زما د کلي له اغزو ډکې ونې

نعمان دوست
[pukhto]
دا زموږ کلی دی. دې ونې ته زما ماشومتوب په یاد دی. دا پلوڅه د ډيرو خوږو او ترخو شاهده ده.
په هغه نیمه شپه چې مو کلی د قطبي خرسانو له ویرې پریښوده، همدې ونې راکتلې، ما چیغه کړه. مخکې نشوم تللی ما ویل که همدې مهربانې ونې له لمنې راټینګ کړی یم او جلا والي ته مې نه پریږدي…
ښه مې یادیږي؛ کابل کې ملوک الطوایفي وه. د ( وعتصموا …) مدعیانو دغه سپیڅلی قراني حکم هیر کړی و او دومره فرقې فرقې شوي و چې د کابل ښار په نږدې هره کوڅه کې جلا پاچاهي وه او د هرې کوڅې پاچاهانو د خلکو د وژنو او لوټ تالان صلاحیت درلود.
په همدې دور کې همدې ونې ته نږدې له ولایته ( لغمان مرکز) راروان د سورلیو ډک میني بوس د کلاشینکوف په ډزو ودرول شو. یو ببرسري ټوپکي داسې رامنډې وهلې لکه ښکار چې یې په نښه کړی وي. موټروان ته یې په غصه وویل: همدلته ودریږه، قوماندان صیب چیرته ځي.
موټر سره لمر لاندې ولاړ و. موټر کې ماشومانو له ګرمۍ ژړلې، میندو لاسي پکي او د پوړني څنډې ور ته د ببوځو ( پکیو ) په څير وهلې.
کابو نیم ساعت وروسته قوماندان صیب لکه نړیوال فاتح راورسیده. د موټر څه سورلۍ چت ته پورته شوه، قوماندان پکې کیناست او موټر د حرکت اجازه پیدا کړه.
دې ونې ته یاد دي؛ چې د حامدکرزي په لومړۍ دوره کې به خلکو موټر همدلته ودرول، د ډيرو به ښیښې هم نه پورته کیدې. همداسې به له سینده پورې غاړه لاړل او او بیا چې به یې هر وخت زړه شو، ډاډه به راغلل او موټر به یې چالان کړل.
دې ونې ته دا هم یاد دي، چې همدلته یې له موټره ځوان راښکته کړ. کلیوالو عذر او زارۍ کولې؛ خو ځوان یې روان کړی و او شیبه وروسته د ډزو غږونو زړونه ولړزول.
زما د کلي ونې
زما د کلي د ترخو او خوږو شاهدې ونې
زه پوهیږم زړه دې ډک دی، کنه ستا لیدلي حالت د تحمل وړ نه و، که وس دې رسیدې ډيره لرې به تللې وې خو ته ( د تقدیر په زولنو تړل شوې یې)
زما د کلي ونې!
دعا کوم چې نور د هیڅ ډول زړه بوګنونکیو پیښو شاهده پاتې نشې
دعا کوم چې هره څانګه کې دې مرغۍ کښیني او بیا هیڅ ډز ونشي او هیڅ مرغۍ له خپلې ځالې الوتلو ته مجبوره نشي.
زما د کلي له اغزو ډکې ونې!
ستا بوي پسې خپه یم. ستا د کوچنیو ګلونو نندارې پسې مه زړه چوي
ونې!
ډير عمر دې نصیب شه چې په دیدن دې سترګې مړې کړم او ستا لاندې دمه شوي لاروي ته په جام کې سړې اوبه ورکړم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي