67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

رونالډو له بلې سیارې څخه یو ستوری

محمد آغا ابراهیم خیل

رونالډو د فوټبال د نړۍ او تاریخ ستر لوبغاړی دی. که څه هم هغه له سپورتنګ لېسبون کلپ سره د خپل لوبیز ژوند پیل کړ، خو مانچسټریونایټید او ریال ماډریډ کې شهرت ته ورسېد.
دا افسانه یي لوبغاړی هرڅه لري؛ مینه وال، درناوی، شهرت، پیسې او له هرڅه ډېر، مهارت چې د تاریخ په کتاب کې یې خپل نوم په زرینو کرښو لیکلی.
په دې لیکنه کې د کریسټیانو رونالډو په اړه په زړه پوري حقایق ولولئ:
1_کریسټیانو رونالډو دوس سانتوس آویرو، د پرتګال په مادیرا کوچني جزیره کې زیږیدلی. د هغه د کورنۍ مالي وضع ښه نه وه، له دې امله دی، دوه خویندې او یو ورور یې په یوه خونه کې ویده کېدل. مسلکي فوټبال ته د رونالډو راتلل له بې وزلۍ څخه د هغوی د وتلو یوازینۍ لار وه.
2_ کله چې هغه دوولس کلن و، د هغه کورنۍ لېسبون ته راغله ترڅو هغه وکولی شي د دې ښار د ځوانانو په ټیم کې ولوبېږي.
3_ د رونالډو د ګړندیتوب په اړه څېړنۍ ښیي، کله چې دی توپ پسې الووزي، ګړندیتوب یې له پړانګ څخه ۵-وارې ډېر وي.
4_ رونالډو په 13-کلنۍ کې د ۱۳۰۰-یورو په ترلاسه کولو سره سپورتنګ لېسبون کلپ کې شامل شو.
5_په 2003 م کال کې، مانچسټر یونایټډ کلپ رونالډو په 12-ملیونه ډالر وپیر. او لومړنی پرتګالي لوبغاړی شو چې تر هغه وخته د مانچسټر په ټیم کې لوبېدلی وو.
6_ رونالډو یوازې په فوټبال کې بوخت ندی. هغه پرتګال کې د CR7 په نوم بوتیک(مغازه) لري، چې د هغه د خويندو لخوا پرمخ وړل کیږي.
7_ رونالډو څلور ځله د اروپا د طلایي بوټ جایزه ګټلې. په 2012 کې، یې یو هغه د 1.5 ملیونه یورو په ارزښت غزه کې د ښوونځي په جوړولو مصرف کړ.
8_ رونالډو د شاوخوا 19-ملیون ډالرو په ارزښت 19-موټر لري. د هغه ارزانه موټر د مرسډیز بینز C220 CDI دی.
9_مخکې له دې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر شي، رونالډو د نیویارک ښار د ټرمپ ټاور کې یو اپارتمان په 18.5 ملیون ډالر اخیستی و.
10_ رونالډو جونیور، د رونالډو د لومړي زوی نوم دی، خو د مور نوم یې یو راز ده.
په دې سربېره رونالډو دا هم لري؛
پنځه د سرو زرو توپونه، له یو ملیارد ډالرو ډیره سرمایه، ۹۹ ملي ګولونه، ۷۴۸ د فوټبال د دورې ګولونه.
یو شی چې دا پرتګالی ستوری په نړۍ کې له هرچا څخه ډېر لري، د هغه د انسټاګرام فالورز، مینه وال(خوښوونکي) دي. چې نور څوک ان هغه ته نږدې هم ندي (229) ملیونه فالورز.
هغه د انسټاګرام د هر پوسټ په بدل کې 1 ملیون ډالر ترلاسه کوي. په حقیقت کې هغه پیسې چې دی یې د انسټاګرام له لارې ترلاسه کوي، له هغو څخه ډېرې دي چې دې ته یې په یونتوس کې ورکوي.
انسټاګرام رونالډو ته د کال ۴۸ ملیونه ډالر د هغه د انځورونو لپاره ورکوي.

17 خوښونې

اړوند مطالب

کرکټ او فزيکي پیاوړتیا
دله ګان
سم مزل نه شو کولای
د جاپان د پرمختګ راز
نور ولولئ
کاناډا یو شمېر افغان ښځینه قاضیانو ته سياسي پناه ورکوي
ستا په شان پلار
هسې یوه خبره مې کوله
توره هديره

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جولای 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« May   Aug »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /