زه فلم ولې نه گورم!؟

ژباړن: نيازعلي خاکسار
[pukhto]
له ډېرې مودې نه دا زما غوښتنه وه چې څوک له ما پوښتنه وکړي چې زه فلم ولې نه گورم؟ کور کې رانه څو وارې پوښتنه وشوه چې بينډۍ ولې نه خورم؟ يارانو دوستانو رانه څو ځل وپوښتل، زه پتلون ولې نه اغوندم؟ کور کې او د کور نه بهر مې په ټينگار دا خبره واوريده ؛ (چې ويښته ولې نه جوړوم؟).
ولې چا هم رانه زما د ذوق مطابق دا پوښتنه ونه کړه؛ چې زه فلم ولې نه گورم؟
ما چې څوک هم پيژني نو هغوی ته ښه پته ده چې يوه وخت کې فلمونه زما څومره خوښ وو، په ورځ کې به مې درې درې فلمونه ليدل او چې کوم فلم به زما ډېر خوښ شو، نو هغه به مې بيا بيا ليدلو.
امرتسر نه به تر لاهوره او جالندهره پورې لاړم او فلمونه به مې ليدل او ماته ياد دي چې يو فلم د پاره په کوم کې چې زما د خوښې هنرمندې (ايکټرې) کار کولو ما تر ډهلي پورې سفر کړی و، خو بيا داسې څه وشو چې ما فلمونه ليدل پريښول…..
ډېر وخت پس ماته دا موقع ملاو شوې ده چې زه د خپل زړه بوج سپک کړم، کله هم چې د خپل کوم دوست له طرفه د فلم کتو په دعوت ما دا خبره کړې ده چې زه فلم نه گورم او يقين به مې دا و چې دوست به له مانه پوښتنه وکړي چې اخر ولې؟ خو هر وخت زه نا اميده شوى يم چا په يو شړک د موټر دروازه بنده کړې ده او ويلي يې دي چې ځه ښه ده…
د چا په مخ مسکا خوره شويده او دا مې اوريدلي دي؛ ته عجيبه سړى يې او چا بيخي داسې ويلي دي چې ځه ښه ده داسې به زما روپۍ بچ شي.
يوه زمانه وه چې ماته به د ايډي پولو نه واخله تر جون گلبرټ او ميري پکفورډ نه واخله تر گلوريا سونسن پورې د ټولو ښځينه هنرمندو نومونه، د دوی د اوسيدو درکونه او عمرونه ياد وو..
للين گشن او د هغې د خور ډورتي گشن د قد اوچتوالى خو ماته تر اوسه ياد دى، خو اوس که زما کوم دوست د شانتا وين، شانتا هبلي او شانتا موزمدار په کردارونو خبرې کوي، نو زه چغې کړم چې سلامتيا، سلامتيا…
پري مخ نسيم بانو د خور هومره ښکلې وينا، غټ سترگې راگني، کافر ادا ثريا او مرمرين بدن شميم کې زما هيڅ قسم دلچسپي نه شته…
تاسو به سوچ کوئ چې اخر دا ولې؟ شايد زما زړه د دنيا نه تور شوى وي او په کوم غره کې اوسيږم… بالکل داسې نه ده!
زه اوس هم ستاسو د رنگ او نور دنيا کې ساه اخلم، د سبا ورځې څه پته نه لگي اوسه پورې خو خورم، څکم، ويده کيږم، پاڅم، ښه افسانې لولم او داد ورکوم، ښه شعر سره مستي هم اخلم، خو دا ده چې زه فلم نه گورم…
يو وخت به ؤ چې زما د کوټې ښکلا به د فلمي هنرمندانو عکسونه وو، د شوق دا حد ؤ چې دغه عکسونو له پاره به مې چوکاټونه په خپل لاس جوړول، خو اوس به تاسو ته زما په کوټه کې صرف د ډاسن د کارټون عکسونه په نظر راځي څوک چې د بيزوگانو د نفسياتو د تصوير کشۍ ماهر دى. تاسو به سوچ کوئ چې دا دومره لوى انقلاب څنگه راغلو؟
زما په زړه او دماغو کې يوه ښايسته صنم خانه وه په کومه کې چې به ما هر ماښام د خپلې خوښې هنرمندانو شکلونه جوړول چې به پرې ماته د زړه تسکين کېده، خو ولې بيا داسې څه وشو چې ما د عقيدت ټول چراغونه مړه کړه، ټول ګلان مې د پښو لاندې ومروړل، ولې ما کې د محمود غزنوي روح راننوتو؟ بالکل نه!
زما کيسه بالکل مختلفه ده، خلک فلم ځکه نه گوري چې د سترگو په رنځ اخته وي، ځينې له دې وجې نه چې فلم شروع شي نو په هال کې ويده شي، بعضې ځکه چې د هغوی زړونه نري دي، دوی چې د فلم په پرده ښکاره عشق او مينه وگوري، نو د زړه دوره پرې راځي، ځينې داسې هم دي چې فلم يو شيطاني لوبه گڼي.
خو زه ولې له فلم نه څنډه کوم؟ زما د سترگو نظر کمزورى دى، خو ولې د نظر چشمې ددې کمزورۍ د لرې کولو لپاره هر وخت زما په پوزه پرتې وي.
زما زړه که خداى يې له بدو سترگو وساتي ډېر مضبوط دى، د ثبوت لپاره د ډاکټر کارډيو گرام موجود دى.
زه فلم د انسانانو لوبه گڼم، نو بيا څه وجه ده چې زه فلم نه گورم؟
زه فلم نه گورم دا به د هغو خلکو له پاره نوره هم د حيرانتیا خبره وي چې ما د يو فلم لیکونکي په حيث پيژني، سوچ به کوي چې دا څنگه کس دى چې فلمونو ته کيسه ليکي، مکالمې ليکي، په يو فلم کې يې تقريبا کار هم کړى، که خداى مې نه غلطوي لس کاله په دې فلمي دنيا کې اوښتی را اوښتی هم دى او وايي زه فلم نه گورم.
يوه ټوکه ده، د قيامت په ورځ دې زما گريوان د کوم هنرمند په لاس کې وي که زه به د ټوکې نه کار اخلم.
واورئ! زه تاسو ته رښتيا، رښتيا خبره کوم چې صرف د ملاوټ نه زما زړه وټکيدو، په وخت د مرگ دې زما کلمه نصيب مه شي همدا وجه ده چې نن زه فلم نه گورم.
د نن نه دولس کاله وړاندې خبره ده، چې ما د بمبيي په فلمي سومنات څلور حملې وکړې، اخري حمله زما په ژوند کې ډېره مشهوره او اهمه وه، ځکه چې زه يوې سټوډيو ته په داخليدو کې کامياب شوم.
د خطرناک پښتون څوکيدار د نظر نه چې څنگه بچ شوم او دننه ننوتم، نو څلور واړه طرفونه، ادم بو، ادم بو، اوازونه راتلل، يوه توره ښځه مې تر څنگ تېره شوه، نو ما په زړه کې دعا وغوښته چې کاش دا په ما میېنه شي او د الف ليلى د هنرمندو په څېر کوم چف په ما واچوي، چې زه د راتلونکې افت نه بچ شم.
خو هغې د خپل بدن نمايش وکړو او لاړه.
په دې کې يو شور جوړ شو او ما وليدل چې گڼ سړي چې د زرو جامې يې اغوستي دي، توري ورسره دي او په منډه منډه يوه غټ ځای ته داخل شوو، په دوی کې د يو د لاس نه توره لويدلې وه ما په وېره وېره هغه توره رااوچتول غوښتل، خو زما لاس په هوا کې ودريدو.
توره د لرگي وه، ما په خپله گوته د خولې لاړې واچولې او چې څنگه مې د توري تيره والى چيک کولو، نو مخامخ غټ غټ بريتونو سره د يو ديو هومره کس راووتو، دا د پاټک په لور تلو والا و، چې يو اواز واوريدل شو ؛ (ای د کمپنۍ مال والا چرته ځې؟) د غټو غټو بريتونو والا ورپيدو او په ډډ اواز يې وویل(څه دي سيټهـ)…
سيټهـ په دبدبه کې ووې دا بريت د چا دي، بريتو والا ديو خپلې بريتې تاوې کړې او له عاجزۍ سره يې وويل؛ سيټهـ دا خو زما خپل دي، سيټهـ صېب چې کله مطمئن شو، نو بيا يې هغه ته وویل؛ چې اوس ته تلى شې، نو هغه لاړو.
سيټهـ صېب زه نوکر ونيوم دوه ورځې پس ماته معلومه شوه، چې زما نوم سعادت حسن منټو نه دی بلکې زه منشي يم او زما کار دا دى چې هر لس پنځه منټه پس د بازار نه ډائيرکټر لپاره پان راوړم او (هن) هم نه کوم، کله چې له دې کار نه وزگار شم، نو د ډائيرکټر د خوښې مطابق د صحيح او غلط د فرق نه پرته ډايلاگ وليکم او ليکلى ډايلاگ د دوی د خوښې مطابق سم کړم او چپه خوله واوسم.
په دغه ورځو کې زما هم له ژبې سره دومره دوستي نه وه، نو ځکه به مې د ډائيرکټر صېب سره يو ځای هره ورځ د ژبې پښې او لاسونه ماتول او زما ضمير او جذبات به هم نه زخمي کيدل، خو يوه ورځ معامله ډېره سخته شوه، چې کله سيټهـ صېب ډائيرکټر سره لاس ورکړو او دا زيرى يې وکه، چې ستا د فلم حقوق ما خرڅ کړل، ډائيرکټر صېب مبارکي ورکړه او د سيټهـ نه يې پوښتنه وکړه چې د فلم نوم مې څه خوښ کړى، سيټهـ صېب وخندل او ويې ويل چې يو دم ښکلى نوم دى (پهرج ادا)ډائيرکټر ماته مخ کړ او د نوم د صحيح کولو سره يې راته د فلم کيسه ليکلو دپاره هم وويل.
ما يې خبره غوڅه کړه، دا د فرض ادا ترکيب بالکل غلط دى، سيټهـ صېب غوسې سره ووې:څه دې ووې؟….
ما ورته ویل چې ما دا وویل؛ تا چې څه وویل دا زمونږ په ژبه کې نه چليږي.
ډائيرکټر وويل چې څنگه نه چليږي؟
ما وې داسې نه چليږي چې دا نوم غلط دى، ستونزه لري…ددې مطلب هم د وخت سره راوستی شئ، خو خداى د پاره (فرض ادا) ټائيټل فورا ً بدل کړئ.
سيټهـ صېب ماته برگ برگ وکتل ستا دماغ بيا تاو شوي منشي! ټائيټل اوس نه شي بدليدى ځکه چې مونږ د فلم حقوق خرڅ کړي، ما چې دا واوريدل، نو زما دماغ نور هم تاو شو او نتيجه يې دا شوه چې زه د سټوډيو نه بهر شوم.
له دوهمې سټوډيو نه د بهر کيدو کیسه هم همدا رنگه وه او هغوی سره هم د نومونو په اختلاف د سټوډيو نه بهر شوى وم…
په وړو وړو فلمي سټوډيو کې د چکرونو نه پس اخر ماته په داسې فلم سټوډيو کې کار پيدا شو چې ډېر نوم يې ؤ، د کومې سټوډيو فلمونه چې ډېر صاف او پاک وو، ددې سټوډيو دننه که يو خوا ما څلور کاله د فلمونو کیسې وليکلې، نو بل خوا ما خپل د فلم کتو شوق هميشه هميشه لپاره ښخ کړو.
د يوې هنرمندې د اس د سوريدو کیسه ډېره مشهوره وه، خو کله چې په اس د سوريدو وخت راغلو، نو ما وليدل چې يو د لرگي اس يې راوړو، چې هغه هم پوره نه ؤ، صرف ملا يې وه او نور اس نه ؤ چې پرې يې يو څادر (کته) اچولې وه، له خره سره يې ډېر فرق نه ؤ، جينۍ د درې کسانو په مرسته په اس سوره شوه.
اوس لايټ آن شو، ډائيرکټر صېب حکم وکړو…. گو… (ځه)….. يو کس زر هنرمندې ته يو پړى (کيزه) ورکړو او دوهم په کرار کرار هغه نيم اس خوځول شروع کړل، ډېر وخت يې دا سلسله ريکارډ کړه.
دوهمه ورځ اوټ ډور شوټنگ ؤ، د سرکس يو د اس د سورلۍ ماهر کس ته يې د هنرمندې جامې واچولې او په يو داسې اس چې په شا يې لاس نه پريښودو سور کړو او مختلفې صحنې يې ريکارډ کړې.
دا ټول يې بيا سره رايوځای کړل او چې کله په پرده راغلل، نو ما ډېر په حيرانتیا سره وکتل چې دا هر څه هم هغه هنرمندې کول.
اوس د هنرمندې د لاس (ننداره) اخستل و چې مقصد يې خلکو ته دا ښودل ؤ چې لاسونه يې ډېر ښکلي دي خو حقيقت داسې نه ؤ، د هغې هنرمندې گوتې بې ترتيبه او بدرنگې وې، په منډه يې لس دولس نورى جينکۍ راوغوښتې، چې د يوې لاسونه په کې خوښ شو، زر زر يې پرې نکريزې او سرخي ولگوله او ريکارډ يې واخستو، چې په پرده راغلل، نو هم د هغې هنرمندې لاسونه يې ترې جوړ کړي وو.
دا ښودل ؤ چې ډېر زيات (جکړ) باد دى او خطرناک قسم باران دى، ما وليدل چې څو کسان گلونو ته د اوبو ورکولو ویالو کې اوبه پريږدي، دوهم طرف د جاز پکی د موټر په وجه گرځي، ورسره دوه کسان د پاڼو او نورو بوټو نه دوه ډکې ټوکرۍ په لاس ولاړ دي او په ډکو ډکو لاسونو دا پاڼې او بوټي د پکي مخې ته پريږدي، يو بل کس کله بجلي (سوچ) لگوي يې او کله يې بندوي.
بل د ټيم يو غټ څادر په زور زور خوځوي راخوځوي چې يو شور ترې جوړيږي.
په پرده مې چې کله دا صحنه وليده، نو عقل مې حيران پاتې شو، په کاسو باران وريده، ونې د تيز باد له امله ټيټيدې راټيټيدې، د خوفناکې برېښنا پړک پړوک ؤ او هيرو په دې توپان کې ولاړ دى او د مردانگۍ مظاهره کوي…
اوس اوس هيروئين د هيرو سره په خندا خندا خبرې کولې، شوټنگ شروع شو، نو ميک اپ مين د هيروئين په سترگو کې د گليسرين يو څو قطرې واچولې او د هغې د سترگو نه غټې غټې اوښکې روانې شوې..
سندره څوک وايي او شونډې د چا خوځي…
د لرگي ټيلي فون په ځمکه پروت دى يو کس سره په لاس کې ټالۍ ده هغه يې ووهله، نو هيرو په يو منډه غوږی رااوچت کړو لکه رښتيا چې ټالۍ راغلې وي…
سوک وچليږي…څوک يې هم ونه خوري، خو څلور پنځه کسان سرکنډولې واړوي… په مېز د فروټو انبار دى خو په ټولو کښې صرف يوه کيله د رښتياؤ ده، چې د هيرو پلار به يې خوري، نورى ټولې د خاورو او پلاستيک دي…
ډېر سخت دوپ دى، خو په کمره يې فلټر ولگاوه او دوپ په يخنۍ بدل شو…
زيبرا (صحراي خر) نه پيداکيږي، نو په خره يې تورې او سپينې ليکې ووهلې او زيبرا يې ترې جوړه کړه…
تاسې يقين وکړئ، چې دا دو نمبر کارونه ما وليدل، نو زما زړۀ پيکه پيکه شو، کله چې ما د خپلو سترگو مخامخ جوړ شوى فلم په هال کې له نورو نندارچيانو سره وليدو، نو د هيروئين د گليسرينو اوښکو زه له نورو نه زيات وژړولم…
څومره غټ جعل او فرېب دى، چې پخپله فريب والا هم پرې غولېږي، خداى دې هغه ورځې بيا نه راولي چې زه فلم وگورم.
[/pukhto]
ډېر ښه خاکسار صیب!
د نورو په زړه پورو ژباړو او لیکنو په تمه.
ستاسې ورور
هادي