67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ستاینلیک

عبدالرحمن ميوند

د کوټې دروازه مې خلاصه کړه، مور جانې مې په پښو کمپله اچولې او بالښت ته يې ډډه وهلې، چرتونو کې ننوتې وه، چې زما د غږ په اورېدو سره له خياله راووتله او سترګې په ما ولګېدې.
– سلام مور جانې، څنګه يې، ورځ په خیر تېره شوه؟
– شکر دی زويه، څه وخت راغلې؟
– همدا شېبه
– څنګه دې ناوخته کړ؟
– په کارونو بوخت شوم تاسو ته مې ټیلفون هم ونه کړ، وبښئ!
– خیر اوسئ، اوس ښه یم!
– سترګه دې څنګه شوه، چکک دې اچولی؟
– هو، وامې چول، سوروالي لري؟
– هو ښکاري چې لږ لږ سوروالی لري خو ته پوهېږي چې نوې عملیات شوې له یو څو ورځو وروسته ان شاء الله بیخي ښه کېږي، کوښښ وکړه چې لمده درنه نه شي او نه ورته خاورې ورسیږي؟
– سمه ده زويه، لمونځ هم په اشاره کوم او په اوداسه کې هم ورسره ډېر احتیاط کوم، د ډاکټر مشوره مې په نظر کې ده، نه غواړم چې بیا مې د سترګې دید کم شي.
– خدای دې تر ډېره مونږ ته ژوندۍ لره.
– تاسو ټولو سره
– یو د خوشالۍ زیری درباندې وکړم؟
– ښه نو زرشه ووایه؟
– نن راته په لومړي ځل خپله دنده کې د غزنې پوهنتون رئیس، د ځوانانو همپالنۍ بهیر او د ملی شورای مشرانو جرګې لخوا ستاینلیکونه راکړل شول، ډېر ورته خوشاله شوم.
– ستاینلیک څه شی دی؟
– په دنده کې زما د کارونو بی ساري کوښښونه، صداقت، مثبت لید لوری او دهېواد همپالنۍ ستاینه او مننې له لپاره دغه پاڼي راکول شوي، د تشويق او ستايلو لپاره!
– ښه اوس پوهه شوم، اوس به يې په سترګو ښکل کړم.
– پام! چې سترګه دې ژوبله نه کړي
– نه، نه، اوس به ډېر ژر روغه شي، دا خو زمونږ ټولو لپاره د ویاړ خبره ده
– مننه! دا ټول ستاسو د ښه روزني او دعا برکت دی او چا سره چې د مور او پلار دعا وي هغه به په خپلو کارونو کې تل بریالی وي.
– خو کاش چې پلار دې ژوندی وای، څومره به خوشاله شوی وی.
– حق لاره ده، د الله ج په فیصلو کې څه نه شو ویلای!
– هو، بلکل څه چې د خدای رضا وي.
– ښه معاش دې هم ورسره زیاتېږي؟
– نه ، نه، مورجانې! ته تل زمونږ د معاش او د ښه ژوند کولو په فکر کې يې، دا خو ماته تر ډېرو معاشونو ارزښت لري، ددې کاغذ معنوي ارزښت تر مالي ارزښتونه خورا زیات او دا جوتوي چې زه څومره خپل ولس او وطن ته صادق یم، دا هره پاڼه له ميليون نه هم زيات ارزي.
– ښه نو داسې چې ده، تر دې زیات وځلېږې او خدای ج دې ډېر عمر درکړي!
– مهرباني! ته زمونږ د ژوند لویه هستي يې چې پاک څښتن تعالی راته پیرزو کړې او ستا په شتون کې د پلار تشه نه احساسوم، تل کوښښ کوې چې مونږ هوسا او د مینې ډک ژوند ولرو، خوشاله یم چې ته راته ژوندۍ يې، او ستا په څېر مور لرم…..؟
– خدای دې ډېر خلک ستا په څېر پيدا کړي چې د وطن خدمت وکړي؟
ډېر خوشاله شوم، مور مې ښه شوې وه او خوشاله هم شوه، لاسونه مې ورته ښکل کړل او تر څنګ يې کېناستم چې پښې يې زور کړم…

5 خوښونې

اړوند مطالب

د لغمان والي ښاغلی ننګ صاحب
چې ستر شوې، شخصیت دې هم ستر کړه!
له ډاکټر شمس نجيبي سره مرکه
له سوله مل شينواري سره مرکه
د لقمان حکیم نصیحتونه
هينداره
ملي کرنسي
بې اعتباره حکمونه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2020
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /