شخصیت جوړونه

نور عمر
[pukhto]
د انسان بدني ځواک یوازې تر هغه پورې پرمخ تللای شي چې تر څو پکې ساه پرته وي، کله چې د انسان له بدن نه سا ووځي هغه بې ساه بوت شي، بیا نو نه هغه ځان خوځولی شي او نه چاته ګټه او تاوان رسولی شي، شخصیت د انسان په بدن کې پرته هماغه ساه ده او په کوپړۍ کې پراته هماغه سپین ماغزه دي.
الله ج موږ او کفارو ته یو رقم جسم او عقلاني وضعیت راکړی، هغه په دې اړخ کې له مونږ سره بې ایماني نه ده کړې چې کافر یې له مونږ ښه کړی او موږ یې له هغوی بدتر کړي یو، بلکې دلته مهمه نقطه شخصیت جوړؤنه ده، هغوی ته د الله له لوري ورکړل شوی جسم او عقل هغوي برابر کړی، هغوی انسانیت ته په احترام قایل دي او هغوی غوښتي چې د الله ج له لوري دغه راکړل شوي هستیانې مونږ اوس څه رقم تر خپلې ولکې لاندې راولو تر څو ځان او بشریت ته ترې ګټه ورسوو!؟
شخصیت یوازې دا نه دی چې مونږ انسانان یو او زمونږ شخصیت به له الله له لوري په مستقیم ډول جوړ شوی وي. نه، داسې نه ده، هغه مونږ ته یوازې عقل، شعور او جسم راکړی او وروسته یې راته د دې لارښوونې کړې چې څنګه یو ښه شخصیت جوړ شو!؟ هر انسان له بلوغت نه راوروسته په دې تمه وي چې زه دې په ټولنه کې د یو شهکار شخصیت په څېر ووسم خو خوشبخته هغه دي چې هغوی د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره سمدلاسه بډې رابډوهي او خپل کار پیلوي.
اوس راځو او لولو چې شخصیت جوړونه څومره مهم دی زمونږ په ژوندانه کې!؟.
مونږ او تاسو کې به هیڅ داسې څوک ونه اوسي چې هغه دې په دې دنیا د یو ستر شخصیت په څېر ځان ونه غواړي، په نړۍ کې بېل بېل اشخاص ژؤند کوي، که مونږ د نړۍ تر ټولو ستر او اغېزناک شخصیتونه وګورو، نو زمونږ لېوالتیا هم د هغه شخصیتونو سره ډېرېږي او بلاخره غواړو چې د همغوي په څېر ووسو، که مونږ او تاسو په اوسني عصر کې د نړۍ هغه ستر شخصیتونو ته وګورو نو ډېر ژر به پوه شو چې شخصیت جوړول کومه بغرنجه مسئله نه ده
شخصیت زمونږ او ستاسو مقام د نورو انسانانو په مقابل کې لوړوي، کله چې مونږ یو اغېزناکه شخصیت جوړ شو، نو مونږ په ټولنه کې د هاغه محبوب شخص په څېر کېږو چې ټوله ټولنه ورسره خپله محبوبتیا څرګندوي.
انسانان تل خپلو کې سره رقابت ته ولېږي او تل هڅه کوي چې د نورو نه ستر ووسي، که ته هم غواړې له نورو نه ستر شې نو شخصیت جوړونه به دې له هغوی نه ستر کړي له کومو سره چې ته په رقابت کې یې.
اوس تر ټولو اړین بحث ته راځو چې هغه د سخصیت جوړونې تعریفات یا پېژندنې دي، دا چې شخصیت بېلابېل تعریفات لري نو زه هم د خپل ژوند او زده کړو په دې پړاو کې دې ته ورسېدم چې یو مستقل تعریف زما له نظره شخصیت جوړونې ته وکړم.
زما له انده شخصیت جوړونه په خپل ذات کې یو فکر دی او هغه فکر ته د رسېدګۍ لپاره مونږ خپل بدني ځواک په کار اچوو تر څو د دغه فکري او بدني ځواک په کار اچولو سره موږ خپل هدف لاسته راوړو، هغه فکر په عمل بدل کړو او په اخره کې یو ستر شخص ووسو.
محمد ص وايي: په تاسو کې هغه څوک چې ښه خوي لري، هغه په تاسو او اسلام کې ښه شخصیت دی.
پوهان په دې نظر دي چې..
د انسان پر بدني ځواک سربېره د عادتونو ټولګې ته شخصیت وايي او د همدغه عادتو له مخې د انسان شخصیت ټاکل کېږي.
دغه عادتونه په لاندې ډؤل دي.
ـ د ځان او جامو پاکوالی، دلته د دوي هدف له نوو جامو نه نه دی، بلکې دلته د دوی هدف یوازې د پاکوالی نه دی چې هر رقم کالي وي باید پاک اوسي، دا خبره اسلام هم کړې چې پاکوالی د ایمان برخه ده.
ـ په خپلو خبرو کې نرمي اختیارول
ـ خپل خوراک څښاک په اداب سره ترسره کؤل.
ـ د بدني اړتیا د پوره تعمین لپاره هر ه ورځ ورزش ترسره کول.
ـ لمبا، د عقل تهذیب او روزنه
ـ د اړتیا او حالاتو اړوند د وړتیا او پرمختګ غوښتنو ته ځواب ویل ترڅو اړتیا پرې رفعه شي او پرمختګ پرې وشي.
ـ شعور نه ښه ګټه اخیستنه، خپله وړتیا په کار اچول،خپلو مثبتو خبرو ته قوي عمل ورکول او داسې نور ورته مسایل….
ټول ارواپوهان په دې یوه خوله دي، چې شخصیت د روح او بدن دواړو ګډه ټولګه ده.
د شخصیت اساسي نظریه څه ته وايي؟
په دې اړه مختلف نظریات دي چې څنګه شخصیت ته وده ورکړو، او ولې د اشخاصو خصوصیات سره مختلف دي؟
زیاتره نظریات په دې باور دي چې د شخصیت د خصوصیاتو اساس په بیولوژیکي یا چاپیریالي فکتورونو ولاړ دی.
او یو ځل چې شخصیت پرمختګ وکړي خصوصیات یې د وخت پر وړاندې قایم وي.
د الپرټ نظریه وايي چې: د شخصیت خصوصیات بیولوژیکي دي خو د چاپیریال په تجاربو یا تجربو باندې جوړېږي.
د ایسینک نطریه په دې باور ده چې د شخص په شخصیاتو باندې پوهېدی شو. که د هغې رویه د څو اړخونو وګورو.
اوس راځم د یو بریالي او مثبت شخصیت جوړولو لپاره ځینې عناصر ستاسو مخې ته ږدم تر څو تاسې پرې عمل وګړئ او یو ښه شخصیت جوړ شئ!.
ـ اخلاقي پیاوړتیا او له نورو سره خواخوږي.
اخلاقي پیاوړتیا په دې مانا، که ته هر څومره شتمن او تعلیم لرونکی شخص ووسې، خو د اخلاقو کمتري درکې مخصوص کېږي نو ته یو ښه شخصیت نه یې، ځکه اخلاق په هر میدان د یو ښه شخصیت نمایندګي کوي، که ته خپل اخلاق سم ونه کاروې ته څه فکر کړې خلک به تا سره لېوالتیا پیدا کړي او که له تا نه به لیرې خوشاله وي!؟
واضحه خبره ده چې هغه به له تا لیرې اوسېدل غواړي، ځکه د انسان د کلمې مانا ته که مونږ او تاسې وګورو نه هغه د مینې محبت مانا ورکوي، کله چې ته د یو انسان په مقابل کې خپل اخلاق ناسم استعمال کړې نو ګمان نکړم که ته د هغوی په مقابل کې د یو شخص په صفت ځای پیدا کړې، نو اخلاقي پیاوړتیا له تا یو ستر شخص جوړولی شي، اخلاقي پیاوړتیا تا د نورو پر وړاندې محبوبوي او خلک دې ته لېوالتیا پیداکوي چې له تا سره د خپل ژوند خوږې شېبې تېرې کړي.
یوه بله مهمه خبره هغه له تا نه د هغوی اغېزمنتیا ده، په دې مانا که ته د نورو پر وړاندې خپل اخلاق سم وکاروې نو هغوی په مستقیم ډول ستا د داسې اخلاقونه اغېزمن کېږي او غواړي ستا په څېر ووسي، چې خلک ورسره خبرو کولو ته لېوالتیا پیدا کړي او په اخر کې ستا په څېر شخصیت جوړولو ته ورسره فکر پیدا کېږي او وروسته په عمل لاس پورې کوي.
له نورو سره خواخوږي هغه څوک کوي، چې هغوی له نورو اشخاصو سره مینه لري، هغوي له انسانیت او اسلامیت سره مینه لري. که ته له نورو اشخاصو سره د هغوی په غم او خوشالۍ کې ونډه واخلې نو دا تا نه یوازې د هغه سره همدردي وښوده بلکې تا د انسانیت او اسلامیت سره همدردي وښوده.
ـ واضح او مثبت لید لوری لرل
واضح او مثبت لید لوری تا په مستقیم ډول ځانته غواړي، خو په دې اساس چې ته هغه ته له زړه نه لېوالتیا ولرې او غواړې چې واضح او مثبت لیدلوری راخپل کړې.
ـ هیله غټه لرل ،خو کار له وړوکي نه پیلول
زما مطالعه ماته دا راښايي چې ته هیله غټه ولره خو په وړوکي کار لاس پورې کوه، په دې مانا که ته غواړې په راتلونکي کې د خپل هېواد ولسمشر شې نو ته باید لومړی په دولت کې یو وړکی کارمن شې، که ته غواړې په اسیا کې یو غټ شخص ووسې نو ته باید لومړی په خپل هېواد کې یو ستر شخص ووسې او که ته غواړې د نړۍ په سر یو ستر شخص ووسې نو ته باید په خپل براعظم کې ستر شخص ووسې.
که مونږ د خپل ژوندانه پړاو ته هم وګورو نو په ماشومتوب کې له مونږ سره دا هیله او ارمان وي چې مونږ باید ځوانان وای، خو لیرې نه وي چې مونږ هم ځوانان شو، دلته نقطه دا ده چې مونږ باید لومړی دغه مرحله چې د ځوانۍ او ماشومتوب ترمنځ پرته ده ووهو او له هغه نه د تېرېدو وروسته مونږ هغه مرام ته رسېږو چې مونږ یې غوښتنه کړې وه.
ـ پر اصولو ځان برابرول او پرې پوهېدل:
زمونږ ژوند هم یو ډول اصولو او قواعد لري، که مونږ او تاسو وګورو نو مونږ په ماشومتوب کې د غټ څه د ترسره کولو وړتیا نه لرو ځکه مونږ ته د ژوند اصولو دغه مرحله داسې جوړه کړې چې مونږ باید په ماشومتوب کې یوازې لوبې وکړو.
نو په همدې اساس مونږ باید ځان پر اصولو وپوهوو او له هغې وروسته ځان هاغسې برابر کړو څنګه چې د اصولو خوښه او تقاضا وي، داسې نه چې اصولو مونږ نه یو څه غواړي او مونږ په بله لار روان شو، که مونږ داسې وکړل نو مونږ به د ستر شخص جوړېدو ارمان له خاورو سره خاورې کړو.
ژوند بېلابېلې مرحلې لري، یو انسان په خپل ژوند کې باید کورنۍ سره په کومو اصولو مخکې لاړ شي!؟ له ملګرو سره کوم اصول غوره کړي چې ملګرتیا نیمګړې معلومه نه شي او یو ښه ملګری ووسي او په خپل کارځای کې باید دا څنګه عمل وکړي چې د اصولو برابر پرمخ لاړ شي!؟ نو اړینه دغه ده چې مونږ او تاسو باید لومړی اصول زده کړو چې هر څه په کومو اصولو مخکې وړل کېږي او ورپسې په هغه زده کړې عمل وکړو.
ـ ژوند دوه ورځې نه دی
زمونږ او ستاسو دغه خبره کې هیڅ خوند نشته خو خلک یې بیا هم په بار بار تکراروي او خوند ترې اخلي، که مونږ او تاسې وګورو نو زمونږ د ژوند ضمانت مونږ ته هیڅوک هم نه شي راکولای.
ژوند ځکه دوه ورځې نه دی چې ته د ژوند نه خبر نه یې، په دې مانا که مونږ او تاسې وګورو د ځینو اشخاصو عمرونه ډېر وي او د ځینو کم، اوس دلته دوه قاعدې دي، ډېر عمر او کم عمر.
دا نامعومه ده چې مونږ به له کومې قاعدې سره سمون خورو!؟ نو دا وړاندوینه مونږ نشو ورکولای ځکه مونږ د ژوند نه ناخبره یو، کېدای شي زمونږ ژوند یوه دقیقه وروسته نه وي او داسې هم کېدای شي چې زمونږ ژوند له سلو کلونو نه هم ډېر پاتې وي، نو بیا مونږ په کوم اساس د خپل ژوند وړاندوینه کوو!؟
زه د خپل کور ترڅنک یو ځای ته مطالعې ته ځم، هلته یو ځوان هره ورځ ما ورغواړي او وايي چې ورسره خبر وکړم.
هغه څلرویشت کلن دی او زده کړې نه کوي، یوه ورځ مې ځنې وپوښتل چې ته ولې زده کړې نه کوې!؟ د هغه ځواب دا و چې له ما وخت تېر دی، نو ما ورته وویل په کوم اساس له تا وخت تېر دی؟ ایا ته د خپل ژوند نه خبر یې؟ ایا تاته وحې شوې چې ستا د مرګ نېټه رانږدې ده او ته نور مرې؟ د هغه ځواب نه و، بیا مې ورته وویل: له تا وخت نه دی تېر ښايي ته سل کاله نور هم ولرې او ښايي زه یوه ورځ هم له ځانه سره ونه لرم، نو اوس خو ماته داسې نه ده پکار چې خپلې زده کړې ودروم او د یو ښه ژوند د بقا لپاره دې هیڅ هم ونکړم په داسې حال کې چې زه د مستقبل نه خبر هم نه یم. هغه سوچ وکړ او وروسته یې راته وویل بلکل ستا خبره سمه ده، ژمنه یې وکړه چې زده کړې به شروع کوي. زما موخه او هدف له دې پاراګراف نه دا و چې، مونږ د ژوند نه ناخبره یو، کله چې ناخبره یو مونږ باید خپلو موخو او زده کړو ته دوام ورکړو تر څو یو ښه شخصیت جوړ شو.
ـ هغه څه کوه، چې غواړې یې!
دا موضوع ما په ډېرو ځایونو کې شاربلې خو دلته هم ترې یادؤنه ښه ده، شخصیت جوړونه یوازې زده کړو پورې محدوده نه ده، که مونږ او تاسې وګورو ډېری داسې اشخاص هم شته چې زده کړې نه لري خو شخصیت یې ستر دی، په شخصیت جوړونه کې زده کړه شرط نه ده، ځکه موږ او تاسو د دې شاهد یو چې مونږ په سپورت کې هم قوي شخصیتونه لرو چې دنیا ترې اغېزمنه ده، سینما کې یې هم لرو او ډېری داسې شتمن هم لرو چې زده کړه یې نه شته خو ستر شخصیت لري، ما د شخصیت جوړونې لومړی عنصر اخلاق معرفي کړي وو، نو تر ټولو اړین مبحث هغه و چې که تعلیم نه لرو نو باید پیاوړي اخلاق ولرو.
زیاتره والدین د دې لپاره دبچي راوړل غواړي چې د دوی هغه ارمانونه چې له دوی نیمګړي پاتې دي پوره کړي، خو دوی دا سوچ نه لري چې هغه به هم په خپل ژوند کې د یو لړ ارمانونو نه برخمن کېږي او د هغې د ترلاسه کولو لپاره به کار کوي.
دلته د والدینو دغه ډول سوچ د پام وړ نه دی، په شخصیت جوړونه کې دا شرط هم دی چې ته څه غواړې باید هغه ترسره کړې، ځکه ته چې څه غواړې هغه سره به ته لېوالتیا لرې او دا معلومه خبره ده کوم څه سره چې مونږ لېوالتیا لرو د هغې په ترلاسه کولو کې هم له مونږ هيڅ نوعه سستي نه کېږي. نو په کار هم دا ده چې زمونږ له څه سره لېوالتیا ډېره وي هماغه وکړو تر څو هغه شخص ووسو چې غوښتل یې غواړو.
هټلر په خپل کتاب زما جګړه کې وايي: زما پلار غوښتل چې زه یو دولتي کارمن شم خو ما نه غوښتل چې شم، بلکې غوښتل مې چې یو نقاش جوړ شم، وايي زما د پلار زما له نقاشۍ سره نه لګېده او ویل یې چې نقاش هیڅ هم نه دی، خو ما غوښتل چې نقاش شم، ما به نقاشي کوله خو د زړه په ویره به مې کوله، یو ځای کې وايي چې زما پلار بیا مړ شو او ماته زما د مرام سرته رسولو لپاره لار پرانیستل شوه او زه یو ښه نقاش جوړ شوم.
نو قاعده دا ده چې مونږ له څه سره لېوالتیا لرو باید همغه وکړو، او پلرونو ته مې توصیه هم دا ده چې هغوی دې خپل اولادونه دې ته پرېږدي چې هغوی څه غواړي هماغه وکړي. که پلرونه دا ونه کړي نو د خپلو اولادونو ستر شخصیتوب نه شي لیدلی او که مونږ هغه څه ونکړو چې غواړو یې نو ناشونې ده چې یو ښه شخصیت جوړ شو.
ـ د خلکو باور په ځان پیداکړه!
باور داسې څه دی چې زمونږ د ژوند په هر پړوا کې مونږ ته ارزښتمن دی، که مونږ د خلکو پر وړاندې باور خپل کړ نو د هغوی باور پر مونږ زمونږ د ښه شخصیت نمایندګي کوي.
که زمونږ باور د نورو پر وړاندې قوي شو نو هغوی زمونږ سره په هره لار کې مرستندویه کېدای شي. د بېلګې په توګه:
مونږ یو څه ته نوماندان یو، هغه که په کوم کاري ځای کې کوم بست ته او که د هېواد پر سر کومې چوکۍ ته! نو دلته د نورو اشخاصو لپاره هیڅ داسې څه نه رامخته کېږي چې هغوی دې زما ملاتړ نه لاس واخلي او زما تر شا دې نه درېږي، ځکه زه د هغوی پر وړاندې باوري شخص یم، کله چې باوري شوم نو بیا خو سوال نه راپید کېږي چې دا شخص به ښه اوسي او که بد!؟ نو باور هم زمونږ په شخصیت جوړونه کې له مونږ سره تر ټولو ستر او عمده عنصر دی.
ـ د وینا هنر زده کړه!
وینا والي او د وینا هنر تر ټولو اړین دی چې زمونږ په شخصیت جوړونه کې له مونږ سره مرسته وکړي ځکه که مونږ له ځان سره هر نوعه پوهه ولرو او په هغه پوهه باندې پوره حاکم اوسو، نو دلته ضرورت د دې پیدا کېږي چې مونږ باید په کوم اساس دغه پوهه نورو سره شریکه کړو!؟
ویناوالي زمونږ په خبرو کې تاثیر اچوي، که زمونږ د ونیا هنر زده وي نو زمونږ کمزورې خبره هم پر نورو ښه پوره اغېزه کوي، داچې مونږ ډېره پوهه له ځان سره لرو نو بیا به د کمزورو خبرو پرځای ښه قوي خبرې له ځان سره لرو او دغه خبرې چې د ښه وینا په صورت کې نورو ته انتقال شي نو ته څه وایې هغه به ترې څومره اغېزمن شي او زمونږ شخصیت به څنګه معرفي شي!؟ دا قضاوت تاسو وکړئ!
ـ ستونزې وګاله چې ښه شخصیت جوړ شې!
که مونږ او تاسو د ثروت لرونکو اشخاصو اولادونو ته وګورو نو هغوی د خپل ثروت په خوب کې داسې ویده دي چې هر لوری یې ورنه خطا کړی، خو هاغه اشخاص چې هغوي ستونزې ګاللي هغوی نن په کوم سر کې دي!؟ زه به یو څو بېلګې درته وړاندې کړم.
شکسپېر وايي: ما په یو ځای کې د ډېرې لوږې له لاسه پنځه ویشت ځلې واښه خوړلي، ځکه چې ما سره د څه اخیستلو لپاره پیسې نه وې، نو ته اوس قضاوت وکړه چې د هغه وروسته د همدغه وښو د خوړلو په سر څومره ستر شخصیت له ځانه جوړ کړ!؟
هټلر وايي: زه نوی زلمکې شوی وم چې پلار او مور مې له لاسه ورکړل او داسې یو څوک پاتې شوم چې هر خوا ته به مې کتل هیڅ څوک به نه وو، هغه په خپل کتاب زما جګړه کې وایي چې ما د غربیۍ او بې وزلۍ په ښار وین کې دومره غریبي او بې وزلي تېره کړې چې یوازې زه پرې خبر یم، نو ته اوس قضاوت وکړه چې له هغه وروسته څوک ووت!؟
جک ما د علي بابا کمپنۍ مشر د چین دوهم نمبر او د نړۍ څوم نمبر شتمن دی له هغه په یوه غونډه کې چې په یوه پوهنتون کې نیول شوې وه وپوښتل شول چې ته دې د ژوند هغه خاطره ووایه چې تر اوسه دې په یاد وي.
جک ما وویل: دغه پوهنتون ته چې تاسو زه د چین دوهم شتمن او د علي بابا شرکت د مشر په توګه راغوښتی یم له نن نه ډېر کلونه مخکې زه دلته راغلی وم هغه وخت زه دوی په پوهنتون کې ونه نیولم او زه مجبور شوم چې د خپل ښار په یو ناکاره پوهنتون کې زده کړو ته دوام ورکړم، نورې بېلګې هم شته خو دلته په همدې بسنه کوو.
ـ ځان ته چلنج ورکړه!
مونږ تل مدام د یوې سیالۍ لپاره نورو اشخاصو ته چلنج ورکړې خو مونږ دغه نقطې ته تر اوسه پام نه دی کړی چې باید ځان ته چلنج ورکړو.
که مونږ په ماشومتوب کې ځان ته دا چلنج ورکړو چې زه به د ځوانۍ نه مخکې دغه کارونه کوم نو لیرې به نه وي چې مونږ هغه څه لاسته راوړو چې د کومو په اساس مونږ ځان ته چلنج ورکړی و، که په ځوانۍ کې مو ځانته دا چلنج ورکړ چې زه به د واده نه مخکې دغه کارونه ترسره کوم نو دا به پر ځای پرېکړه وي، ځکه انسان ډېر ضدي خوي لري او تر هغې بل څه ته لاس نه اچوي تر څو یې چې هغه څه لاس ته نه وي راوړي د کومو تقاضا یې چې کړې وي. او بلاخره همغه څه به د واده نه مخکې لاس ته راوړي چې ده یې پر وړاندې ځان ته چلنج ورکړی و.
ـ وخت دې مدیریت کړه!
زه ډاډمن یم چې تاسو به د ادارې او مدیریت نوم اوریدلی وي، خو په دې هم ډاډمن یم چې کله تاسو داسې نومونه اورئ نو یو کاري چاپیریال به مو ذهن ته راځي، خو اداره او مدیریت یوازې تر کاري ځایه محدود نه دی، که مونږ د ادارې تعریف ته وګورو نو وايي: اداره د یو لړ اشخاصو جوړه وي چې د مشخصو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګډ کار کوي. نو مونږ پوهېدلی شو چې زمونږ بدن یوه اداره ده، ځکه اداره فزیکي اړخ لري مطلب لمس کېږي، خو مدیریت بیا نه لمس کېږي، مدیریت یوازې یو فکر دی چې ادارې ته یې ورکړي او اداره دغه فکر په ښه شکل سرته ورسوي.
د بېلګې په توګه:
زمونږ په ذهن کې افکار پراته دي او غواړو دغه افکار په کار واچوو نو، دا مدیریت دی، دغه افکار چې پرمخ وړي هغه بیا زمونږ بدني ځواک دی، که مونږ خپل وخت مدیریت کړو نو په مستقیم ډول مونږ دغه وظیفه ادارې ته ورکوو چې په دې لړ کې له مونږ سره مرسته وکړي.
د پرمختللو او وروسته پاتو هېوادونو یواځینی غټ توپیر په همدې کې دی چې هغوی وخت مدیریت کوي او مونږ وخت نه مدیریت کوو، هغوی د ډوډۍ خوړلو لپاره هم خپل وخت نیولی وي او د هماغه وخت په داخل کې دوی خوراک کړي او وروسته له دې خوراک ته لاس هم نه وړي، خو په وروسته پاتې هېوادونو او بلخصوص په افغانستان کې بیا مونږ ته یوه ورځ هم څه نه ښايي او وایو چې ځه مړه! یوازې یوه ورځ ده.
که مونږ وغواړو مخکې لاړ شو نو باید هر هغه څه چې مونږ یې غواړو ترلاسه کړو د وخت په مدیریت ترلاسه کړو، مونږ به د یو څه د ترلاسه کولو لپاره ډېره وړتیا لرو خو که د وخت مدیریت مو ونه کړ هیڅ به هم ترلاسه نه کړو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي