سياست + كرېكټ

ايمل جلال
[pukhto]
كه چېرې د كرېكټ په څېر عادي لوبه ددې جوګه وي چې د پاكستان پر وړاندې د عامه ذهنيت تيت و پرك نفرت منسجم كړاى شي نو سپورټ د سياست په زړه كې ځاى لري.
دا لاندې څو كرښې خصوصاً هغو ملګرو ته ليكم چې د ټول نېك نيت سره اوس هم فكر كوي چې د كرېكټ او سياست ډګرونه جلا دي خو د مخالف اكثريت د غبرګون له وېرې په خوله څه نشي ويلاى.
د عاطف مشعل دا جمله چې “له ټولو افغانانو غواړي، چې سپورت ته د لوبو په سترګه وګوري، نن د دنیا پوره غړیتوب هېواد په لېوالتیا غواړي له افغانستان سره لوبه وکړي. موږ خپلې دروازې په لوبو کې د چا پرمخ نه تړو.” پخپله تر بېخه پورې سياسي ده. زه فكر نه كوم چې دومره به ساده وي چې سپورټ ته يواځې د لوبو په سترګه وګوري. دى خداى وهلى ظاهراً دې ته خوشاله دى چې د پوره غړيتوب لرونكى هېواد له افغانستان سره لوبې كولو ته لېوالتيا لري.
په اصل كې د كرېكټ او سياست تر ټولو مهمه مشتركه نقطه دا ده چې دواړه عظيمو خورو ورو پرګنو ته خطاب كوي. كه عام وګړي (ټولنه) نه وي، سياست او كرېكټ دواړه ناچله لوټونه دي. ځكه دواړه د خپل مشروعيت لپاره د خلكو مستقيمې علاقې او پاملرنې ته اړتيا لري. پدې حساب كرېكټ حتى تر سياسي اقتدار هم سياسي دى. ځكه چې په افغانستان كې د واحد ملت په توګه د پرګنو ترمېنځ هغه پيوستون او همدلي چې د تېرې يوې پېړۍ راهيسې يې سياسي اقتدار په رامنځته كولو كې پاتې راغلى دى، كرېكټ په تېرو څو كلونو كې تر يو حده رامنځته كړى دى. كه د كرېكټ د اتلانو نه د عامو خلكو پراخ ملاتړ او مينه نه وي، عاطف مشعل او بورډ يې بيا دوه توته ارزښت هم نه لري. همدا زه او ته يو چې كرېكټ، كرېكټ دى، كه نه هماغه توپ ډنډه ده.
د كرېكټ، فوټبال … په څېر د جعمي سپورټي لوبو په اړه د لېبرال – محافظه كار كمپ تعريف دا دى چې `سپورټ داسې وسيله ده سياسي اقتدار د هغه په واسطه د خورو ورو پرګنو نه د ملي احساس لرونكي، وطندوسته او قانون پېژندونكي هوموژن واحد ملت رامنځته كړي.` ماركسيستان بيا د انسان له بدنه د سوداګريز توكي په توګه د استفادې د كولو له امله چې يو ډول بدني استثمار ته لار پرانيزي، جمعي سپورټونه غندي. د المپيك سيالۍ ، ملي او بين المللي ټورنمنټونه همدې موخې ته خدمت كوي. د شلمې پېړۍ په سياسي تاريخ كې سپورټ خورا مهم ځاى لري. هېټلر په ۱۹۳۶م كال كې د برلين د المپيك سيالۍ د خپل اقتدار د پروپاګند پر سټېج بدلې كړلې. په اسپانيا كې جنرال فرانكو له فوټباله د خپلو خلكو د يووالي په لار كې د يو مقناطيس په توګه ګټه پورته كړله. حتى د پرتګال مشه ور ديكتاتور سلازار ادعا كوله چې خپل هېواد د اوردو او بېروكراسۍ پر ځاى د درې كلمو په واسطه چې په F شروع کيږي، اداره كوي. يوه كلمه يې هم فوټبال دى.
خلاصه سياسي اقتدار داسې تيار خور ميكانيزم دى چې د سپورټ له بركته په رامنځته شوي پيوستون او همدلۍ باندې باندې خېټه اچوي او د خپل مشروعيت لپاره يې قرباني كوي. عاطف مشعل او د هغه همغږى سياسي اقتدار هم هڅه كوي چې د كرېكټ لنګه شوې غوا چې زموږ په وښو را لويه شوه، ولوشي او شېدې يې زموږ د توقع خلاف نوش جان كړي.
دوستانه سيالي!
ملګرو كرېكټ خو په خپل ذات كې سياسي دى خو دا دوستانه سيالي بيا بيخي سياسي ده! دوستانه په دې معنى چې سيالي ګټونكى او بايلونكى نه ولري او نه يې نمرې اهميت ولري. حال دا چې سيالي رقابت دى او رقابت ګټونكى او بايلونكى لري. په نړۍ كې دوستانه سيالۍ هغه مهال كيږي چې د متخاصمو يا رقيبو هېوادونو سياسي اقتدار د اړيكو د ښه كولو اراده ولري. ددې لپاره چې د عامو وګړو غبرګون كابو كړي، نو دوستانه سيالۍ تنظيموي تر څو د خلكو پاملرنه بلې خوا ته جلب كړي. ولسمشران يې په لوبغالو كې مېلمانه وي او معمولاً كوربه هېواد لوبه بايلي. خو د پاكستان سره د كرېكټ د دوستانه سيالۍ پاراډوكس دا دى چې ولسمشر غني يې په ښكاره توګه د افغانستان پر وړاندې د نا اعلان شوې جګړې طرف بولي خو كرېكټ بورډ ورسره دوستانه سيالي كوي! د دواړو هېوادونو اوسنۍ سياسي فضا ته چې ګورم دا به ډېر كوچنى احتمال وي چې دا دوستانه سيالۍ دې د پاكستان سره د نوي سياسي ډيالوګ د پيل لپاره زمينه سازي وي. ددې پرته ددې دوستانه سياليو هېڅ ډول مشروعيت نشته دى.
بايد يادونه وكړم چې د نيوكو پر مهال بايد د كرېكټ بورډ او د كرېكټ د ملي لوبډلې ترمېنځ جوت توپير ته پاملرنه وشي. كرېكټ بورډ دولتي اداره ده او ملي لوبډله زموږ مال دى چې د زړه په وينو مو تر دې ځايه را رسولى دى. زموږ مخاطب بايد عاطف مشعل وي نه راشد خان ارمان!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي