ستا د ژوند تر ټولو مهمه پوښتنه

ژباړه: نصرت الهام
[pukhto]
هر څوک غواړي ښه احساس ولري، هر څوک غواړي بې باکه، خوښ او اسانه ژوند ولري، مينه وکړي، ښې عاطفي او جنسي اړيکې ولري، په تول پوره ښکاره شي، پيسې پيدا کړي، مشهور وي، د درناوي وړ وي او ستاينه يې وشي.
هر څوک دا خوښوي – خوښول اسانه کار دی
که زه وپوښتم، (په ژوند کې څه غواړې؟) ته به دې ته ورته ځواب راکړې چې، (زه غواړم خوښ و اوسم، ښه کورنۍ ولرم او د خوښې وړ دنده). خو دا ډېره عامه خبره ده چې هيڅ کومه معنا نه لري.
يوه ډېره جالبه پوښتنه چې شايد له دې وړاندې مو هيڅ نه وي تصور کړي دا ده، چې (په ژوند کې کوم کړاو انتخابوې؟) يا (هغه څه دي چې غواړې هڅه ورته وکړې؟) ځکه دا ټاکونکې پوښتنه ده، د دې پوښتنې په اورېدو مو دې ته پام اوړي چې څنګه زموږ ژوند بدليږي او څنګه خپل هدف ته رسيدلای شوو؟
هر څوک غواړي چې يوه هيښوونکې دنده او اقتصادي خپلواکي ولري – خو ټول خلک نه غواړي چې په اونۍ کې ۶۰ساعته کار وکړي، لرې تګ راتګ وکړي، زړه خوړونکي کاغذي کارونه وکړي، د خوښې وړ کاروبار لپاره اړين رسمي سلسله مراتب طی کړي، بلکې تل د خوښ اوسېدو په فکر کې او په خوښۍ کې د افراط له امله له عيش او عشرته موړ ژوند کوي او له دې افراط څخه په رامنځته شوي وړوکي دوزخ ګوټي کې اوسيږي.
هر څوک غواړي ډېرې عالي عاطفي او جنسي اړيکې ولري – خو هيڅوک دې ته تيار نه دي چې سختو مکالمو ته زړه ښه کړي، غموونکې چوپتيا وزغمي، د خپل زړه درزا واوري، بې قراري وزغمي، اخلاقي او انتقادي ننداره يې وړاندې شي او بيا خپلې دې موخې ته ورسيږي. بلکې کرار کيني او خيال پلو وهي چې که داسې وای، که هغسې وای.
ځکه، خوښي هڅه او کوښښ غواړي. مثبت د منفي د اداره کولو پايله ده. ته له منفي تجربو څخه ځان تر ډېره وخته لرې ساتلای شې، خو وروسته به همدغه منفي تجربې چې ځان ترې لرې کوې، بېرته ستا ژوند ته راستنې شي.
د ټولو انسانانو په چلندونو کې مرکزي ټکی دا دی، چې زموږ اړتياوې لږ يا ډېرې سره ورته دي. د مثبتو تجربو اداره کول اسانه دي، خو دا منفي تجربې دي چې اداره کول يې کوښښ او هڅه غواړي.
(موږ له ژونده څه غواړو؟) دا په ښو او مثبتو احساساتو، چې موږ ورته ميلان لرو، نه شي مشخص کېدلای، بلکې غموونکي، منفي احساسات او کړاو يې مشخصولای شي، هغه منفي تجربې چې موږ يې د زغملو توان په ځان کې وينو، اداره کولای يې شوو او تر نورو کړاوونو لومړيتوب ورکوای شوو؛ همدا کړاو کولای شي د خوښې وړ هغه ښه احساس ته مو ورسوي، چې زموږ خوښيږي.
خلک غواړي چې ښه اندام او فزيکي جوړښت ولري. خو هيڅوک نه شي کولای چې په جيم (تکړښت غالي) کې له ساعتونو خولو تويولو او درد زغملو پرته، دې موخې ته ورسيږي، هيڅوک نه شي کولای د خوراک له تنظيم او سنجش څخه له خوند اخستلو او د مهال ويش له درلودلو پرته، ښه سپورت وکړي.
خلک غواړي خپل کاروبار او اقتصادي خپلواکي ولري. خو تر هغې څوک يو کامياب کاروباري او کارفرما کېدلای نشي، چې خطر ته غاړه ور نه کړي او خپلې ستونزې ښکل نکړي، په شک او ترديد کې و نه لوېږي، بيا بيا ناکام نشي او په ساعتونو ساعتونو په داسې یو څيز کار و نه کړي چې لا نه پوهېږي بريالی به شي که نه؟
خلک ښه پارټنر غواړي، د ژوند ښه ملګری غواړي. خو هيڅوک نشي کولای، پرته له عاطفي ګډوډۍ چې د هوا د خرابوالي په سبب د غوښتنې د ردېدو له امله پيدا کیږي، د جنسي تشنج له زغملو پرته چې هيڅ له منځه نه ځي، او په غونجو سترګو خپل موبایل ته له کتلو پرته چې زنګ نه پرې راځي، يو نا اشنا ښکلی مجذوب کړي. دا د مينې د لوبې برخه ده او که ته لوبه نه کوې لوبه نشې ګټلای.
هغه څه چې ستا برياليتوب مشخصوي دا پوښتنه نده چې (څه غواړې، خوند ترې واخلې؟) بلکې دا پوښتنه ده چې (کوم درد زغمل او اداره کول غواړې؟) ستا د ژوند کيفيت ستا د مثبتو تجربو په کيفيت سره نشي مشخص کېدای، بلکې ستا د منفي تجربو په کيفيت سره مشخصيږي. او له منفي تجربو سره ښه ګوزاره او معامله له ژوند سره د ښې ګزارې او معاملې معنا لري.
ځينې بې ارزښته مشورې هم اوروو، چې وايي، لوړې هيلې او ارمانونه ولره او د ډېر څه په تکل کې اوسه.
هر څوک یو څه غوښتنه لري. هر څوک د ډېر څه په تکل کې دي. مسله دا نه ده چې خلک څه غواړي، يا ډېر غواړي که لږ. خبره دا ده چې که ته په ژوند کې له یو څه شي ګټه غواړې بايد قیمت يې هم ادا کړې. که ته غواړې ساحل نه خوند واخلې، خولې تويول به هم خوښوې، درد به يې هم خوښوې، سهار وختي پاڅېدل به يې هم خوښوې، او هلته به له لوږې هم خوند اخلې.
که ته ځان په داسې وضعيت کې وينې چې د يو څه په انتظار کې دې مياشتې مياشتې او کلونه کلونه تيريږي، خو هيڅ پېښه نه کيږي او ته خپل هدف ته نه نږدې کېږې، بيا نو شايد هغه څه چې ته يې غواړې يو خيال پلو وي، يو تصور دی او يوه دروغجنه وعده ده. شايد هغه څه چې ته يې غواړې ستا ريښتينې غوښتنه نه ده، يواځې د يو څه غوښتل او خوښول دې خوښيږي. کيدای شي په رښتيا يې هيڅ ونه غواړې.
کله زه له خلکو پوښتنه کوم چې (څه ډول کړاو غوره کوې؟) هغوی خپل سر کوږ کړي ما ته وګوري، لکه زه چې دولس پوزې لرم. خو زه دا پوښتنه ځکه کوم چې دا پوښتنه ستا په اړه معلومات راکوي، نه ستا د ميلان او خيال پلوونو په اړه. لنډه دا چې دا هماغه د ژوند مهمه پوښتنه ده. خوښي يوه اسانه پوښتنه ده او نږدې موږ ټول ورته يو ډول ځواب ورکوو. خو د درد او کړاو په اړه پوښتنه مهمه ده. (کوم درد او کړاو زغملای شې؟)
د دې پوښتنې ځواب مو يو ځای ته رسوي. دا هغه پوښتنه ده چې ستاسو ژوند بدلولای شي. دا هغه پوښتنه ده چې له تا څخه تا او له ما څخه ما جوړوي. دا هغه څه دي چې موږ تعريفوي، بيلوي مو او سره يو ځای کوي مو.
ما د ځوانۍ ډېره برخه په دې خيال پلو کې تېره کړه چې زه به يو ښه موسيقار شم – په ځانګړې توګه د راک موسيقۍ ستوری. د ګيتار هره سندره به مې چې اورېدله خپلې سترګې به مې پټولې او ځان به مې د کنسرت پر سټيج تصور کولو، چې د خلکو په ګڼه ګوڼه او شور کې ګيتار غږوم، خلک زما د ګوتو کمال ته حيران دي. په ساعتونو به په دې خيال پلو کې ورک وم. دا خيال پلو د کالج تر دورې پورې روان و، حتا تر هغه وخته هم په دې خيال پلو کې وم چې د موسيقۍ ښوونځی مې پرېښود او جدي موسيقي غږول مې پرېښودل. تر هغه وخته هم ما دا خيال پلو وهلو چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ګيتار غږولو پوښتنه هم هيڅ نه وه مطرح، خو اخر کله. ما خپل وخت وړاندې له دې چې د دې خوب د تعبير لپاره عملي هڅه وکړم ليلام کړی و. لومړی ما بايد ښوونځی پوره کړی وای. بيا مې پيسې پيدا کړې وای. بيا مې وخت پيدا کړی وا. بيا .. او بيا هيڅ.
په دې خيال پلو کې زما نيم ژوند تېر شو، خو رښتيا مې نه شول درک کولای. دې ډېر وخت ونيو او له ډېرو منفي تجربو تېر شوم چې په نتيجه کې راته معلومه شوه: (دا زما ريښتينې غوښتنه نه وه.)
ما له پايلې سره مينه درلوده – ځان مې د کنسرت پر سټيج ليدو، خلکو چيغې وهلې، ما راک غږاوه، په خپلې موسيقۍ کې به ورکېدم – خو ما يې له پروسې سره مينه نه درلوده. او له همدې امله پکې ناکام شوم. ما حتا ډېره خواري هم نه ده کړې چې بريالی شم.
هره ورځ سخت تمرين، د موسيقۍ ګروپ لپاره د لوازمو برابرول او ریهرسل، د اجرا لپاره زمينه او د خلکو داد اخستل. شلېدلي د ګيتار تارونه، سورۍ د موسيقۍ آلې، ۴۰ پاونډه د تګ راتګ مصارف او د ترانسپورت ستونزه. دا ټول د همدې يو خيال پلو غر دی او سر ته يې يو مايل مزل دی. خو هغه څه چې ما نه يې ډېر وخت ونيو په دې پوهېدل و، چې ما نه غوښتل په دې غره کې ډېر پورته وخېژم. ما يواځې غوښتل چې د غره د څوکې تصور وکړم او هوس يې ولرم.
زموږ فرهنګ به مې خپله د خپل ځان ناکاموونکی، بې زړه، نالايقه او بدبخته وګڼي. ځان به هم راته ووايي چې کافي زړور نه وم، کافي دقيق نه وم، يا مې په خپل ځان باور نه درلود. خو رښتيا دا دي چې، ما فکر کاوه دا مې غوښتنه ده، خو معلومه شوه چې هغه مې غوښتنه نه وه. کيسه بس همدومره وه.
ما بدله او معاوضه غوښتله، خو د هغې لپاره لازمه هڅه مې نه غوښتله. ما پايله غوښتله، پروسه مې نه غوښتله. ما له لوبې سره مينه نه درلوده يواځې بري سره مې مينه وه. او ژوند په دې ډول نه چليږي.
تا، هغه ارزښتونه تعريفوي چې ته غواړې د هغې لپاره هڅه وکړې. هغوی چې په تکړښت غالي (جيم) کې خواري کوي هغه څوک دي چې ښه بڼه او ښه اندام لري. هغوی چې د اونۍ په اوږدو کې پرله پسې کار کوي. او رسمي شرکتي کارونه پر مخ وړي هغه خلک دي چې پر مخ به ځي. د ژوند سټايل هغوی پنځوي څوک چې ژوند کوي او ژوند جوړوي.
دا کوم مشکل-اسان نه دی او نه د (بې زحمته راحت نشته زما وروره) په څېر کوم نصيحت دی، دا د ژوند يوه ساده او بنسټي برخه ده: (زموږ هڅه او کوښښ زموږ بری تعريفوي. نو زما ملګريه! خپلې هڅې او کوښښونه عاقلانه انتخاب کړه.)
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي