سوځیدلی پتنګ

سرمحقق سيد محی الدين هاشمي
[pukhto]
د شمعې د لړزنده وړانګو اوسړو شویو اوښکو شاوخوایو ښکلی کوچنی پتنګ الوت…..
هغه چې له خپل ټاټوبي دګلونو له منځ نه راوخوځید په الوتلو الوتلو کې يې سترګې ناڅاپه د شمعې پر وړانګو ولګیدې او زړه يې پرې بایلود، رانږدې شو او د هغې تر څنګ يې الوتنه پیل کړه.
د شمعې وړانګې چې باد په نڅا راوستې وې له نازه ډکې نڅايې د پتنګ په زړه نوره هم اغیزه وکړه ور وړاندې شو، چې خپله معشوقه په غیږ کې ونيسي، پر مخ يې ښکل او د خپلو ښکلو وزرونو په مینځ کې ځای ورکړي.
د وصال هیلې او خیال هغه دلیونو په څېر سوځونکو لمبو ته دومره ورنږدې کړ چې د وزرونو یوه برخه يې د اور د لمبو خوراک شوه او له شمعې نه لږ وړاندې په یوه کونج کې له خپلو سوځیدلو وزرونو سره پروت .
له ډېر سوي او درده لړزیده، د اوښکو یوه واړه څاڅکې يې مخ د شمعې په وړاندې وځلاوه
هغه دا ځل په نیم سوځیدلو وزرونو د شمعې پر لور والوت . ډېر بې ځواکه و، خو د مقصد وړانګو يې په بدن کې څه متره او شیمه پیدا او کمزوري روح شمعې ته د رسیدو ځواک وموند.
د حال په ژبه يې شمعې ته وویل تا په دغه خپلې ښکلې څېره چې دسپیڅلتيا نښه ده، څنګه د هغه چا دځورولو هوډ او تکل وکړ چې له تا پرته يې بل فکر نه درلود او یوازې همدا ستا لپاره ژوندی دی…. زما وزرونه دې وسوځول او زما د هیلې ګل دې پاڼې پاڼې کړ.
زه د ګلونو له منځه ، د شنیلیو له غېږې او پاکو ویالو ، را والوتم، دلته راغلم مور به مې هميشه راته ویل: پر ماګرانه ماشومه؟
د دغو ګلونو له مینځه او د چینو له غاړو لرې مه ځه ، هر څه چې ته غواړي هغه دلته شته.
د پاکې هوا په څپو کې بې هوښه ګرځیدم راګرځیدم خو چې ځانته مې پام شو نو له خپل ټاټوبي لرې وتی وم او په یوه نااشنا ځای کې مې الوتنه کوله.
د شپې تر وږمۍ زما وېره لاپسې زیاته کړه.
د لیونو په څېر کله پر یوه او کله بیا پر بله خوا تلم.
ناڅاپه مې ستا روښانه وړانګو د نظر واګې خپلې خواته راښکلې او ستا د وړانګینې څېرې په ليدلو هک پک پاتې شوم، له ډېرې لیوالتیا نه مې تاته په ځیر ځیر کتل ستا د ښکلا او ځلا په ننداره وم.
په دې ننداره کې مې صبر او د زړه آرام له لاسه ورکړل . غوښتل مې چې په غیږ کې دې ونیسم ، په زرګونو نازونو او کرشمو ته دې ځواب ووایم، پخپلو وزرونو او نرمه سینه کې دې ونازوم.
خو زما په زرګونو هیلې ستا دغه ډول هر کلي تالاترغه او پوپناه کړې.
آیا ته نه پوهیدلې چې زه هم مور لرم تر هغه چې ماته د خپلو وزرونو تر مینځ په خپله سینه ځای رانه کړي زما د زړه د خوځیدو غږ او درزا وانه وري نه بیده کېږي ؟
پوهیږم چې تر اوسه به ماته سترګې په لار پاتې کیدنې د هغې زور او ځواک اوبه کړی، صبر او زغم به يې پای ته رسولی وي.
که هغه مانن شپه ونه وينې له ډېرې ناهيلۍ او غم نه به ومري…..
خو شمعه د پتنګ ددې راز او نیاز په وړاندې سوځیدله او خپلې اوښکې يې څاڅکی څاڅکی پر سپین او نازک بدن ښکته تویولې……
او ښايې چې هغې به له دې امله دسوز ژړا کوله:
چې سبا به له محفله جلا کيږي
شمعه ځکه درسته شپه د سوز ژړا کا
(عبدالقادرخان خټک)
توره شپه تېره شوه، لمر راوخوت او زرینې وړانګې يې پر هره خوا او هر څه وځلیدې……
د شمعې له سړو او کنګل شویو اوښکو نه پرته چې هغه هم د پتنګ په نیم سوځیدلي ځان تر سترګو کیدې بل څه پاتې نشول.
هو؟
پتنګ له ژونده د تل لپاره سترګې پټې کړې وې خو همدغې سرښندنې يې دروح سپیلڅلتیا او د زړه ژوره مینه څرګندوله او د مينې ویاړلی تل پاتې یادګار يې هماغه دشمعې لمبو په چوپه خوله سوځیدنه وه، چې شاعر يې له ګل سره د بلبل له مينې بره او غوره ګڼې:
د بلبلو نارې ښې نه دي پر ګلو
چې په سرو لمبو کې سوزي پتنګان چوپ
(حميد مومند)
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي