سم مزل نه شو کولای

عزت اله ځواب
[pukhto]
موسمونه بدلېږي، شړشم ګلان شول، ونې بوټي نوې غوټۍ کوي، هره ورځ بارانونه دي او د ننګرهار هوا د پسرلي د وږمو زیری راکوي.
زه چې شاعرانه طبعه لرم په داسې وخت کې خوشاله یم، په کلي کې به مو چې په باران کې کوټه راڅڅېده، د چلمچي یا لګن ټنګار به ځانګړی خوند کاوه، د څاڅکو اواز به د ناوو له شرار سره خپله موسیقي غږوله، چې د باندې به دېرې ته ووتم د چاپيريال خوشالي به مې حس کړه، ځمکې به خپل خوږ وږم پر موږ لوراوه.
ژوند په منډه – منډه روان دی، کله د یخنۍ له امله خواران رېږدي او کله د ګرمۍ په موسم کې د ماشو او مچانو له لاسه غريبان په تنګ وي؛ خو همدې رنګارنګۍ او تنوع د ژوند مزه زیاته کړې ده، کله – کله د غم او درد دومره بوج وي چې سم مزل نه شو کولای، کله غم کله ښادي، کله کراره کراري.
هغه بډای چې په ژمي کې د ګرمې بخارۍ له څنګه نه خورېږي د یخنۍ له لذته نه خبرېږي او هغه شتمن چې سور دوبی په کور، موټر او دفتر کې ارکنډېشن ته ناست وي د ګرمۍ له خوږو بې برخې دي او د طبیعت په نوښتونو او رازونو نه شي پوهېدای.
ما ته په باراني موسم کې د شعر الهام کېږي او چې بيا په کلي کې يا چېرته د سیند غاړه او غره لمن کې له ورښت سره مخ شم، نو زړه مې الوتل غواړي او هماغه مې د ژوند ښکلې شېبې وي.
خدايه نری نری باران کړې
چې د جانان کډې تړلې پاتې شينه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي