67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

سره بیزو

عبدالرحمن میوند

سهار د ژویو د ویزیټ په وخت مې د بیزوګانو ساتونکي ته وویل:
– هغه سره بیزو ګورې
– هو
– ښه ورته ځیر شو
– سمه ده
لږ وخت يې سترګې ترې نه اړولې بيا يې وويل: ښه مې ورته وکتل ډېره عجبه څهره لري
ما ورته وويل: د خېتې غټوالی يې داسې ښکاري چې ډېر ژر به بچي وزیږوي
– فکر نه کوم
– کوښښ وکړه چې هغه بله خونه کې يې ځانته وساتې، کنه د لنګون په وخت کې نور بیزوګانې ورته ستونزې جوړوي
– څو ځله مې ستاسو په هدایت همدا کار وکړ خو بیزو ډېره شوخه وي رانه تښتي
– د خوړو ورکولو په وخت کې بوځه
– سمه ده
دری ساعته وروسته د بیزو ساتونکی راغی او دفتر مخته ودرید او په ډډ غږ يې وویل: ډاکټرصيب بیزو د قفس په منځ کې بچي وزیږول!
– ولې دې بيله کړې نه وه؟
– کوښښ مې وکړ خو راګیره نه شوه
– خدای دی انصاف درکړي
– وبښه
قفس ته رسیدو سره ګورم چې له بیزو ټوله کورنۍ راتاوه ده او بچي ترې هر یو تښتوي لکه کوم د ساعتیرۍ شی چې وي.
ګوته په غاښ ورته ولاړ وم، اريان دریان شوم چې څه باید وکړو.
هرڅه کوښښ مو وکړ بیزو نه خپل بچي پريښوده او نه یی مونږ ته اجازه راکوله چې ورسره مرسته وکړو.
سرې بیزو دوه بچی زیږولي او په خوله کې نیولی د سمڅې هرې خواته به یې ټوپونه وهل، کله – کله به ترې راولیده او نورو به ترې وتښتول خو دې خپل مورنۍ مینه څرګندوله او ژر به يې ترې رواخیست.
چوچیانو د خپل مور د بی احتیاطیو له وجې مړه شول، سرې بیزو بیا هم په خوله کې ګرځول او هیڅ څوک به يې خپل خواته نه پریښوده.
د سری بیزو دغه کړنې ۴۸ ساعته دوام پیدا کړ، بیزو په دې خیال وه چې چوچیان به بیا ژوندي شي، له ډیرې مودي وروسته خپل باور يې له لاسه ورکړ او په دې پوهه شوه چې نور امکان نه لری او چوچیان يې د خوړو پر تخت پریښيودل
ګورم چې سره بيزو د قفس څنډې ته لمر ته ناستې او له سترګو يې اوښکې روانې دي.
د سرې بیزو د شیدو ډک تیونه تل لپاره ډک پاتې شول او د بچو په روزنه او پالنه کې پاتې راغله، هغه ارمانونه چې يې د زامنو او ژوند لپاره ځان سره برابر کړي ول پوره نشول اوس يې غوښتل ځان ته په دې ډول سزا وکړې……

16 خوښونې

اړوند مطالب

نور ولولئ
ایلن ماسک غواړي ایفون او سامسونګ د نوکیا په برخلیک اخته کړي
د ادبياتو ارزښت
د مینې ټپې
انټرنیټي ځورونې
د هنر او پيغام يوه گډوله
پوښتنې؟؟؟
کرکه مو زړه خېرنوي
پاخه افکار

تبصرې

  1. Faisal – دسمبر 24, 2020 - 10:20 am:

    ښکلې قيصه وه.
    داکتر صاحب ګوتو کې مو توان نور هم زيات شه تر څو ستاسو ليکنې بيا بيا وګورو.

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

دسمبر 2020
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
262728293031  
« Nov   Jan »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /