سولي پرودوم

ژباړه: مير احمد ياد
[pukhto]
زه نن ډير خوښ یم، الفر نوبل ته هم خوښ یم چې ویې کولای شول خپله ژمنه پوره کړي، دا چې جایزه د ادبیاتو په برخه کې لومړی ما ترلاسه کړه ډیر خوښ یم)
دا جملې سولي پرودوم د ۱۹۰۱ ز کال د سپتامبر په لسمه نېټه هغه وخت وویلې چې د خپلو شعرونو لپاره یې د سویډن د پاچا له لاس د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
رنه فرانساوا آرماند سولی د یوه فرانسوي دوکاندار زوی و چې د ۱۸۳۹ ز کال د مارچ په شپاړسمه نېټه زیږیدلی و.
دی د دوو کالو و چې پلار یې ومړ او وروسته یې مسولیت د کاکا پر غاړه شو.
هغه په لومړیو کې مهندس و خو وروسته یې بیا فلسفې او ورپسې شعر ته مخه شوه.
هڅه یې کوله چې چې د عصري وخت لپاره علمي شعرونه ووایي.
د سولي پروندوم په بې ریا شخصیت کې یو اړخ د پارناس د فکري مکتب غړیتوب و، او هلته یې هڅه کوله چې خپلې شخصي وړتیاوې رابرسیره کړي.
پارناس مکتب د رمانتیسیزم له فرداګرایۍ سره وران و او هنر ته د هنر نظریه یې نه منله، داسې هم ویل کیږي چې پارناس مکتب د رومانتیسیزم په غبرګون کې راپېل شوی وي.
خو له دې سره هم رنه خپل ټولنیز او اخلاقي ذوق یو څنګ ته کړی و او د هنري اثر د ښکلا لپاره د هنر د هنر لپاره نظریې ته نږدې شوی و.
تر دې چې له تیوفیل ګویته یې د هنر د هنر لپاره ډېر شمېر نظریات راخیستي وو.
دې فکري مکتب تر پنځوسو ډير شاعران لرل چې لوکېنت دولیل، سولي پرودوم او مارسیا هردوسیا یې سرلاري ګڼل کیږي.
دا چې د پرودوم غیرشخصي شعرونو ډير شهرت ترلاسه کړ نو دی په دې فکري مکتب کې ډير مشهور شو.
سولي پرودوم ۱۲ شعري او ۵ نثري ټولګې لري چې د منځپانګې له مخې سره مختلفې دي.
مشهور اثار یې ( نیمکرغۍ)، (یوازیتوب)، (فرانسه) او ( سرنوشتونه) دي.
پرودوم د ۱۹۰۷ ز کال د سپتامبر په شپږمه نېټه د ۶۸ کالو په عمر ومړ او پاریس ته نږدې په (شانتای مالابري) کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي