سم مزل نه شو کولای

عزت اله ځواب
[pukhto]
رښتيا ده چې په شتو او خوښۍ کې مو هر څوک ملګري دي؛ خو خدای دې درباندې غم نه راولي او غم خو خامخا په انسان راتلونکی دی، چې د ګوتو په شمېر دوستان به دې درته پکې ولاړ وي.
کله، کله خلک د نورو مرستې، مينې، مهربانۍ او لاسنيوي ته اړ کېږي، ناروغي ورته پيداکېږي، پوروړی شي، يا بلې څه ستونزې سره مخ شي، په دې حالت د سړي فکر ګډوډېږي، نو که په نېږدې انډيوالانو او خپلوانو يې غږ ونه کړ، دوی خپله بايد ډاډ ورکړي او هغه غورځېدو ته پرېنږدي.
انساني ژوند د تېروتنو ټولګه ده او ځينې اشتباهات نه جبرانېږي؛ نو څرنګه چې مونږ او تاسې خپله سهوه کېږو، د نورو په نيمګړتياوو پسې رڼا ګرځول سم نه دي، د يو بل له تجربو ګټه اخستل پکار دي او چې دغه کار نه کوو؛ نو سم مزل نه شو کولای!
دا بايد ومنو چې ځينې کارونه په يواځې ځان نه کېږي، د هغو د سرته رسولو لپاره د ملګرو يوې ډلې او ګروپ ته اړتيا وي، هر څوک بايد له يو بل سره اوسېدل او ګوزاره کول زده کړي، په مينه مخته لاړ شي او بشريت ته څه ډالۍ ولري.
که په عمل کې مو پر شخصي او انفرادي ګټو ملي او ټولنيزو ګټو ته ارزښت ورکړ، د يو ټولګي په څېر مو په ګډه کار وکړ، هر څوک مو په هماغه برخه کې چې وړتيا لري ونازول؛ نو زيرې درکوم چې راتلوونکی مو روښانه دی او تاسې هر يو به د ښې ورځې خاوندان شئ.
په همدې هيله
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي