67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

سملاسي مشاعره

مازيګر

[pukhto]
دا مشاعره د سکون په لټون ملګرو نياز علي خاکسار، عبدالقدير ملنګ، عزت الله ځواب او احمد جمال جمال د لوی اختر په اتمه شپه د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي کې د نياز علي خاکسار په حجره کې د شپې دولس بجې پای ته رسولې.
بلا دې واخلمه، درځمه اشاره په کار ده
ستاسې د کور زمونږ کوڅې ته دروازه په کار ده
جمال
د جهادونو شوقيان شته دی چې يو بل ووژني
د نړيوالو يوه بله ننداره په کار ده
ځواب
ما ته د خلکو مخ کې مړې داسې مه راګوره
مونږ پښتانه يوو، زمونږ مينه کې پرده په کار ده
ملنګ
که چرته زه خپل روايات ژوندي ساتل غواړمه
بيا نو بېټک د ښار په کار نه دی، حجره په کار ده
خاکسار
د وخت حجاج سپينې جامې اغوستي مونږ غولوي
بيا د مروان ګټې ته کومه ډرامه په کار ده؟
جمال
زما ښوونځی او مدرسه دې دواړه خوا په خوا وي
مونږ ته کتاب په کار دی، موږ ته سيپاره په کار ده
ځواب
لسګونه نه، سلګونه نه، زرګونه نه غواړمه
د ملالۍ په شان يو پېغله پښتنه په کار ده
ملنګ
ډېرې وعدې اسلام اباد وکړې پوره يې نه کړې
زمونږه يوه وعده په کار ده، خو پوره په کار ده
خاکسار
چې ما ښه ځوان ښايي، زما نرګسيت وي په ځای
ائينه سازه ما ته داسې ائېنه په کار ده
جمال
چې نيمې ما وخوړې، نيمې مې جانان وخوړې
ملا د داسې روژو څومره کفاره په کار ده؟
ځواب
دوه ورځې ژوند دی ولې دا هم په جنګونو تېر کړم؟
دوه ورځې ژوند دی، ما ته دوه ورځې مزه په کار ده
ملنګ
د څوارلسم سپوږمۍ پوره ده، ځکه ډېر ورګورم
په تصور دا ستا د مخ یې تماشه په کار ده
خاکسار
بيا به مې ټوله شپه له زلفو سره لوبې کوې
تا ته همت په کار دی، تا ته اراده په کار ده
جمال
يوه به خپله کوې، دوه د غنمرنګو اوره
ځوابه ښکلو سره لږه ګوزاره په کار ده
ځواب
قدير ملنګ ومه، ملنګ يمه، ملنګ به يمه
زما کچکول باندې ليکلې ستا نامه په کار ده
ملنګ
جمال، ځواب دواړه راغواړم، ملنګ کلي کې دی
نيازعلي زړه مې ډېر خفه دی، يوه شپه په کار ده
خاکسار

[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

پس مرگی نوم
نقشه جوړه کړئ!
ما پوهنتون ولې پرېښود؟
اوږد کال
چالان ايف ايم
ممتاز اورکزی او د علامت جمالیات
د جنت په نوم !
شرمښان

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2017
S S M T W T F
 1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
30  
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /