ساه ګانې اخيستې.
نو د ګلونو سره شوق مې له هغه وخته و او دا شوق ما له موره خپل کړی و. او هغې خو ځکه دا شوق ساته چې د کلي تر څنګ يې باغ درلود او له ورونو سره يې بوټي هم معلوم ول.
کله چې زه د کلي جومات ته د الف. ب. زده کولو لپاره لاړم، نو هلته به سپيرې خاورې وې او موږ د کلي ماشومانو به هر پسرلي کې په لښتيو او پولو د دې لپاره ګرځېدو چې راټوکېدلي مېوه ورکوونکي بوټي پيدا کړو او په دې لټه به مو پښې ستړې کولې.
زياتره به مو د زردالو، خرما او لوکاټو بوټي موندل. او هغه به مو راوړل. د جومات د هغه دېوال بېخ به مو ورته واړوه چې له کلا سره نښتی و او راوړي بوټي به مو وکرل.
هر يو به د هغوی د ساتلو هڅې کړې او دا هيلې به مو وې چې راغټيږي به او موږ به يې ميوه خوړونکي شو. ځکه هغه وخت يواځې زموږ کلا کې ميوه دارې ونې نه وې. خو دې بوټيو به مړې پاڼې نه تازه کولې او که تازه به يې کړې نو د څو ورځو په تېرېدو به په وچېدو شول او موږ به بيا بل پسرلي ته انتظار شو.
بيا چې جلال اباد ته راکډه شو. نو دلته مو لوی کور کرايي کړی و. ما او مور مې د حجرې د انګړ يو اړخ د نرۍ اډۍ په شان واړوه او د کلي نه راوړي د کشمالو او ليشکو تخم مو په کې وشينده ، دلته يې که څه هم اوبه کول ډېر ستونزمن و. خو موږ ګلونه غوښتل او د دې لپاره پکار وه چې ستونزه وګالو.
څه وخت چې ما په ښار، باغونو. او پارکونو کې نور ګلان او زينتي بوټي وليدل، نو د هغوی کور ته د راوړلو شوق راولويد. خو ما دا شوق په تش لاس نشو پوره کولای. د زراعت له رياست نه به مې موسمي بوټي په غلا ويستل او د خپلو ګلونو په اډۍ کې مې د ګلونو نمونې زياتولې.
پيسې به مې جمع کولې او له نرسرۍ به مې ارزان بيه بوټي رانيول. دلته په لومړي ځل موږ د ګلاب ګل لرونکي هم شو. خو دا چې د کور ماشومان زيات وو، يا به مېلمانه راغلل، نو غوړولي ګلان به يې له ډېر پام سربېره هم نه پاتې کېدل.
ما دا فکر کله هم نه و کړی چې زه نورو ته د ګلانو ننداره جوړوم او داسې ځای کې چې موقتي استوګن وم زما د ګلانو شوق نشو پوره کېدی، خو تر هغې اندازې چې مې وس و پوره کاوه به مې.
او دا ځکه چې اوس کور کې زه هم لکه د مور مې ګلونو سره مينه کوونکی او ګل پالونکی شوی وم.
کله چې مې نيکه په ښار کې د خپل کور خاوند شو. نو د جوړولو په وخت کې يې د بوټو او ګلانو لپاره خام ځای نشو پرېښودی ، ځکه چې کور تنګ و. او د ګلدانيو راوړلو شوق خو مې نيکه نه لاره. د نوي کور لپاره چې خپل و، ما څو ګلدانۍ راوړې او د حجرې مخ ته مې کېښودې.
کله چې موږ بېل شو، نو هغه ګلدانۍ هملته پاتې شوې. موږ يو ورکوټی کور کراي کړ، چې د ګل يا بوټي اېښودو ځای خو څه چې د پښې اېښودو ځای هم پکې نه و. مور مې دلته هم څو سطلونه له خاورو ډک کړل، کبلي ګلان يې پکې وکرل او خپل شوق يې پوره کړ. خو ماته وخت او ځای په لاس نه راته.
هغه کور کې مو د شپږ مياشتو تېرولو وروسته بل کور ته کډه وکړه. دلته نو انګړ و. دا ځل ما ښايسته ګلان او بوټي واخيستل، مور مې رانه وغوښتل چې ورته د پالکو او شنه سلات تخمونه راوړم. ځکه دومره ځای و چې موږ ترې د تازه سبزۍ کرلو لپاره ګټه اخیستی وی. همداسې مې وکړل او کور مې په ګلونو او بوټو ښکلی کړ.
کله چې د هغه ځایه د کډې کولو خبره شوه. نو زه يوازې د همدې ګلونو لپاره خواشينی وم. غوښتل مې راويې باسم او له ځانه سره يې نوي کور ته کډه کړم. خو د هغوی د وچېدو له وېرې مې دا کار نشو کولای. يواځې د ګوتو په شمار بوټي مې ترې نوي کور ته يوړل.
دا کور چې موږ په کې تر اوسه پراته يوو، د ګلونو لپاره برابر ځای لري او مور مې دلته هم بوټي کرلي، مرچک، اينلی، کشمالي دي چې ژمي کې يې وچې تنې لا هم پر ځای ولاړې دي. او هغه بوټي چې تېر کال مې ورور له کوم ځایه راوړي وو. شته دي. خو زما شوق ورسره مړ شوی. په کور د نه پاتې کېدو له وجې د هغوی له ديدن او پالنې بې برخې شوی او نورو کارونو له خپل دې شوقه لرې کړی یم.
خو اوس چې زه له يحيی او شيرين خان سره بيا د ګلونو دې کور ته ورننوتم، نو هغه زوړ سوړ شوی شوق زما په وجود کې راوپارېد. زه پوهېدم چې دا شوق اوس ځکه بېځایه دی چې ځای نه لرم او موږ خو دا تېر ماښام هم په دسترخوان د بل کور موندلو خبرې کولې.
يحيی ګلونه واخيستل او شوق يې پوره کړ او هغه خو د خپل کور لپاره اخيستل، د هغه کور لپاره چې په ژوند ورسره تړلی و. او ما داسې کوم کور نه لاره. زه باوري وم چې د دې شوق بيا راژوندي کول زما خواشيني زياتوي او دا شوق همداسې مړ ښه دی.
خو، نه! زه د شوق د ټينګې نه شوم او ما ګلونه راونيول. کور ته مې راوړل. مور مې ورځ ستړې تېره کړې وه. له بړستنې يې سر راويستی و. او پلار مې د برنډې انګړ کې ولاړو بوټو ته سترګې نيولې وې. مور مې زما لاس کې د پلاستيک په ليدو وپوښتل چې څه دي؟
ما ورته ويل؛ ګلونه!
فکر مې کاوه چې د ګلونو د نوم په اورېدو به هغه موسکۍ شي، خو دې هغې ته خوښي ورنکړی شوه. هغې ته چې تل يې د ګلونو پالنه کړې وه، ګلونه اوس ځکه خوښي نه ورکوي چې پوهېږي ما دا شوق بيا داسې وخت کې کړی چې نه لاس کې څه شته او نه کور خپل دی.
ما ډاډ ورکړ چې سطلونو کې يې درته کرمه او بيا چې هر چېرته ځو نو له ځانه سره به يې وړی شو. دې خبرې هغه خوشاله کړه. ما چې د ګلانو په کرلو پيل وکړ، له کوټې راووته ، راته کېناسته. هغې له دې سره چې وجود يې درد کاوه غوښتل يې چې د ګل کرنې شېبې وګوري، راسره مرستندويه او راته لارښوونکي شي.
ما چې ګلان وکرل او لاسونه مې له خاورو څنډ وهل، نو مور ته مې مخ کړ چې؛ نن يو ځل بيا موږ ته د ګلونو ورځ شوه.
هغه موسکۍ شوه؛ هره ورځ دې د ګلونو ورځ شه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي