67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

زګيروی

لنډه کيسه/نصرت ارمان

[pukhto]
ډزې رالنډېدې، د خلکو په زړونو وېره خوره شوه، کوڅې خاموشې، دروازې بندې او کورونه بې شوره شوو. ناڅاپه به چغو فضا په سر واخيسته، ټول به باوري شول چې بل راکټ به د دوی په کور لګي. مرګ د هرچا سترګو ته ولاړ و. ماشومانو له وېرې په غوږونو کې ګوتې ننويستې او د ميندو په غېږو کې يې ځانونه تاو کړي ول.
تر نيمې شپې مرمۍ و ورېدې، ژوندي بې ژونده، کورونه ړنګ او له ښاره لمبې پورته شوې.کله چې جګړه بنده شوه، د زخميانو چغو غوږونه کڼول. له هرې خوا وېرونه، تورتم او ډاروونکي اورونه پورته کېدل.
***
ماشوم د مور له سورۍ سينې سر پورته کړ، د هغې له سينې يې وينه بهېدل بند شوي وو او داسې لرې تللې وه چې بېرته د ده په ژړا نشوه راتلی!
خور يې د ړنګ شوي دېوال لاندې شوې وه، د هغې زګيروی يې واورېد.
د ماشوم هيلې راژوندۍ شوې، د خاورو او خښتو په لرې کولو يې پيل وکړ. د خور مخ يې خړ پړ و، تندی يې مات شوی، وينه ترې تللې، تور ويښتان يې سپېره شوې ول او لکه د مور غځېدلې وه.
د هلک ځان ته پام نه و، داسې يې احساسوله چې وجود يې سوزي، اوښکې يې خلاصې شوې، مرۍ يې بنده شوې او لاسونه يې د خاورو او لرګيو په ايسته کولو شل شوي وو. انګړ ته ووت، له ګړونجه يې اوبه راوړې، . د خور سر يې راجېګ کړ، هغې سترګې نه غوړولې، لوند لاس يې ورته په مخ او تندي کش کړ.
ـ اخ!
د خور سوي غږ يې زړه بیا وريت کړ. د هغه درېدلې اوښکې روانې شوې. کنډول يې د خور په شونډو کېښود، لږې اوبه يې خولې ته لاړې او نورې يې په غاړه لاندې تویې شوې.
د مايوسۍ څپو هغه حيران کړی و، له چا يې مرسته غوښتی وای؟ چرته تللی او څه يې کړی وای؟
ـ ثمن! زما خورجانې. جيګه شه. جيګه شه که نه…
هغه سوالمنې سترګې په کنډواله کې وګرځولې، له رالويدلي چته د سپوږمۍ پيکه رڼا راننوتله، ستورو شين اسمان ښکلی کړی و، له خوښۍ پړقېدل او سره په مينه نه مړېدل، خو ځمکه انسانانو يو بل ته تنور ګرځولې وه، هلک نور زغم نه لاره، خور ته يې د وروستي ځل لپاره سترګې ور واړولې او له هغې سره سترګو په سترګو شو.
په ناباورۍ ورغاړېوت ، تللې خوښۍ په راګرځېدو شوې…
ثمن د ورور په ليدو درد هېر کړ.
ـ بابره! مورجانه؟
او د بابر چغو د هغه زړه په درولو کړ. ثمن شکمنه راپاڅېده، لاس او سر يې بد درد کاوه، شا او خواته يې وکتل، سترګو يې سم ليدل نشو کولای خو لږه شېبه وروسته يې کړيکو انګازې جوړې کړې.
***
ثمن خپل مخ په څپېړو وواهه او لکه د لېونۍ د خپلو ويښتو په شکولو شوه…
بابر وړې وړې سلګۍ وهلې. خور ته ور وړاندې شو، په اوږه يې لاس ورکېښود.
هغې جټکه وخوړه او د مور له سينې يې سر راپورته کړ.
ـ خورې! څه به کوو؟ او هغه ځان د ثمن پورې ونښلوه.
ثمن هم نه پوهېده. مامايې ورياد شو، د ورتلو تابيا يې وکړه ، نور يې نو مور بايد د تل لپاره پرېښی وای او ځانونه يې ژغورلی وی. لا هم شپه واکمنه ده، يو نيم ډز کېږي،خو تر سهاره دلته پاتې کېدل له هغوی نه کېدل، هلته وحشت خور و، دوی ته د سکون ورکولو څوک نه وو.
په درزېدلو زړونو روان شول ، له کوره ووتل او بیا يې همداسې په وېره وېره خپله کوڅه له پښو وويسته…
***
سهارنۍ وړانګې خورې شوې، ښار بدرنګ او بې ژونده شوی، خندا نشته، ژړا بنده شوې، چغې ورکې، درنه چوپتيا ده او د ماتم داسې نښې پاتې دي چې تر ورځو ورځو به يې اثرات وي. هره کوڅه کې مړي لکه د دوی د مور په وينو سره او لمبيدلي.
کومه لار يې چې د ماما دوی کلي ته تللې وه ور ورسېدل. د دواړو سترګې سرې او پړسېدلې وې، شونډې يې وچې او چاودې شوې، پښې ستړې او غم ځپلي زړونه يې د يو بل په ليدو بیا راوپارېدل.
د ثمن سترګې اوښکو وسوځولې، کېناسته، بابر يې غېږ کې د څو شېبو لپاره کلک کړ او وروسته يې د هغه د کاليو په څنډلو شروع وکړه، مخ او سر يې په لاسونو ورپاک کړ، د بابر له خولې غږ نه خاته، بدن يې نه ريږدېده، زړه يې يې نه درزېده. هغه فکر کاوه ډاروونکی خوب ويني او چې دا خوب به کله خلاصېږي؟ نشو پوهېدی!
ثمن هغه په دواړو مخو ښکل کړ.
ـ موږ رسېږو وروره!
خو بابر لکه د هغې خبره چې نه وي اورېدلي، هېڅ عکس العمل يې څرګند نه کړ. ثمن د هغه ترهېدلو او رډو سترګو ته ځير شوه. له ځايه پاڅېده، هغه يې له لاسه ونيوه.
ـ راځه! …
***
د ماما دوی کلی يې رالنډېده، هلته د تللې لار شا او خوا په ونو ښکلې شوې او ځمکه په وښو شنه شوې وه، خو د هغوی په فکرونو وېره خوره وه. پوهېدل چې نور د خوښۍ لپاره هېڅ نشته خو د ژوندي پاتې کېدلو هيلې يې لرلې، قدمونه يې اخيستل او مخکې تلل.
باد د ثمن جړ ويښتان ګډول او څنډل، د دروازې په ليدو د هغوی سترګو کې د خوښۍ څرکونه پيدا شول، يو بل ته يې وکتل. بابر موسل. او ثمن اوښکې پاکولې.
[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

خوړينه
د پښتون د ژوند کتاب
شرنګ راورسېده!
پیره خیال ته څنګه راشم؟
ګونګه شاعري
ما پوهنتون ولې پرېښود!؟
سم لکه دا لوی افغانستان سړی
لوبه

تبصرې

  1. ګلستان تمیم – اکتوبر 20, 2016 - 6:51 pm:

    ریښتیا هم ددې اوسنیو حالاتو یو ښکلی انځور مو اخیستی، رب العزت دې د خپلې خدایۍ له مخې دا ویجاړ وطن سمسور کړي، چې تنکي او پاخه لیکوالان مو نورو برخو ته کار وکړي.
    ښکلې کیسه وه، ارمان صېب! قلم دې تاند.

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2016
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /