سملاسي مشاعره

د سکون په لټون
[pukhto]
دا مشاعره تېره شپه يوه نيمه بجه د وحيدالله په حجره کې د سکون په لټون ملګرو ( نيازعلي خاکسار، احمد جمال جمال، عرفان الله بيدار او عزت الله ځواب) تر منځ وشوه.
تر نيمې شپې مو د ملګرو وو بنډار بيګا
له خندا مړ ه کړلو یو چا پورې بيدار بيګا
جمال
ورپسې وګرځيدو ډېر ساقي مو نه کړو پیدا
زه او ځواب وو مړه سم خمار – خمار بيګا
بيدار
جمال چې وټوخېده سملاسي مطلع جوړه شوه
مشاعرې ته کېنولي وو خاکسار بيګا
ځواب
ځان ته دې پام نه و چې مړي درپسې پرېوتل
ته چې له نازه تېريدلې په بازار بيګا
خاکسار
خدازده چې څه حتا به شوي د واعظ نه بيا
چې په توبو ويستلو سر و ګناهکار بيګا
جمال
زه ورته زير ومه تر ډيره دا منظر مې ليده
سپوږمۍ جوړ کړی و له ستورو ځان ته هار بيګا
بيدار
خو همدا وېره راسره وه چې څوک پوهه نه شي
ځکه له غمه مې ژړل کرار کرار بيګا
خاکسار
ټېپ مې په پوله ځان ته ايښی وي سندرې اورم
پلاره ما بيا په خوب کې وليدل کوکنار بيګا
ځواب
بيا خو مې سترګې تر سهره خوب ويدې نه کړې
راسره تا چې د الفت وکړو اظهار بيګا
جمال
ډېرو چارواکو نه د نه سړي زامن جوړ شو
ډېر ښکته پورته شو خبرو کې ننګرهار بيګا
ځواب
زړګی مې کلک کړو ښه ډاډه يې خو اته ورغلمه
حاجت پيدا نه شو ورتګ ته د ريبار بيګا
بيدار
ستا د يادونو کشمکش کې تر سهاره ويښ وم
ما ټوله شپه ده تېره کړې په انګار بيګا
خاکسار
شونډې مې سرې دي مګر شونډې مې خوړلي نه دي
ما له ملګرو سره وخوړل انار بيګا
بيدار
ښه څه خبره وه چې څنګ ته مې ته رانغلې
ما انتظار وکړو ما کړی و سينګار بيګا
جمال
ليوني سپي ترېنه په چوک کې کوناټی وخوړه
چا چې عکسونه لګول د حکمتيار بيګا
ځواب
استاد صميم ورته تحفه کې خپل کتاب ورکړلو
يو تن شعر ونه ترنم کړه د ناګار بيګا
بيدار
نشه نشه ومه د يار کوڅې ته ورسېدم
که پاڅيدمه که لويدمه تلم په لاره بيګا
خاکسار
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي