سرګردان
نصرت ارمان
[pukhto]
هډن وجود یې لاره، بريت یې لا ګڼ شوي نه وو، د وېښتانو بې نظمۍ يې ښووله چې په کور کې یې جوړ کړي، شلېدلې چپړې یې په پښو وې او دوړو خړ پړ کړی و، شپه رالنډه شوه، خوسی یې کور ته روان کړ.
برګه غوا او وړه سره بچۍ به یې پلار څرولو ته وړې او تور خوسی چې دوه کلنۍ ته لنډيده، ده هره غرمه راوسته چې د لوی جر په ډيرانونو او وښو شخوند و وهي او ځان موړ کړي.
خوسي نن د خیرات له پاتې شونو وريجو سره د خربوزو او کيلو خواږه پوټکي هم خوړلي وو، زړه یې مستي غوښته.
هلک د خوسي پر ملا نښتو پاڼو پسې لښته ور اوږده کړه، چې خوسي ترپ وهل…
دواړه په منډه شول، خوسی مخکې هلک ورپسې، څو شېبې وروسته یې ونيوه، هغه قهرېدلی و، د خوسي په پاسنۍ شونډه یې کلک غاښ ولګوه.
خوسی وپارېده، په ټول زور یې سر خلاص کړ او هلک ته یې سينه کې ډغره ورکړه.
تياره خوره شوه، خوسی ستړی شو، له څښتنه بې فکره ودرېد چې دمه شي. ناڅاپه يې تشي کې دروند ګوزار وخوړ او همداسې یو بل پسې څو نور سخت ګوزارونه.
هلک په کنځلو خوسی پوزه کې تېر شوي پړي نه ونيوه او په زورونو یې کور ته کش کړ.
***
– تبا دې شي!
کور ته په ننوتو یې د مور غږ واورېد، هغه په اوترۍ خوسی غوجله کې وتړه.
وړې خور یې وويل: لالا مې راغی.
دا ور روان شو، ماشومه یې مخې ته راورسېده.
– بابا خوږ شوی! غوا یې په نوک پښه اېښې. مور ورته وتړله.
په فکر يې غچ اخیستنه کېناسته، نغري ته یې منډه کړه، جینۍ چغه کړه.
– هله مورې!
د مور یې ورپام شو، پلار يې درد ناقراره کړی او له دوی بې پروا کړی و.
– راځه زویه! حیوان دی.
هغه وانه ورېدل، کړنګ شو، دېګ چپه شو، غوسه یې دوه چنده شوه، چاړه په لاس غوجل ته ننوت.
مور یې پسې راورسېده.
– څه کوې؟
ـ اوس به یې خوښ شم! خوسي ته یې لغته ورکړه، په اخور وغورځېد، غوا ته لنډ شو.
مور یې راونيوه.
ـ شوده دې واړول، اوس به څه خورو؟
د هلک سترګې ډنډ شوې، ناقراره چپه يې په وجود تېره شوه، په ناهيلۍ راووت.
لکه منلې يې چې وي، باید همداسې سرګردان پاتې شي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي