سکهان او هندوان

فرهاد الفت
[pukhto]
زياته برخه سکهان او هندوان د هندوستان په هېواد کې اوسېږي، خو يو شمېر کورنۍ يې له ډېرې پخوا زمانې را په دې خوا د نورو هېوادونو په شمول زمونږ د هېواد په مختلفو ولايتونو لکه: کابل، ننګرهار، کندهار، پکتيا، خوست، لوګر، غزني او پروان کې ميشتي دي.
په هېواد کې د څو لسيزو جګړو له کبله ډېرې کورنۍ له افغانستان څخه هندوستان ته لاړې او ډېرې کمې کورنۍ يې په افغانستان کې پاتې دي، چې د هېواد په مختلفو ښارونو کې استوګنه لري، يو له دغو ښارونو څخه جلال اباد دی، چې اوس مهال په کې شاوخوا ۹۰ کورنۍ هندوان او سکان اوسېږي.
د جلال اباد ښار د درمسال د مشر په وينا مونږ پخوا د جلال اباد په ښار او ولسواليو کې ۱۲۰۰۰ کورنيو استوګنه درلوده او تقريباً ۲۹ درمسالونه ول، خو د جګړو په کلونو کې د هېواد د نورو ولايتونو د سکهانو په څېر د ننګرهار ولايت څخه هم ډېرې کورنۍ هندوستان ته مهاجرې شوې او اوس مهال ډېرې کمې کورنۍ پاتې دي.
د درمسال مشر وايي: زمونږ په دين کې لس مذهبي مشران تېر شوي دي، لومړنی مذهبي مشر بابا نانک دی او وروستنی مذهبي مشر مو ګروبو بنسنګ نومېږي.
زمونږ لومړنی مذهبي مشر بابا نانک په ۷۴۷ هـ ش کال د اوسني پاکستان په شيخه پور کې پيدا شوی او له کوچینوالي څخه د ښو اخلاقو خاوند، صداقت کار او رښتیا ویونکی سړی و.
بابا نانک به خلک د الله ج وحدانيت ته رابلل او ويل به يې چې الله ج يو دی، الله ج له چا نه پيدا نه دی، شريک او ساری نه لري او د ټولو مخلوقاتو پيدا کوونکی دی، له دې څخه وروسته نورو مذهبي مشرانو هم دغه لار تعقيب کړه.
بابا نانک د نړۍ ډېرو هېوادونو لکه: عربستان، ايران، عراق، سوريه او افغانستان ته سفرونه کړي او مذهبي کتاب يې ګرنت نومېږي، چې په ۱۴۳۰ پاڼو کې په ګروميکي الفباء په پنجابي ليکل شوی دی.
سکهان تر هر څه د مخه دا هڅه کوي چې په خپلو ماشومانو دا ژبه زده کړي، چې په راتلونکي مهال کې په اسانۍ سره ګرنت ولوستلای شي، په ګرنت کې د ټولو مذهبي مشرانو له خوا د الله ج د وحدانيت يادونه شوې.
د بابا نانک د زېږېدنې کلېزه هر کال د سکهانو او هندوانو له خوا لمانځل کېږي، کله چې بابا نانک وفات شو نو سپين څادر يې په سر پروت و، سکهان- هندوان او مسلمانان پرې راټول شول او د دواړو ډلو ترمنځ اختلاف پيدا شو.
سکهانو ويل چې بابا نانک مونږ سيزو او مسلمانانو ويل چې دا مونږ ښخوو، نو په همدې اساس د څادر يوه برخه مسلمانانو ونيوله او بله برخه يې سکهانو او هندوانو ونيوله يو له بله سره يې کش کړه، چې بلاخره څادر په منځ نيم شو او تر څادر لاندې هېڅ شی نه و.
د څادر نيمه برخه يې چې د سکهانو په لاس کې وه هغه يې وسوزوله او مسلمانانو د څادر نيمه برخه د کرتال پور په سيمه کې ښخه کړه چې تر اوسه پورې دا قبر په هغه سيمه کې شته دی.
د سکهيزم د دين وروستی مذهبي مشر ګروبو بنسنګ چې د سکهيزم د دين بنسټ ايښودونکی دی، نوموړی د خپل دين د پراختيا په خاطر خپل څلور زامن او پلار له لاسه ورکړي وو.
د درمسال د مشر په وينا زمونږ په دين کې اصلي سک پنځه نښې لري:
۱- د سر ويښتان او لنګوټۍ ولري
۲- ږېره يې سوچه وي
۳- په ښي لاس کې بنګړې ولري
۴- د پرتوګ لاندې چوته ولري
۵- چپ ډډې ته بايد چاړه ولري
د دی پنځو نښو په درلودلو سره د اصلي سک پيژندګلوي کېږي، له دې پرته چې يو نښه کمه وي، اصلي سک نه شمېرل کېږي، سکهان د خپلو مذهبي مراسمو ترسره کولو لپاره په جلال اباد ښار کې يو درمسال لري.
د درمسال د مشر په وينا موږ سکهان په ۲۴ ساعتونو کې پنځه وخته لمونځ کوو، لومړنی د سهار د رڼا څخه د مخه، دويم لمونځ يې د سهار په ۷ بجو، دريم لمونځ په مازيګر، څلورم لمونځ په ماښام او پنځم د ماسخوتن پر مهال ترسره کېږي.
له پنځه وخته لمانځه څخه دوه وخته لمونځ د سهار د ۷ بجو او د ماسخوتن په جماعت سره ادا کېږي او درې وخته لمونځ په انفرادي ډول ترسره کېږي، د هر جماعت له لمانځه څخه وروسته په مقتديانو حلوا ويشل کېږي.
دوی په کال کې دوه اخترونه لري، لومړنی اختر يې د بابا نانک د زېږېدنې ورځ ده چې د عقرب په مياشت کې لمانځل کېږي او دويم اختر يې د ويساک په نامه د حمل په مياشت کې وي چې په دې ورځ د سک د دين بنسټ د سکهانو د وروستني مذهبي مشر ګروبو بنسنګ لخوا ايښودل شوی دی.
د دې ورځې په مېله کې ټول سکهان او هندوان ګډون کوي او ګرنت له درمسال څخه راباسي او په ګل پوښ شوي موټر کې چې ډېر ورو ورو حرکت کوي، د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور سيمې ته ځي، هلته د خپلو مذهبي مراسمو ترسره کولو وروسته بيرته درمسال ته راځي او دوه ورځې مېله په درمسال کې ترسره کوي.
د سکهانو په کومه کورنۍ کې چې مړی وشي، لومړی خپل شاوخوا ګاونډيان او خپلوان خبروي د مړي کورنۍ کور ته راځي او د غم په مراسمو کې ګډون کوي او د مړي پسې په ۲۴ ساعتونو کې ګرنت ختموي او بيا مړي سوځولو لپاره هندوسوزان چه د رمباخ او شمشان بومي په نوم يادېږي راوړي.
مړی د لرګيو په منځ کې ږدي او سوځوي يې او بيا د دې مړي ايره په يو څپانده او بهېدونکي سيند کې غورځوي او د مړي پسې خيرات هم کوي، په همدې شکل د مړي مراسم سرته رسېږي.
همدا رنګه د خوښيو په مراسمو کې خپل خپلوان او دوستان د هلک او نجلۍ کورونو ته راغواړي، د خوښيو په مراسمو کې ګډون کوي، چې تر درې ورځو پورې دوام کوي او ولور اخستل دود نه لري، د واده لګښت د دواړو کورنيو لخوا په غاړه اخستل کېږي، په دې مراسمو کې ډول ډول موسيقي الات غږوي او سندرې وايي، په دې درې ورځو کې په درمسال کې ګرنت هم ختموي.
وروسته بيا شاوو او ناوې په ګل پوش شوي موټر کې درمسال ته راوړي او د درمسال د مذهبي مشر لخوا ورته نکاح تړل کېږي او د واده مراسم سرته رسېږي.
د جلال اباد په ښار کې د سکهانو ترڅنګ هندوان هم اوسېږي، چې د سکهانو په پرتله يې شمېر ډېر کم دی، خو تر جګړو پخوا ډېرو کورنيو شتون درلود چې اوس يې زياتره مهاجر شوي دي، او د ګوتو په شمېر کورنۍ پاتې دي.
د هندوئيزم د دين زياتره پيروان په هندوستان کې اوسېږي، کومې کورنۍ چې په جلال اباد کې ژوند کوي، دوی د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره د جلال اباد په ښار کې (تان) لري، چې خپل مذهبي مراسم په کې سرته رسوي.
د تان په دننه کې يو شمېر مجسمې او تصويرونه ليدل کېږي، چې کله دوی تان ته داخلېږي، لومړی د دې مجسمو لپاره خپل درناوی وړاندې کوي وروسته په عبادت پيل کوي، کله چې عبادت پای ته ورسېږي بيا د دعا کولو غوښتنه کوي.
د جلال اباد هندوانو مرکزي تان مشر امرداس په وينا زمونږ په دين کې ډير مذهبي مشران تېر شوي، خو ډېر مشهور يې رام، کوشن، شو شنکو او هنومان په نومونو يادېږي او څلور مذهبي کتابونه لرو چې رامن، ګيتا، شير مت او پګوت دي.
دی وايي: مونږ بابا نانک ته هم احترام لرو هغه زمونږ لومړنی مذهبي مشر دی خو وروسته نور مذهبي مشران د الله ج لخوا مونږ ته رالېږل شوي دي، چې وروستنی مشر مو هنومان نومېږي.
د تان مشر امرداس په وينا دوی هم په کال کې دوه اخترونه لري، لومړی اختر د رام د مذهبي مشر په جګړه کې د برياليتوب ورځ ده او دويم اختر يې د بابا نانک د زېږېدنې کلېزه ده.
د ده په وينا زمونږ د کرشن مذهبي مشر په زمانه کې د غوايانو د غوښې په خوړلو بنديز اعلان شو، دا په دې دليل چې نر غوايان موږ لپاره کرنيزې ځمکې نرموي، غلې دانې په کې کرو او موږ ته خوراکي توکي برابروي، نو زموږ لپاره د پلار حيثيت لري او ښځې غواوې مونږ ته شيدې راکوي او دا مونږ ته د مور حيثيت لري، نو په همدې اساس زمونږ په دين کې د دوی حلالول او د غوښې خوړل حرام دي، مونږ ته دواړه د احترام وړ دي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي