شبیر نوري سره مرکه

[pukhto]
شبير نوري د ملي ټيم لوبغاړی دی، چې له ۲۰۱۲ کال څخه را په دېخوا له ملي لوبډلې کېنول شوی، نوموړي په تېره شپږيزه کې ښه وځلېد او يو ځل بيا د بنګله دېش په سفر کې د ملي لوبډلې ملګری شو.
موږ ورسره د شپږيزې ټورنمنټ او په کرکټ کې دده د راتلونکي په اړه مرکه کړې چې تاسو يې لوستلو ته رابولو.
مازيګر: شپږيزه کې سپین غر زمريان کمزورې لوبدله وه؟
شبير: په ټونټي کې دا عادي خبرې دي چې دا ټيم ضعيف دی، دا قوي دی. ټونټي کې يو هم کمزوری نه وي مېچ يو لوبغاړی ګټي، هغه نور لوبغاړي لږ لږ کوشش کوي، خو زمونږ لوبغاړو کې دا شی نه و، هغوی ژر ژر خپل مورال بایللو او مېچ يې د لاسه ورکولو.
مازيګر: په ټيم کې يووالی نه ؤ؟
شبير: یووالی نه ؤ، جزبه نه وه.
مازيګر: مخکې مو يو ځای تمرينونه نه ول کړي؟
شبير: کړي مو وو. خو نه پوهېږم چې زمونږ په لوبډله څه وشو؟ ښه ټيم و. حميد پکې و. زه وم، کريم و، فريد، افتاب، قسيم و، اکرام انډر19 و، ښه ښه لوبغاړي ول پکې، ناصر جمشيد و، ضيا و، نو ټاپ پليران ؤ.
مازيګر: د ټيم په جوړولو کې خو ستا مشوره وه.
شبير: بلکل وه، خو ما درته وویل چې هغه جزبه نه وه، چې يو موټی نه وي نه کېږي. هلکانو بیا هم هڅه کوله خو نه پوهېږم چې ولې!، مونږه ښه ښه زنزونه کول. ۱۷۰- ۱۷۵- ۱۶۰ همدا ټونټي زنرونه وي نو.
مازيګر: په شپږيزه کې خو تر ډېره ډېرې منډې ستا وې!
شبير: زه ومه، بیا نور هلکان شول، جاويد شو، نور شول، د هغوی مېچونه ډېر شول، مونږ خو سيمي فاينل ته لاړ نه شو. هغوی رانه مخکې شول هغوی ۸ مېچونه وکړل ما ۵ لوبې وکړې. ۲۱۶ منډې مې وکړي. هغوی ۲۶۰- ۲۷۰. شهزاد بیا بيخې بره لاړو. خو زما اوسط له ټولو زيات و.
مازيګر: دې کورنیو لوبو کې خو ته وځلېدې، ملي ټيم کې دې ډېره دمه واخيسته بیا به چانس کله درکوي؟
شبير: شپږيزه کې زما پرفارمنس ښه و، ۲۸ کسانو کې مې نوم راغلی، بنګله ديش ټور ته، انشا الله اميد لرم چې ۱۵ کې هم راشم، نو خواري کوم.
مازیګر: يانې د اميد يو څرک خو لګېدلی؟
شبير: دا يو چانس دی، پر فارمنس مې ښه کړی، د ټولو سترګې همدا مونږ ته دي.
مازيګر: تا خو پخوا هم ښه لوبې کړي، ولې له ملي لوبډلې کېنول شوی وې؟
شبير: تا ته خو ښه پته ده داخلي لوبو کې او هلته تللم يو لوبه کې يې چانس راکولو، يو مېچ باندې هېڅ هم نه کېږي، زه همېشه دوی ته وايم چې ماته پوره چانس راکړئ. په يو مېچ هېڅ نه کېږي، د دنيا غټ پليران وګوره،يو مېچ ورکړه نه يې شي کولای. ځينې پليران وي چې پينځه، شپږ مېچونو کې ښه پرفارمنس نه کوي، نه ځلېږي، بايد يو ښه لوبغاړي ته يو ښه موقع ورکړي، يو سړی چې په داخلي ټورنمنټونو کې شپږ اوه سوه رنزونه کوي، نو هغه لوبغاړي کې خامخا څه وي. که څه په کې نه وي دومره منډې نه شي کولای.
مازیګر: يو مېچ ورکول خو په لوبغاړي فشار هم وي، که لوبه ونه کړم کېنوي مې. چې لوبغاړی نه وي هغه يې يو مېچ کې کوي.
شبير: افرين. همدا خبره ده، د ټيم پريشر وي، د سليکټرانو، د کوچ، دکپتان، د انډيوالانو د ټولو پريشر وي، په ذهن کې يې همدا خبرې ګرځي، په يو مېچ هېڅ هم نه کېږي. دا شپږيزه وه، اول مېچ کې مې هېڅ شی ونه کړ. له ځان سره مې سوچ وکه، چې تاسره څلور نورې لوبې هم شته، ته به يې کوې، هماغه و چې يو کې مې ۹۸ وکړل، ۳۵ بل کې، ۶۸ مې بيا وکړل، همدغه منډې وې چې ځان مې وښودلو چې ما کې څه شته، نو بايد يو ښه پلير ته پوره موقع ورکړي.
مازيګر: دې شپږيزه کې نوي کوم لوبغاړي ښه وځلېدل؟
شبير: ډېر ول. عمران جنت او کريم جنت ښه وځلېدل. بالرانو کې نوين نوی ځوان دی، چې تېر کال يې هم ښه بالنګ کړی و. ۱۲- ۱۳ ويکټې يې اخيستې وې. دا ځل ښه و ۱۲ ويکټې يې واخيستې. نوين د کابل دی، تيز بالر دی، او احسان جنت د نوروز ورور دی او کريم جنت د اضغر ورور دی. ډېرې ښې لوبې يې وکړې، چې رښتيا خبره وي مونږ ډېر زيات ورنه متاثره شو. ښه بيټنګ يې وکړ.
مازيګر: دا کومو ټيمونو کې لوبېدل؟
شبير: کريم جنت کابل بازانو سره و او احسان جنت مس عينک سره. هر يو خپلو ورونو سره ټيم کې ول، پوره موقع يې ورکوله او ښه بيټنګ يې وکړ، خپل ځانونه يې وښودل.
مازيګر: دا زوی دې هم تمرين ته راوستی، دا کرکټ کوي؟
شبير: کله کله يې کوي، چې زړه يې تنګ شي ما ته وایی چې ما بوځه، اکاډمۍ ته يې له ځان سره راولم.
مازيګر: دا طلحه نومېږي؟
شبير: هو. دا طلحه نوري. ډېر خطرناک بيټسمين دی.
مازيګر: همدا يو زوی دې دی؟
شبير: همدا يو دی.
مازيګر: دا خو څهره کې هم تا ته دی!
شبير: هو. دا وایي زه کرکټ کوم، نو بس بال او بيټ مې ورته کور کې اخيستي. روزانه کله يوه شيشه ماتوي کله بله.
مازيګر: ورته وایه کرکټ خو شپه او ورځ په ځان يو کول دي نو!
شبير: کرکټ خو ډېر سخت دی. ته چې دې ګرمۍ کې راغلی يې او مرکه کوې، تاته معلومه ده چې زه څومره تمرين کوم، دوه بجې، يوه بجه راځو. کله کله پکې نهه بجې هم راشو. ډېر زيات تمرين ته اړتيا ده. مونږ ته دلته اکاډمۍ کې مازيګر کې موقع نه ملاوېږي. سهار وخت کې څوک نه وي، هلکان مکتبونو ته ځي او سهار چې دلته دوه درې ملي لوبغاړي افتاب وي، فريد ملک او ضمير وي، دوی راغواړمه ځان ته، هغوی خپل بال کوي زه خپل بيټ کومه. سهار لس، يو ولس تر دولسو پورې.
مازيګر: بل کار ورسره نه کېږي؟
شبير: نه بل کار خو نه کېږي، همدا يو کار دی. همدا کرکټ.
مازيګر: دا چې کله لوبغاړی په کور ناست وي، ملي ټيم کې نه وي، معاش يې وي که نه وي؟
شبير: نه معاش يې نه وي چې کله ټيم کې وي يا A ټيم کې، يا ملي کې نو خرچه مرچه يې وي.
مازيګر: دا فري لانس غوندې کار دی!
شبير: هو نو چې ښه وځلېدې ټيم کې وي، خو بس خرچه مرچه درکوي، تنخوا دې وي چې ټيم نه بهر شوې نو بیا دې په کيسه کې هم نه وي. دلته داسې کرکټ هم نه شته چې پارټيم يا نور د بانکونو ټيمونه وي، چې د هغې نه څه عايد وي، دلته دا شيان نه شته بس يوه شپږيزه ده دې کې هم مېچ په سر دوه زره افغانۍ همدا يو شپږيزې ته ناست دي، هغه هم دې دوه کالو کې ښه شوې چې ورته لس زره يا ۱۵زره ورکول کېږي. کرکټ غريب سړی ډېرو ستونزو سره مخ کوي. ورته ډېر سخت دی. دا زوی دې هم کرکټ کوي. يو بيټ، ۵-۶-۷ زره پيډونه. هيل ميټ، غريب يې نه شي برداشت کولای.
مازيګر: دا ټوله ورځ وخت لوبې ته ورکول، ارزي؟
شبير: لوبه خو ارزي، خو افغانستان فيفټي فيفټي ده، ولې دلته پرې ګټه نه کېږي، هماغه نشنل ټيم دی، هغې ته بايد يو لوبغاړی ډېره هڅه وکړي.
مازيګر: غواړې چې زوی نه دې لوبغاړی جوړ شي؟
شبير: اول به ورباندې تعليم وکړو، بیا به وګورو چې څه وایي، کرکټ کوي او که نه کوي، خو داسې ښکاري چې کرکټ کوي. زه يې هم ورباندې کوم، چې مکتب نه وروسته ايله دېخوا اخوا وګرځي دې نه ښه ده چې کرکټ وکړي.
مازيګر: ده شپږيزه په تلويزون وليده؟
شبير: هو. زه چې کله له شپږيزې راغلم، پلار مې راته وویل چې طلحه کله ټي وي کې کتلې يو ځل يې منډه کوله چې بابا، وایي پېژندلی يې، وایي ارام درته ناست و او ستا ټولې لوبې يې وليدې.
مازيګر: راتلونکو لوبو په اړه که څه ووایې!
شبير: بس ټولو ته معلومې دي ، اوس هرڅوک فس بک لري او خپرېږي. ۲۵ باندې بنګله ديش سره مېچونه دي. نو دې ۲۸ کسانو کې زموږ نوم هم راغلی، کوشش کوو چې ۱۵ کې مو هم نوم راشي.
مازیګر: د مينه والو هم دغه غوښتنه ده چې شبير ته بايد وخت ورکړي.
شبير: اوس کرکټ ټول خلک ګوري، شپږيزه ټولو وکتله چې څوک څنګه لوبه کوي؟ څوک چې لوبه کوي تر هغې ليدونکي ته ښه ښکاري چې څوک څومره اوبو کې دی، هغوی ښه لوبغاړي پېژني چې ټيم ورته ضرورت لري، بايد ولوبېږي.
مازیګر: ته له کوم کال راهيسې ملي ټيم کې نه لوبېږې؟
شبير: ما خو تېر کال هم فور ډی ټسټ مېچونه وکړل، ۲۰۱۲ نه ونډی نه کومه. ۲۰۱۶ دی، څلور کاله وشول. شل اوريزې مې هم نيپال نه وروسته چې ۵ مېچونو کې مې ۲۵۰ منډې کړې هغه نه پس په دې پرفارمنس کې ټونټي مېچونه يې نه دي راکړي، دې کې هم ټيم نه بهر يم. ۵ مېچونو کې دوه ځل غوره لوبغاړی شوم.
دوه کې مې اتيا اتيا منډې کړې وې. هغې نه وروسته مې يو مېچ وکړو، دوبۍ کې کبيرخان کوچ و، کواليفای راونډ و دورلډکپ ، هغې نه پس يې يو مېچ راکه هغې کې مې ۱۵ منډې وکړې، بیا نه يم لوبېدلی.
مازيګر: مونږ به ستاسې په طرفدارۍ غږ کوو.
شبير: خدای به خير کړي، اوس خو ټولو خلکو ته کرکټ ښکاري او په کرکټ پوهېږي، دې مېچونو کې يې چانس راکړی.
مازیګر: د چا استعداد پټ نه پاتې کېږي!
شبير: نه پټيږي. ماته به همېشه خلکو ویل چې ته ولې سفارش نه کوې، ما ويل نه ما کې لا کرکټ شته، ما ويل زه به ځان ښايم او چې کله راکې کرکټ نه وي زه خپله کښينم، سفارش ته هېڅ ضرورت نشته.
نو ځان مې خلکو ته وښوده چې ما کې ډېر کرکټ دی، فس بک کله کله ګورمه ډېر خلک وایي چې شبير نوري ټيم کې غواړو، مخکې يې ولې نه ويلې، کرکټ نه و، چانس به يې نه راکولو، شپږيزه لايف وه، خلکو وکتل چې شبير نوري څنګه بيټنګ کوي؟ مينه وال مې چې کوم ورک ول بېرته راپيدا شول، هر يو غواړي چې شبير نوري بېرته ټيم ته راشي.
مازيګر: مونږ هم دا هيله لرو. مننه
شبير: تاسو نه هم مننه. خوشاله اوسئ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي