د یو لیوني له خاطرو څخه!

ليکوال:صادق هدايت ــــــــ ژباړن: خالد مالکي
[pukhto]
ساه مې بندېږي،له سترګو مې اوښکي بهیږي،خوله مې بې خونده ده،سر را باندې ګرځي، زړه مې تنګ دی، وجود مې ستړی ستومانه دی، فلج بې حرکته ، بې ارادې، سست او پست اوږد د خوب په بستره کې غزیدلی یم.
بستره مې د خولې او تبې بوي کوي، غواړم پاڅیږم عرسۍ خلاص کړم خو تنبلي مې پر وجود پادشاهي کوي او تبې په بستره کې لکه میخ ټکوهلی یم، غواړم سګرټ وڅکم خو زړه مې نه کیږي ټوله کوټه مې ګډه وډه ده او زه یواځې پروت یم.
په بستره کې هاخوادیخوا اوړم را اوړم، تېر یادونه او خاطرې مې په ذهن کې ګرځي را ګرځي، ګډوډ لیوني فکرونه مې مغزو ته فشار ورکوي،سر مې ډیر درد کوي، لکه اور ګرم یم،لکه مار خپل بستره کي تاویږم، دواړه سترګې په بړستن پټوم ، خو ویجاړونکي فکرونه مې آرام ته نه پریږدي.
کاشکې مې د سر کاسه خلاصولای شوای او دغه تاو را تاو نرم یوه موټی ایره مې چیرته لرې سپي ته غورځولای وای،څومره هیبتناکه ده چې مرګ هم سړی نه غواړي او شاته یې ټیل وهي.
نه، هیڅوک د ځان د وژلو تصمیم نه نیسي،ځانوژنه د ډیرو په خټه کی لمده شويده، نشي کولای چی ورڅخه وتښتي، یواځې سرنوشت دی چې حکم چلوي، او بل دا زه یم چې خپل سرنوشت مې ټاکلی، اوس نو نشم کولای ترې وتښتم، نور نو نشم کولای چی له خپل ځانه وتښتم، هیڅ نشم کولای، سرنوشت ډېر له ما نه زورور دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي